د ژبو مړينه

د ملګرو هیوادو د پلتنې څنګې په ۱۹۹۷ کال کې د ټولې ځمکې بیلا بیلا ژبو شمیریې ۶۵۲۸ ژبې ښودلي او بیا داسې انګېرنه کوي چې په راتلونکو سل کالو کښې به ددې ژبو نیما یې به مړې او پوپناه شوي وي، یا دا چې د ورکیدو غشک یا خطر سره به مخامخ وي ځنکندن او مړکیدو ته به د هغو ژبو واټن ډېر نږدې وي چې یوازې د یوې ژبې بوډیانې او بودګان په وغږیږي. هرکله چې بیا وروستی کس له دې زړو څخه ومړي نو مورنی ژبه به هم ورسره مړه او بې څرکه شی. دغشک او خطر سره خو هغه ژبې او د هغی ژبی ویونکي به لاس او ګرېوان وي چې د هغوی کوچنیان نور د مورنې او هیوادنې ژبې ویلو او زده کولوته اړ شوي نه وي او یا دا چې هډو په ونه غږیږي. که څه هم یوه ژبه ژوندی سره نه ده خو که چېرې د ژوند لیار او چاپیریال کې هغه د ژوندی موجود په شان وانګېرونونه یوازې ژوندون یې په لوړه کچه د نړی چاپیریال تراغیزې لاندې راځي. خو له بله اړخه ارمیش به بدلونونه هم زغمي. ویي (لغات) او د هغو مانا او مفهوم چې په مورنی ژبې کې په ونه غږیدل شې نو ورو په ورو د یوې ژبې د وییو(لغاتو) څخه ورک کیږي. له پیړیو وروسته د ژبې ویي به هیر شوي او یا به د نورو ژبو تراغیزې لاندې راغلي وي چې بیا به دا ورک شوي ويي یوازی په پېښه لیک (تاریخ) کې که وموندل شي خو ورځنی غږیدو کې به هډو هغه ویي لادرک او ورک وي. د ګرامر او ژب ښود په ځینې بدلونو سره پخواني منل شوي خپل ارزښت له لاسه ورکوي او هم یوه ژبه د پوهنیزاو تخنیکي پرمختګ سره نوو ویي او اصطلاحاتو ته به ځای پریږدي لکه د مثال په توګه کمپیوتر، انترنیت او داسې نور. که اوس بیرته د یوې ژبې ورکیدو ته راوګرځو او وګورو چې د خپل ژوند پای وروستی سلګیوته رسیدلې ده نو د هغې د رنځ پـــړه او ملامتیا یي مسولینو ته متوجې ده. لکه چې په طبیعت کې په همدې پرتله (مقایسه) ‌ډېر مثالونه لیدل کیږی چې زه په پکتیا کې د ځاځیو ګڼ ځنګل منډهیر او الګډه د مثال په توګه راوړم. سپین ږیرو کلیوالو څخه دا خبرې خلکوته پاتې دي او یا اوس هم اورېدل کیږي چې په نوموړو ځنګلو کې د پرانګانو، زمریو، بیزوګانو، لیوانو او داسې نورو ځناورو او مرغانو ځای ؤ. خو له بده مرغه دا د خدای(ج) نعمت ته پاملرنه ونشوه او د ځنګلو په وهلو او د ونو په غوځولو سره ورو په ورو زرغونې غونډی برمنډې او سپیرې، غرونه او تنګي لوڅ او لغر شول او داسې نو د ځناورو او مرغانو ځالې هم ورسره ویجارې او د تل لپاره له دې سیمو څخه ورک او یا مړه شول . دا ځکه چې و هغوی طبیعی ژوند او کور یې لوټ او تالا شو. یا دا چې په سیالیو سره دا سیمې سپیره او لرغونې ښکلا یې اوس یا د سیمی خلکو په خبرو کې یادیږي او یا د چې په رنځورو او عکسو کې لیدل کیږي او بس ؛ که د دولت ذمه وارو او ځایي مسولینو او مشرانو په ځیر سره دا ملي شتمنې ته پاملرنه کړې وای نو زرغون او شین ځنګل به د ټولو اوسیدونکو ځناورو او مرغانو سره اوس هم ځای په پاتې ؤ. په دې ترڅ کې د روسانو یرغل په افغانستان باندې او د دوی وحشی بمبارد دځنګلو ځینې پاتې برخو په سوځیدو کې بایده چې له یاده پاتې نشي.او د حامد کرزی حکومت هم زمونږ ملي شتمنې ته پاملرنه نه کوي. لکه د ځنګل وهل او د ځناورو او مرغانو ورکیدل د خپل اصلی ټاټوبي څخه د ژبې مړ کېدل او ورکیدل هم د بې غورې، بې مسولیتې او نه پاملرنې په وجه به ډېر ژر خپل د ځنکندن شیبو ته درسیږی که چېرې یوه ژبه دمخه په خپل مړکندی بهیر کې د بې ارزښتې او بې غورې په رنځ اخته شوې. یو غټ لامل(سبب) د ژبې په کمزورولو کې د ځوان نسل تلل د زده کړې، پیسې پیدا کولو او یا کارموندلو او لټولو په تکل غټو ښارو ته ده. که چیری د کلیو اوسیدونکو ته چې په ښاروکې خپل اغیال په لټون سره د خپل کلتور او ژبې په ویلو او یا زده کړه کې کوم ژبني توپیر او ستونزه موجوده نه وي نو بیا هم تللی ځوانان د کلیو څخه ښاور ته خپله ځایي ژبه او کلتور سره به یې اړیکې نه شلیدونکی وي او که د خولخانې او کوچنیانو سره په ښار کې   

میشته شي نو کوچنیان به یې خپله مورنی ژبه هلته په ښوونځیو کې لا پیاوړی کوی او هم به خپل کور کې په ګریږي. ستر ناورین خو هغه وخت پیل کیږي که چیرې کلیوالی او هیوادنیَ ژبه په ښاروکې د نورو پردیو او یا ګاونډیو ژبو تر اغیزې لاندې راغلي وي او يا د هیواد اصلي ژبه د سیالیو،تر بګنیو او یا سیاسي او اقتصادي ګټو په وجه دې ته اړ شوي وي چې د ویلو او زده کړې لارې ته یې پیچلي خنډونه ایښودل شوي وي او د پراختیا مخ یې د ژبنی توپیر له کبله په تپه دریدلي وي. هغه وګړي چې په غټو ښاروکې خپله مورنی او هیوادنی ژبه نه شي پکارولی او هم پوهنیزه زده کړه په نشی کولای نو هلته په پاتې کیدو سره او د ښار پردی ژبې په زده کولو سره او د خولخانې په جوړولو او میشته کولو سره نه یوازې خپله پردی شي خو کوچنیان به یې هم د ښاري ژبې او کلتور تر اغیزې لاندې د کلي او مورنی ژبې په ځای به پردې ژبه د ځان وګرځوي او خپله اصلي ژبه به یې په هیره شي. اوس به وا مسله څیرو: که دا لړۍ همداسې رونه وي، ژني او وزګار خلک ښارو ته ولارشي خو په کلیو کې تش زاړه وګړي به پاتې وي او داسې نو د ژبې اصلي مړکیدلو په یوه علت وپوهیدو او د ملګرو هیوادو نړیوالې موسسې سره به زمونږ اند ورنږدې شوی وي چې یوه ژبه خو مړی لکه چې د ځنګل وهلو سره د ځنګل اوسیدونکی هم مړه او ورک کیږي. نو په هر څه چې د ژوند کړی او ځای تنګیږي البته د نابودی په ډنډ کې ډوب کیږي. د وګړو او اوس دنده ده چې د رنځور غاړې ژبې درملنې(علاج) د پاره پوه، روڼ انده، ارت انده خلکو په مرسته په دولت، خکومت کې د ژبې پرمختګ او ساتنې لارې چارې وسنجوي او داسې نو د کامي سپین زیرو، مخورو میندو او خویندو او د ټول اوس ملي او ایماني دنده ده چې په ګډه مالي او معنوی وس سره رنځمنه ژبه د پردې کیدو څخه وژغوړي او د پکارولو لپاره یې په ټول هیواد کې د ښوونې او روزنې څخه نیولې تر دولتي او غیر دولتي په دوترو کې لیارو او واټو اوهمداسې د هټــیو او حکومتی ځایو په نومولو کې او رسمي پوښتنپاڼو او داسې نو د لوحو په لیکلو سره د پردې ژبې او اغیزې څخه یې وساتي. د کمونستانو کودتا او د روسي یرغلګرو په راتګ سره افغانستان څخه په ملیونو وګړي ګاوندي هیوادو ته او په تېره بیا اروپایي هیوادو او امریکا ته مهاجر شوي دي. ډېره کې ددې افغانانو باندیني هیوادو کې دې ته اړ دي چې د هغه ځای ژبه زده کړی تر څو چې خپل او د کورنی ورځني ژوندانه کړه وړه په ښه شان سره سمبال کړي، او هم کوچنیان یې د زده کړې په وجه د میشته هیواد ژبې زده کولو ته اړ دي. مهاجر افغانان په باندنیو هیوادو کې دا مسولیت هم لري تر څوچې خپل سپیڅلی اسلام دین، ژبه او کلتور د پاملرنی څخه ونه غورځوي او هڅې یې دا وي چې خپل کوچنیان او د خولخانې غړي دي ته وهڅوي چې د هیواد ملي ژبې ته یې په پاملرنې سره خپله ایماني دنده پر ځای کړي او په داسې ویاړکې ډوب نشی  چې ګوندي کوچنیان یې په اردو، انګریزی، المانی او ایرانی او داسې نورو ژبو روان غږیږی خو د خپلی مورنې ژبې څوتکي به هم خیال کې نلري. که مونږ د خپلی ژبې دا مړکندۍ بهیر په تپه دروؤ او زیار مو دا وي چې د افغانستان اولس ډېره کیو ژبه پښتو د نړی په ګوټ ګوټ کې او هر چیرې چې یو د ورکیدو ناورین څخه ژغورو نو راتلونکي مهال کې به نه مونږ او نه زمونږ راتلونکی نسل به د ژبې د غمجنی مړینی د ژرا اوښکي توی کړي: ولې چې زمونږ بچیانو به زده وی، لیک او لوست به په کوي په ښوونځیو او پوهنځیو کې به د زده کړی پوهینزه ژبه وي چې داسي وي نو بیا به ولې پښتو ومړي !

حضرت محمد(ص) فرمایلي دي! حب الوطن من الایمان) هیواد سره مینه د ایمان جز دﺉ نو په هیواد کې ژبه او کلتور هم د هیواد او کام سره پیسیلی مرغلړې وي چې باید وپالل شي .

د ژبو مړينه (دويمه برخه)

په دې ګنهې د ژبو مړيې لړۍ به امریکا وچې ته د اروپايي ښکيلاکي ځواکونو ورتګ ، د روسانو ښکيلاکي پاليسي په ګاونډيو جمهوريتونو باندې او د پښتنو څوسوه کاله واکمني په هندوستان کې سره پرتله شي.

په دویمه میلادي پيړۍ او د روميانو واکمنۍ په وخت کښې د ځمکې په درې وچو لکه اروپا، افریقا او آسيا کښې (۵۰) مليونه خلکو ژوند کاوه او ددې درو وچو ډېره کيو وګړو په لاتين ژبـــه غږیدل . په دريمه ميلادي پيــړۍ کښې د روم د واکمنې زوالیدو سره د لاتين ژبه هم له برمه ولويده او نوې روماني ژبې لکه فرانسوي ، ايتاليايي ، اسپانيايي ، پرتګالي ، رومانيايي او همداسې ځينې ګړدود(لهجه) لکه کتلان ور څخه وزيږيدې . د امريکا وچې په ښکيلاک کولو سره د اسپانيا او پرتګال لخوا د (پنځلسمی) پيــړی په چاپيريال کې د ملګرو هیوادو د پلټنې څانګې اټکل له مخه تر زرو ژبو پدرې خپل د مړينې ځنکندن پرې کړﺉ ده . په منځني او سویلي امریکا کې دا ښکيلاکي ځواکونو په زور ، جبر او زلند د امريکا اصلي سره پوستکي وګړي دي ته اړ ایستل چې د دوی ژبه زده کړي. په دې توپیريزه پلیسي سره پوستکي امریکايان ووژل شول ، ځينې يې غرنی سیمونه وتښتیدل او پاتې شوو د ښکیلاکګړو ژبه زده او کلتور یې پوپناه شو. اوسمهاله وخت ټول منځني او سويلي امریکا وچه کښې، پرته له برازيل څخه چې هلته پرتګالي ژبه ده نور په پاتې هيوادو کښې په اسپانيايې ژبه خبرې ترسره کیــږي. د امریکا او کانادا سپین پوستکو توپيريزه پاليسي د امريکا اصلي سره پوستکو اوسیدونکو(              ) سره په دې اندازه ناوړه اوغير وګړنيزه وه چې د هغوی ژبه ، ټولندود (کلتور) ، هيواد او ګروه يې ورڅخه واخیستل. يوازې په شمالي امريکا کې پاتې سره پوستکو په دې وتوانيدل چې خپله لرغونی ژبه او کلتور وپالی. په زاري روسيه او هم د لينن کمونستی کودتا په (۱۹۱۷) کال په پـــېر کښې بيلابيلو آسيايي جمهوريتو کښی لکه تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، آذربايجان، قزاقستان او اروپايي برخه يي لکه لتوانيا، استونيا او نورو کښې د دين، ژبې او کلتور زوال پيل شول. ددې پاسه جمهوريتونو په نيولو سره د ځايي ژبو په ځای به روسي ښکېلاکي ژبه په زور او جبر سره رسمي ژبه بلل کيده چې دولتی او حکومتی چارې، ښوونه او روزنه، وړوکتونونه، روزنتونونه، ښوونځي او پوهنځي دې ته اړ وؤ، چې په زوسي ژبې، کلتور او سیستم باندې سمبال شي. دیني ښوونځي او جوماتونه وتړل شول چې دا لړۍ تر ګورباچوف پورې روانه وه. په افغانستان باندې د روسي سره پوځ یرغل په ۲۷ دسامبر(۱۹۷۹) ميلادي کال کې افغان اولس بيا یوځل دې ته اړشو چې خپلې توري له تېکی راوکاږي او د خپل هيواد خاوره او ځمکنۍ بشپــړتیا د روسي کړغيرنو کمونستي یرغلګرو ناورین څخه سوچه کړي. هغه ؤ، چې ميــړني او پتمن افغانانو روسي يرغلګر پوځ يي په (۱۹۸۹) ميلادي کال پړ او شرمنده د هيواد پولو څخه د باندې کړل. ګوربه چوف چې د روسي پوځ ماتې اټــکل يې کړی ؤ، نو دا يې زغملي ؤو چې د سور پوځ ماتې به په روسي جمهوريتونو باندې ناوړه اغيزه واچوي او د هغوی خپلواکۍ په مبارزه کښې به افغانی مجاهیدين ترڅنګه ودريږي او داسې نو د کرملین دا لګول شوﺉ اور به تر ماسکو پورې ورسيږي. د افغانانو برلاسې د روس کمونستی سیستم ستنې يې په ردیدو کړې او د کرملين واکدارانو پريکړه په دا وشوه چې کمونستی سیستم بابیزه او د يونيم ميليون افغانانو په وينه او شهادت سره روسي جمهوريتونه هم د روس مړيتوب او بلواکې څخه ووتل او خپلواک شول. دا خپلواک جمهوريتونو سمدلاسه داسې هڅی پيل کړې چې زیانمن شوﺉ دين، هيوادنې ژبه، کلتور وروسته له څه ناڅه اويا(۷۰) کالو بیرته په ځليدو راوړي. که څه هم د خپلواکه شوو روسي جمهوريتونو دین، ژبې او کلتور ډېر رنځمن او په مړګوني لاره رهي ؤو، خو اوس چې د افغان اولس له برکته د روسي ښکيلاک ځنځيرونه مات او دوی دا چانس ترلاسه کړ چې د خپل دين، مورنۍ او ځايې ژبې او کلتور درملنه وکړی.

 

 

روسي ژبه په تپه ودروي او خپله ملي ژبې ته پراختیا او وده ورکړي. پدې ترڅ کې که چيرې د يورپ سپين پوستکو ښکيلاک په امريکا وچه او د روسی ښکيلاک په ګاوندي د افغانستان کړکيښ (تاريخ) هغې برخې سره ځغلند پرتله کړو، کوم چې د غوریانو، سوریانو او لوديانو د څوسوه کالو واکمني په هند کښی انځوروي نو داسې پايلنيوی (نتيجه ګيري) کولای شو چې : پښتنو د هند په خلکو هيڅ ژبني او کلتوري توپيريزه ځورونکی پاليسي نه درلوده او په هندوستان کښې يې نه يوازې وګړنیز حقوق خوندې ساتل خو د هندستان په آبادولو او سمسورولو کښې یې د پښتونولي غوره بنسټ سره په روغه او سوله کښې ډېرې هڅې وکاږلې تر هغه چې هند د اتلسمی پيړی په چاپيريال کې د انګريزانو تر راتګ پورې شتمن، سوکاله او پرمختللی هیواد وګڼل شي. پښتنو د هند وګړو سره په ټول ټولنيز اړخونو کښې ښه او نېک چال چلند کاوه. د اروپاـيانو کړه وړه په امريکا وچه او د روسانو ښکيلاک په ګاونډيو جمهوریتونو باندې د پښتنو نېک ښه او بې توپيريزه ژبني پالسيی سره په هند کښې نه پرتله کيږي. له بده مرغه د هندوستان په ارت هیواد کې میشته پښتنو څخه خپله مورنی ژبه پښتو لکه څاڅکی په سیند کې داسې لا درکه او حل شوه. د پښتو ژبې مړګونی رنځ په افغانستان او ټولو هغو سیمو کښې چې پښتانه په کښې میشته دي په زغرده زیاتیږي. تر هغه چې د زده کړې لارې چارې د وړوکتون، روزنتون، ښوونځیو څخه نیولې تر پوهنتون پورې د افغانانو په مورنی پښتو ملي او رسمي ژبی ترسره نشي نو خامخا به ژبې سره اړیکی ورو په ورو شلیږي او چې پیړی ووځي نوځنکندنته به نږدي وی. یو کام هغه وخت مړي چې ژبه يې ومړي. پښتو ژبه اوس د ګاوندیو هیوادو د ژبو په تېره بیا د فارسۍ او اردو تر اغیزې لاندې راغلې او دا د محاصرې کړﺉ ورو په ورو ور باندې تنګیږي. افغانانو ته ښایي چې د خپلې مورنی ژبې پوهنیزه کولو کښې د سیالو ژبو ډګر ته راووځي او داسې لارې چارې ولټوي چې د پښتو ژبې پراختیا، وده او زده کړه خپله ايماني غوره دنډه وګرځوی .

غوټی غوټی او ښکلې ښکلې    سترګې
مو سکی موسکی توری ښاغلې  سترګې
د   وطن    مور    د        ارمانو نو   ګله
ورته   امید    ستا    سپیځلې        سترګې
شمله د پلار نیکه    د ننګ       ونام   شې
 روښانه    مستقبل      د   کلی    قام  شې
اې    ګلا   به  څښتن  د  لوړ    مقام   شې
د   مینې    ورورولیو      لوئ  پیغام  شې  
د وطن   د اسمان ستورې شې نیک نام شې 
  هسکی   دې   اوسه    نازولی     ستر ګې 
غو ټې   غو ټی  او   ښکلې   ښکلې   سترګې
خواږې       ژبې     پښتو    ادب  ډیوه    شی  
تاریخ          د    بلبلانو     خله نغمه        شی
د  روڼ   سهار    د     مینی     پلوشه       شی
درخو   د   اوربل   ګل   خواږه    وږمه   شې
لوئ  شی لوئ په خیر   لوئ  شې  نیک عمله
تاریخ     زرینو   پاڼو    سر   نامه          شې
د    احساس    ډکی    ستا غښلې      سترګې 
غو ټې   غوټې   او   ښکلې    ښکلې   سترګې   
تاته  د  خپلو    د      پردو   سترګې         دې  
تاته     د   حورو       شا زلمو   سترګې    دی
تا ته        شها ب  د   ارمانو    ستر ګې    دی
تا ته  وطن  د   هسکو غرو   سترګې       دی
ته     به    می      ویاړ     تاریخو   جوړیږی
عثمانه ] تاته    د         پښتو     سترګې     دی
په    تا   ړاندې    شه    تل   ښیرانې    سترګې
د واړه عثما ن خان  ته د  کلیزی  په  مخال  لیکل  شوی
نیټه  / ٢٠٠١١ / ٠١/ ١٥،   

 شهاب الدین  پکتیاوال

 

داســی قــامت لکـــه چـــنـار چــــنـار قــامت د پـښـتو
لکـــه ســړی چـې ځـي روان وي ســيـوری نشي نيوی

د لـوی افـــغان د اســـمان دا غـرور څـه لـږ خـو نه دی
سپوږمۍ به تـندر رانيـوی شي٬ ستوری نشي نيوی


يواسمان چې د افغان په زمکه ښکاري
پـــه اســـمـــان کـښـې بلــــــهــا ســتوري 
غلــي غلــي مـا ته ګــوري
پټ پټونی کړي اؤ شوري
خـو یـــو سـتوری داسـی هـم دی
چې پښتون افغان دی، وائی!!
په جنتيانو کې زه هسکه غړۍ ګرځمه 
چې داتلانو رهبرانو لوی لښکر لـرمه
دخـدای حـضـــور ته زه په فـخـر ځمه
دننګيالو غير تيانو دروند ټبر لرمه
دفـرښـتو په مينځ کې بړ ق بړق په خنداشمه
چې!!! دملالۍ او زرغونې ادې دوتر لرمه

بلها قامونه مې په لويه تماشه اودريږي
چې دقـلم، توری، پټکی هـر معتبر لرمه
دکـــربلا دامــامــانــو نه ســــلام اخـلـمـه
چې لوی تاريخ د شهيدانو د سنګر لرمه
منصور زما په پښو کې کېنی او خراج راکړي 
چــې اريـــانــا غــونـدی د دار نــوی اثــر لــرمــه
دجــنـتـونـو دربـانان مـې په افــغان پـېژنی 
چې يو وجود يم او څلورټکړې ځيګر لرمه
غلـمان په مستو اتڼونو په ټوپونو راشي
چې زه د خپلو سټو کمارو ځلمو سر لرمه 
زمــــا جــنـت لکـــه غــنی د خــمارونــو ډک شي 
لکه يو لوی پښتونستان چې درنګونو ډک شي


Nooral Basher Naveed, spelled also Norul Bashar Naweed
- نورالبشر نويد -

 

سريزه
 ټولنه يا اجتماع
د پښتنو د عقليت او اخلاقو مظاهر ( ژبه ، شعر ، متلونه ، قصې ، عنعنات )
د پښتنو د لمر ځلښت په تاريخ کې
تينجه
د كتاب ځانګړني:

كــتاب نوم : پښتو او پښتنواله
ليكوال : علامه پوهاند عبدالحى حبيبي
ټولوونكې : بېنوا فرهنګي ټولنه- كندهار
چاپكال : 1382ل/ 2003م كال
خپرندويه : بېنوا فرهنګي ټولنه- كندهار
چاپشمېر : پنځه سوه ټوكه
كمپوز/ ډيزاين : جبار ترنګ
كمپيوټرچارې : بېنوا فرهنګي ټولنه- كندهار
د خپرونو لړ : لومړى

زموږ يادښت

بېنوا فرهنګي ټولني د خپل تاسيس له مهاله دا پلان او اّرمان درلود چي نوموړې ټولنه به يو مركزي خپرونى ارګان لري، د ځوانانو، ښځو او نورو اړينو مسايلو په اړه به نوي خپروني لري، بوختوونكي او ارزوونكي پروګرامونه او غونډي به جوړوي، كتابونه به خپروي او . . . . 
له دې جملې څخه يې ګڼ شمېر غونډي جوړي كړې چي محسوسي او ګټوري پايلي يې لرلي دي، مركزي خپرنى ارګان (ښكلا مجله) يې تر دې مهاله پنځمي ګڼي ته رسولې ده او دا دى خپلو سترو اّرمانونو ته د رسېدو پر لار يو بل د خير ګام پورته كوي او د لومړي ځل لپاره د هيواد او نړۍ د نامتو او نابغه ليكوال، پوهاند علامه ارواښاد عبدالحي حبيبي يو ډېر په زړه پوري او ګټور اثر (پښتو او پښتنواله) خپروي.
دا اثر هغه نسبتاً اوږده مقاله ده چي په پرله پسې توګه د (كابل مجلې) د 1354ل كال په ټولګڼه(كلكسيون) كي خپره شوې ده چي د پښتنو قانون (پښتونواله) يې په خورا عالمانه، ژوره او بېساري توګه څېړلى او پښتنو و نړۍ ته يې ورپېژندلى دى.
دا چي نوموړې ليكنه له يوې خوا په خپل ډول كي ډېره نوې بڼه درلوده، چي بايد په يو ځايي ډول د هر چا لاس ته رسېدلې واى او له بل پلوه بېنوا فرهنګي ټولني وغوښتل چي د ارواښاد د نولسم تلين په اړه او همدارنګه د تبرك لپاره د خپلو خپرونو د لړ د لومړۍ ګڼي په توګه دغه ډېر ګټور اثر خپور كړي، ځكه نو د ټولني كارنده او ځيرك مرستيال ښاغلي عبدالجبار ترنګ د سترګو په رپ كي په ډېره لېوالتيا سره دغه بېساري ارزښتمنه مقاله سره يوځاى، ترتيب، كمپوز، ډيزاين او سمه كړه او دا دى د يوه كوچني خو په منځپانګه ډېر بډاى كتاب په توګه يې ستاسو درنو لوستونكو لاسونو ته در رسوي، هيله ده چي وړ ګټه به ځني تر لاسه كړئ.
همدارنګه دا يادونه هم كوو چي بېنوا فرهنګي ټولنه غواړي چي دغه د كتاب خپرولو لړۍ د مهربان اللهج په مرسته وغځوي، چي په دې كار كي موږ د درنو فرهنګپالو او پښتومينو يارانو لاسنيوي ته سخته اړتيا لرو، ځكه وايي چي له يوه لاسه ټك نه خېژي، نو كتاب، مجله او ليكنه برابرول يې پر موږ د چاپ ځواني تاسو وكړئ؛ كه داسي وشي، نو ان شااْلله د ګوډ فرهنګ پښې به مو بيا روغي او د نړۍ سترګي به يې نندارې ته را واوړي.

تر همداسي يوه مهال پوري
د خداىج په اّمان!
اداره
13/4/1382ل_كندهار

ښتو ژبه دپښتنو ژبه ده ، هغه څوک چي په دې ژبه خبري کوي او دهغه مور او پلار چي په پښتو سره پوهول اورا پوهول کوي هغه پښتانه دي .دا چي پښتانه څوک دي ؟ نوموړې پوښتنه دتاريخ په مختليفو وختو کي دڅيړني او تحقيقاتو په جريان کي ډير بحثونه پر سوي دي. او دنړۍ د ګوټ ، ګوټ ژبپوهان او نسل پيژندونکي پر دې خبري څيړني کوي ، چي انسان څشي دی ؟او څنګه دانسانيت ومر حلې ته رسيدلی دی؟ خو په هر صورت دا خو به دانتروفولوژی علم ته پر يږدو ، چي هم هغه علم پر دې څيړنه وکي او دنسلونو او قومونوپه باب خپل معلومات وڅيړي.خو چي تردې پړاوراتيرسواو دانسانانو هغه پر مختللې ټولنه تر نظر لاندي ونيسو ، نو دا پوښتنه بيا هم را منځته کيږي ، چي څنګ دومره ډيري ژبي او ډيرکلتورونه را منځته سوي دي.که نوموړی تاريخ دهغه وخته چي د کلتوراوبيا دژبي اړوند څيړنه ده ، نو زموږ کار هم مختصر کيږي او هم مو موضوع ټاکل کيږي.دلته پوښتنه دژبي ده، انسانانو چي انساني ژوند را پيل کړی دی دهغه تاريخ دميلاد څخه پنځه او شپږ زره کاله مخکي دی . ولي دا!انساني هغه تاريخ دی چي انسانان په بشپړه توګه دحيواناتو څخه را بيل سوي دي. اودفرهنګ په يوه لوړ پړاو کي ژوند کوي ، افزار په کار اچوي،خبري کوي ، کورنۍ جوړي او حتا دفلزاتو څخه ګټه اخلي. خو دتاريخ ددې پړاو او دتاريخ څخه دمخکي پړاو تر منځ په سوونوکلونه فاصيله شته.په همدغه ډول انسانانو چي په مختليفو سيمو کي ژوند را پيل کړی دی ، خو بيا هلته تر پايه هم نه دي پاته سوي ، ديوې سيمي څخه وبلي سيمي ته دډول ،ډول پيښو او عواملو په سبب مهاجر سوي دي او دځانه سره يې ديوې او بلي سيمي کلتور ، زده کړي اونوري انساني پوهي هم را نقل کړي دي.اودنړۍ په ګوټ ، ګوټ کي دمحيطي شرا يطو سره يې ژوند را پيل کړی دی او دمحيط رنګ يې هم خپل کړی دی.دلته بيا هم دپښتنو او افغانانو خبره ده،چي افغانان او پښتانه څوک دي؟ . په دې باب يونامتو ډنمارکی ژبپوه رسميزرسيک په ١٧٨٧ ـ ١٨٣٢م کي ليکي :که موږ وغواړو چي ديوه قوم او يا ديوې سيمي دانسانانو تاريخ او دهغه پيژندنه وکړو نو بيا با يد دهغه خلکو ژبه تر مطالعې لاند ونيسو چي ، په تار يخي لحاظ هغه پيدا کړو. او دهغه په باب علمي دلايل وړاندي کړو.نو په همدغه دليل که موږ غواړو چي دپښتنو او پښتو په باب وپوهيږو چي پښتانه په قوم نژاد يا سيمي پوري اړه لري، بيا هم موږ دښاغلي رسيک دتحقيق وميتود ته مرا جعه کوو. او مجبوريو چي دسيمي مختليفي ژبي سره وڅيړو، دمقايسوي ژبپوهني دعلم په مرسته موږ دا معلومه کړو چي دپښتو ژبي تاريخي اړيکي د سنسکريټ ،استا ،فارسي ـ بلوڅي ـ اورمړي ـ عربي ـ هندي ـ اروپايي اونورو مغولي ژبو سره څنګه دي؟ څو موږ ودې نتيجې ته ور سيږو چي پښتو ژبه څومره لرغونې اوپه مقايسوي لحاظ دژبو په کوم ګروپ پوري اړه لري.

په دې باب بيا هم ديوه جرمني ژبپوه ښاغلي ډی جينش (١٧٩٤م) دغه خبره وڅيړو؛ چي ژبه په يوه تاريخي او زماني مقطع کي خپل ځانګړ ی کلتور ـ ادبي طرز ـ لغاتونه ـ اصطلاحات ـ دپيښو انعکاسات اوداسي نور په خپل ځان کي لري او ساتي يې .ښاغلی جينش دژبو دمقايسې په لړکي دغه څلور توکي دپام وړګڼي اودهغه له مخي دژبي مقايسوي اړيکي پيژندل کيدای سي.
١ ـ دلغاتونو اوډنه او تغير ديوه ډول څخه وبل ډول ته .
٢ ـ صرف او نحوه (سنټکس ) يا په ساده توګه دجملو جوړښتونه .
٣ ـ په ژبه کي صفائي او قاطيعت :په ساده ډول دژبي سمبولونه
٤ ـ آ هنګ : په ساده ډول هره ژبه ځانته خپل اهنګ اووزن لري .
نو په پورته تحليل سره يوځل بيا موږدپښتو په باب دا ويلای سوچي نوموړې ژبه دلغاتونو دجوړښتونو دمخي يو غني اوپه سيمه کي يوه بې ساري دلغاتو او ګرامر له مخي بشپړه لرغونې ژبه ده.په دې باب ښاغلی سلطان محمد صابرپه خپل کتاب (قديم پشتواور پشتون)کي ليکي : (پشتو لغات اور اعتبارسې قدروسيع اورجامع زبان هې که أوس پاس اور قيرهي کوئي زبان اس کا مقابله نهي کرسکتې). دهغه ادعا داده چي په پښتو ژبه کي بشپړه ګرامر پروت دی او دهر حالت ،تغيراونوم دپاره لغات اوجوړوني لري ، چي دسيمي په نورو مشهورو ژبو کي لکه فارسي او اردو کي نه سته دبيلګې په توګه هغه دمونث او مذکر په دوحالاتو کي بيلګي را وړي او ليکي :( قريبي زبانو مې فارسي اور هندي خاص طور پر مقابله ذکر هې فارسي مې مذکراور مؤنث کي مثتثني هې) لکه څنګه چي په فارسي کي واي ( امد) په بشپړه توګه دا واضيح نه سوله چي نر را غلی که ښځه؟ نو دا حقيقت بيا هغه وخت څرګنديږي څو چي په سترګو باندي وويني ، چي نر دی که ښځه او که دواړه .خو په پښتو کي نوموړی حقيقت څرګند دی .چي نوموړي څرګندوني دالفاظوغنا ګڼل کيږي.او په ډيره اساني سره مفهوم تر لاسه کيدای سي . بل دحيواناتو اوجامداتو دپاره خپل نومونه او الفاظ سته . په همدغه ډول دپښتو په ګاونډو څانګو کي په اردو کي هم په دغه ډول کمزورۍ سته چي دژبي پرنه بشپړتوب باندي دلالت کوي.دبيلګې په توګه په اوردو کي وائي : ( جاؤ ) نو دجاؤ کس بيا هم څرګند نه سو چي نوموړی نر ؤ ، که ښځه.ژبپوهان په دې عقيده دي ، چي ژبه په تاريخي لحاظ دپيړيو، پيړيو محصول او په پيړوختونه غواړي چي بشپړه سي او دپوخ والي ومر حلې ته ور سيږي . نو موږ دپښتو ژبي په باب په ډير جرعت سره ويلای سو چي پښتو ژبه په تار يخي لحاظ ډيره لرغونې او دپوخوالي وه يوه پړاوته رسيدلې ده.که څه هم عربي هم يوه لرغونې ژبه ده خو دپښتو سره يې بنسټونه ډير تو پير لري او پر عربي ژبه هم ډير کار سوی دی خو هغه ږغونه (فونيمونه ) چي په پښتو کي سته په عربي ژبه کې نه سته او عربي ور ته عجزه ده. دا ځکه چي دعربي( ګرافيمونه ) يا توري ٢٨ ته رسيږي خو دپښتو په پرتله وړده مقايسې هم نه ده. پښتو توري ٤٦توري دي چي دهر ږغ دپاره خپل صوتي حالت لري. داځکه چي دژبپوهني دنظره عربي يوه جلا ژبه ده چي دعبراني ژبو سره يې اړيکي سته.او په سامي نژادو خلکو کي استعماليږي.چي ويونکې دمنځني ختيځ خلک دي.
ولي فارسي ژبه چي دپښتو سره نژدې اړيکي لري دپښتو ژبي دکورنۍ څخه ګڼل کيږي، او سانسکريټ هم ددغه خاندان څخه ده. داچي پښتو ـ فارسي ـ سانسکريت ـ اويستا ـ ژند هندي اوداسي نوري هند اوروپايي ژبي ديوې درختي مختليف ښاخونه دي ،دنړۍ ژبپوهاند په دې باب ګډ نظر سره لري .خوپه ١٨٦٠م کال کي چي د فرانسې ستر ژبپوهاند(داپيران) دژند او اوستا پر ژبو څيړنه وکړه او دهغه دلرغونتوب په باب يې خپل نظر وړاندي کړی دی هغه دخپلي مقالي په يوه برخه کي داسي وايي :چي اوستا دسانسکريت څخه پيدا سوې ده ، خودا نظر بيا ليګانګټ (پرريسک ) نه مني اوهغه بيا په دې اند دی چي ژند دسانسکريټ څخه نه دی پيدا سوی. اودا ثابته وي چي ژند دسانسکريت لورنه ده بلکي؛ دهغه خوريې بولي.دريسک دغه نظر تر اوسه پوري چا هم نه دی رد کړی ، او غوښتنه هم دا ده چي دغه يادي سوي ژبي ـ ژند ـ اويستا سانسکريټ دغه اريا ئي ژبي دي اوداريانا په شاه وخوا کي په يوه پراخه جغرافياي شاوخوا کي تر نن ورځي پوري په مختليفو اوښتنو او تغيراتو سره موجودي دي. په اوسنی پښتو ، فارسي ،بلوڅي ، حتا اور مړي ژبه چي اوس ډير لږ خلک خبري په کوي تا ثيرات يې جوت دي.نوموړي ژبي اريا يې ژبي دي چي آريانا ته يې په يو وخت کي اريانا ويجه ويله. استرابو په ٢٤٠ق م کي په خپل جغرافيه کي داريانا حدود داسي تعين کړي دي.
ختيځ سرحد اباسيند،جنوب ته دهند بحر اودغرب خواته کرمان اوايران ښوي خو شمال ته تر باکتريا اودسفيدان ځيني برخي شاملي بولي پر همدغه ليکه دپرتو ولسونو ژبه يوه ګڼي. او په خپل ورستي تحليل کي يادونه کوي چي ، اريانا دپارس ـ مديا ـ با ختر اود سفديان اخيري برخي شا ملي بولي.هغه دبا ختريا (بکتريا ) ژبه چي داريانا ويجه په نوم په اوستا کي ياده سوې ده ښايسته ادبي ژبه يې بللې ده.په اريانا ويجه کي اوستا ي ژبه ـ سنسکريټ ژبه رواج درلودی. اوستا هغه ژبه ده چي زرتشت په هغه خپل کتاب (ژند ) ليکلی وو.او سانسکريټ بيا هغه ژبه ده چي په هغه با ندي ويدي سرودونه ليکل سوي دي او اوس يې په هند کي ليک دود سته .خو په هر صورت سانسکريت او اوستا دوې جلا ژبي دي چي ديوه بنسټه څخه سرچينه اخلي او خوندي ورته ويل کيږي ، خو دسيمو دليري والي په بنسټ اودهند او پارس دسيمو دجدا والي په سبب يې صليقې او فرهنګي ، اخلاقي اړيکي سره بيلي سوي او دجلا ، جلا ژبو په حيث يې رواج پيدا کړی دی.خو په دې کي شک نسته چي داريائيانويوه برخه په افغانستان کي او سيدل او دغه ژبي يې کارول.ولي داريا نا ويجه په وخت کي سيمه پرا خه او سره پا شلې وه. چي سر حدات يې بهرونه او يا هم سيندونه جوړول.دډيرو ثقه دلايلو او لرغونو اسنادو له مخي پښتانه ددې سيمي او سيدونکي وه او مو جوديت يې په همدغه ځای کي ثابت دی.لکه څنګه چي په دې باب يونانی پوه هيروډوټس په ٤٠٠ق م کي دپکتيان يا پکتويس څخه يا دونه کوي.هغه ليکي : هغه خلک چي په پکتيا يا پکتيکا کي اوسيږي ، هغه غښتلي دلاوره ، ميلمه پا لونکي جنګيالي خلک دي ، چي دڅرمني لباسونه اغوندي.اودا هغه سيمه ده چي په تاريخ کي په وارو، وارو يا ده سويده . لکه ارکو زيا څخه چي يا دونه سويده .هيرو ډوټس او استرابوچي لرغوني تاريخ پوهان دي هغه دارکوزيا خلک اريائيان ګڼي، چي په ورسته کي ځيني مؤرخين ارکوزيا ته د الکوزيانوپه*يادونه چي په دغه سيمه کي يوه لويه قبيله ده ايشاره کوي. او دارکوزيا خلک دافغانانو په نوم سره يا دوي .
يادونه: (نوموړی نظردغوروړ دی ؛ خو تائيد يې تحقيق غواړي).
همدغسي په شهنامه کي فردوسي هم دارکوزيا دسيمي خلک افغانان ګڼي او هغه دډيرو لرغونو زمانو تاريخي يا دونه په خپله شهنامه کي کړيده چي وايي :
نشسته درين دشت بيسارکوچ
زافغان ولاچين وکرد وبلوچ
همدغسي داريانا په دغه قلمرو کي چي دهندوکش دغرو دسلسلې څخه پيل بيا تر بولان ، تر هرات او چترال پوري رسيږي دلته پښتنو ژوند کړی دی. او پښتو ژبه يې استعمالوله . بيا هم استرابويا دونه کوي چي : دپارس ځيني برخي ، دسفيدان ،باکتريا مدياځيني برخي هم په پښتنو پوري تړلي وې. او پښتو ژبه يې ويل، پښتو يوازي ژبه نه بلکي؛ پښتانه يو غټ اتنيکي قوم ، رواج ، اخلاق ،قوانين او ځانګړي عنعنات دي چي په ټولنيز ډول پښتواوپښتانه ورته وايي.
دلته موږ دتاريخي ژبپوهني له مخي دلغاتو نژدې والی داسي سره مقايسه کوو چي دلرغونو ژبو نژدې والی داوسنيو ژبو سره ښوي دبيلګې په توګه دفارسي ژبي اوسانسکريټ دژبي ترمنځ ديوه مثال ايښول : لکه څنګه چي په فارسي کي ماست او په پښتو کې مستې او په سا نسکريټ کي بيا ما سته را غلې ده.ددوی تر منځ اړيکي جوتي دي، ددې معنا دا ده چي سانسکريټ ، اوستا ، ژند پارسي او پښتو داريا ئي ژبو لرغوني ژبي يا ژبني ډولونه دي. او يو په بل کي ګډ ي اړيکي سره لري. لغاتونه يې سره مشابه او ګرا مري اړيکې يو دبله سره لري .ځيني لغاتونه لومړی په پښتو کي را پيدا سوي دي او بيا ونورو همسايه ژبو ته ور نقل سوي دي.چي په همدغه ډول ويلای سو چي دفارسي او سا نسکريټ ژبو تر منځ دنښلولومزی پښتوژبه ده ، چي په دې معنا پښتوداريا ئيانو ډيره لرغونې ژبه ده، چي دسيمي په سطحه يې موږ اړيکي ليدلای سو.هيرو ډټس ٤٤٥ق م کي او بيا استرابو په ٢٤٠ق م کي خپل نظر داسي وړاندي کړی دی : هغه کسان چي دهندي تهذيب او فارس تر منځ ژوند کوي هغه پښتانه دي چي دغه دوه مدنيتونه سرمښلوي اوترمنځ يې اړيکي ساتي.ددوی ترمنځ دلغاتو نژدې والی ، دکيسواو نقلونو نژدې والی ، دمتلونو او نورو فلکلوريکو اړيکو درلورل ددې معنا لري؛چي دپښتنو سيمه دهند او فارس ترمنځ واقع اويوپربل يې خپلي اغيزي پريښي دي.دا چي پښتو ژبه په لرغونتوب سره څومره لرغونې ده ، اود پرمختګ زمانه يې دنورو ژبو په پرتله څونده زمانه ور ته کښيږدو؟ دا به يوه مغلقه او پيچلې موضوع وي ، خو داوسنۍ پښتو او پخوانۍ پښتو ترمنځ پيړۍ،پيړۍ فاصيله موجوده ده.اوموږدنوموړي ژبي(پښتو) لرغونتوب په نورو لرغونو ژبو کي تر لاسه کولای سو، يعني که موږ دفارسي ، پښتو اوسانسکريټ ژبي ته دمقايسوي ژبپوهني له نظره پاملرنه وکړو نو موږ ته به خامخا دا را جوته سي چي پښتو هم دسا نسکريټ، فارسي ژبي په څير يوه لرغوني او د ميلاد څخه زرونه کلونه په ځان کي ولري.او هغه وخت پښتانه وه، پښتون د پښتو سره نه جلاکيدونکي مفهومونه دي.که موږ وګورو پښتو (پښتون ) دلته په ګرا مري لحاظ موږ لاحقه ياګرامري اړيکه ګورو (تون) يوه لاحقه ده چي دپښتو څخه يې پښتون جوړکی.ولي؛نوموړې لاحقه په نورو لرغونو ژبوکي نه سته چي ددې معنا داده چي پښتو ترنوروژبودغني ګرامرلرونکې غني ژبه وه.او ددغه دودپربنسټ چي پښتو ـ پښتون ـ پښتني نيت دغه درې سره سره تړلي دي ، نو که يو څوک وچاه ته وواي چي پښتون نه يې نوددې معنا داده چي ددغه ځانګړي قانونيت څخه يې وايستی .چي دا په پښتنو کي دډيري لرغوني زمانې څخه يو را پا ته سوی شونی دی ، چي اوس هم په پښتنو کي دښکنځلو او ديوه پښتون دبيغيرته کولو په معنا استعماليږي. خو نومړي دود په پنجابي کلتور ، فارسي اوداسي نورو کي مفهوم نه لري دبيلګې په توګه : سندهی نه يې؟، پنجابی نه يې؟ ، فارسي نه يې؟ اوداسي نور... دايوه ځانګړې خبره ده په پښتنو کي.په دې ډول پښتانه په پښتو سره قول ورکوي او پر خپل قول بيا ولاړ دي ، که چيري يو څوک دچاه سره پښتو وکي نو هغه بيا پر خپله ژبه پښتو باندي ولاړ وي او هغه څه تر سره کوي کوم چي وعده يې کړيده .پښتانه دنورو قومونو په پرتله جنګيالي او دتشدد خلک دي او دعدم تشدد اصول په ځان کي نه سي سا تلای.دلرغونو ژبوپه باب چي هرچاه څيړنه کړيده پښتو ژبه يې يوه لرغونې اريائي ژبه ګڼلې ده. او پر نورو ژبو يې دپښتو ژبي اثرات جوت کړي دي لکه څنګه چي دسا نسکريټ ژبي ماهر (پانيني )وا يي : سا نسکريټ ژبه ٣٥٠٠ق م کي يو لرغونې ژبه وه او هغه په ځان کي دګرا مر ٣٩٩٦قا عدې در لودې ، هغه په دې اند وو ، چي دلاتينو ژبو سره په مقايسوي لحاظ سا نسکريټ دومره جوتي اړيکي نه درلودلې لکه دپښتو سره چي يې لري او درلودلې.اودپښتو اغيزي پرهندي اوسا نسکريټ با ندي خورا ډيري دي. چي يو علت يې هم دا دی چي پښتو دسا نسکريټ په څير يوه لرغونې ژبه ده. او په سيمه کي يوه مطرحه ژبه وه . چي موږ دخپلي ادعادثبوت دپاره يولړبيلګې ،اړيکي ،اوښتني يادولای سو.اوموږ دخپل څيړ نيزتحقق په نتيجه کي دلاندي څومثالونه راوړو .
سنکريت پښتو اردو 
پالنا پالنه
پورا يا پردی
پورا پوره
سالو سالو دووپټه
ماستۀ ماستۀ يا مستې
شالی شائی دهان
ګودهوم غنم ګندم
روج روځ (ورځ) دن
شپا شپه رات
شام مشام يا ماښام شام
ماس ميا شت مهينه
وايو (هوا) وايو
بيوتۍ بوټی بوټی
سنګم څنګ
مرتپ مړ (مرد )
جنۍ نجلۍ (جنئ ) لړکي
موژک موږک چوها
ميږ ميږه بيهړ
نيکهـ نک ناخن
ماتری مور ما
پتري پلار باپ
کبجا کوږ په ملا کوږ کوبړا ټيټرا
جبها ژبه (زبان) 
جمکه ځمکه زمين
همدغسي بې شماره لغاتونه په سنسکريټ کي سته چي په سراو تن سره پښتو دي. اور يښه يې هم په پښتو کي سته.هغه ژبي چي په سنسکريټ پوري اړه لري او اوس هم په ډيره پيمانه سنسکريټ ژبي لغاتونه استعمالوي لکه پنجابي ژبه په هغه کي هم دپښتو ډير لغاتو نه سته چي دډيري لرغوني زمانې را هيسي داريا ئيانوپه لرغونو ژبو کي استعماليږي. او س هم دپښتو ريښه په يولړ نورو اريائي ژبو کي سته چي پر پنجابي ژبي برسيره يې موږ څيړلای سو ، نوموړي هند و اروپاه يي ژبي که ګاونډي ژبي دي او که هم په اروپاه اونورو هيوادونو کي استعماليږي ، خو ديوه اريا ئي ژبي په څيره په يو ډول نه په بل ډول دپښتو سره ټينګي اړيکي لري. چي لاندي بيلګې يې موږ لومړی په پنجابي کي ګورو .
پنجابي پښتو
تسي تاسي
منل ما ننا
مانجهنا مينځل
بالنا بلول
بلانا بلل
سوکه سوکه
چاټنا څټل
جګه ځای
مانټريا ماڼۍ
تو ته
کون کوم
هغه علاقې چي اريانا ته نژدې دي هغه که سيند دی ، که پنجاب دی او يا هم دهندوستان نوري ژبي دي او يا دفارس ژبي دي، هم يو دبله سره اړيکي لري.او هغه الفاظ چي په سيميز لحاظ په سيمه پوري اړه لري خو بيا په پښتو ژبي ته را داخل سوي دي. په امانت داری سره دهغې ژبي لغات سا تل سوی دی . دبيلګې په توګه دپښتنو سيمه څنګه چي څر ګنده ده يخه سيمه ده او هلته ځيني ميوې او پيدا وارسته دي چي ؛موږ ته دهمسا يه دسيمو څخه را استول کيږي موږ دهغه دپاره نوم نه لرو، خو دبل ځايه څخه مو يې نوم تر لاسه کړی دی. لکه : کيله ، ليمو ، سنتره ، کينو اوداسي نور...خو ځيني بيا هغه ميوې چي په طبعي ډول دپښتنو په سيمه کي پيدا کيږي او په همسايه هيوادو کي نه پيدا کيږي. نو په طبعي ډول هغه هم هغه پښتو نومونه استعمالوي.اينځر انګور ، بادام ، پسته ، انار جغندراو نور... زه چي دلته په هالنډ کي ګورم ځيني داسي کلمو سره مخامخ کيږم چي زموږ دپښتواودري سره يې ورته والی ډيرڅر ګند يږ ي. او دا ثابتيږي لکه دلرغوني پښتو اويا دري څخه چې په لږ او ډير تغير سره يو سلسله لغاتو نه .ودې سيمي ته را دا خل سوي وي.
په دې کي شک نه سته چي ژبي يودبله سره ګډي اړيکي اونژدې والی لري.خو بيا هغه ژبي چي ديوه پايلمه اويوه ګروپ دژبو څخه وي. هغه بيا دتاريخ په اوږدو کي هغه خپل قوانين او ځانګړني په ځان کي سا تي.خو موږ ته دژبو څيړنه هغه وخت ښه ترا کيدای سي چي په ليکلي توګه اسناد دژبي قلمي نخسې په لاس را سي . نو په همدغه دليل سره پوهانو دژبپوهني مقايسوي پوهه دتاريخ دهغه دورې څخه را پيل کړيده چي دوی يې په ليکلي ډول اسناد په لاس کي لري . چي دهمدغه ژبو دجملې څخه اوستا يي ژبه ، سنسکريټ ، پښتو او لرغونې پهلوي ژبي دي. په دې کي هم شک نه سته چي تردغويا پورته ژبو مخکي به هم نوري ډيري لرغوني ژبي وې اودپوهولو اورا پو هولو وسيلې به وې، نوموړي ژبي به دهم هغه ژبو څخه جوړي سوي او منځته را غلي وي. خو هغه زمانه تر ميلاد لس زر ه کاله وړاندي زمانه وه او موږ ته يې شوني په ليکلي توګه نه دي را پاته سوي. چي تراوستا او يا هم سنسکريت مخکي به مور او يا انا ژبه څه نوميده او انسانانو به کومه ژبه استعمالول او په دې وخت کي به انسانان څه ډول وه؟؟خو مخکي تر هغه چي نور اريا يي قومونه ديخبنده سيموڅخه ځيني خلک او قومونه دلته را وکوچيږي ، دلته انسانان موجودوه او دمغارو ژوند به يې تيراوه چي نوموړې موضوع تر ډيره ځايه په انتروپولوژۍ پوري تړلې ده.خو هغه وخت چي ليکنه را منځته سوه او داويستا او سنسکريت سرودونه دغواي پر پوستکو وليکل سوه يا ووايو چي ليکنه او تاريخي اسناد موږ ته په لاس را غلل نو تار يخ دسيمي هم له دغه ځايه څخه نيولای سو.او موږ خپل ثوقه دلايل را وړلای سو. چي دلته ژوند څه ډول وو؛ دوی کومي ژبي ويلې ؟ په دې کي شک نه سته چي دانسانانوتاريخ چي پنځه زره کاله پر باخترزمين په نظر کي نيسو، پرهمدغه مځکه چي اوسنی افغانستان دی پښتانه اوسيدل.او همدغه خلک دي چي تر نن ورځي پوري دهمدغه خاوري ساتونکي او خپل ځانګړي تاريخي نخښي نښانې يې هم پريښي دي.خو بيا هم په سيمه کي دپښتنو داوسيدلو سيمه په تاريخي لحظ پرا خه ده او دډيرو تاريخي ياداښتنو له مخي يې لمن تر سينده او دهند تر لوړو او ژورو پوري رسيږي ،او خپل اصلي مرکزونه هم لري. لکه :بلخ ـ ګندها را سيستان پيښوراونوري تيت او پا شانده سمسوري سيمي. چي په دې باب پوه اودغښتلي قلم خاوند دخپل وخت نامتو افغان فيلسوف البيروني چي په ١٠٠٠م پيړۍ کې ژوندوو، په خپل يوه تاريخي ياداښت کي داسي ليکي : (( دهندغـربي هغه برخي چي ددرواوشيلو په ډول پرتې دي هلته د افغانانوډول،ډول قومونه اوسيږي ـ چي دوی مخکي هم په سيند کي استوګنه درلودله .))ښاغلی البيروني بيا هم داوسني افغانانو په باب داسي ليکي : چي پښتانه! دهند په غربي برخو کي پراته قومونه وه. او تر اوسني کابل پوري غزيلي سيمي يې په لاس کي وې. زما په وخت کې پر هند هم حکومت کاوه جنګياليان خلک وه او ګندهارا چي مرحوم البيروني پيښاورهم په کښي ښودلی دی دغه سيمه کي افغانان تثبت کړي دي . اوپيښور يې د(پروشاور) په نوم يادکړی دی . دمرحوم البيروني دغه يادونه په تاريخي لحاظ دهيروډوټس دليکني څخه ورسته په دوهمه درجه سره ارزښت لري.خو سراولف کيروبيا داسي ليکي : چي استرابواو بيطليموس هغه لومړي تاريخ پوهان دي چي دميلاد څخه يې مخکي ژونددرلودهغوی دپکټو ـ پکت ـ پکتويس نوم يادکړي دي. او هم دغسي ښا غلی کيرو دخپلو څيړنو په درشل کي دهغه چينايي سياح فاهيان (٣٩٩ـ ٤١٤ م) اوهوان سونګ (٦٢٩ ـ ٦٤٥ م) چي په تاريخي لحاظ يوپه زړه پوري سند دی يادونه کوي. اودهغه پټواونامعلو مو واقيعتونو څخه پرده پورته کوي او تاريخي وا قيعتونه ومخي ته ايږدي چي نن ورځ يې موږته هغه تاريکي خواوي را روښانه کړي دي، کوم چي موږ ورته اړتيا لرو. ښاغلی کيرو بيا هم يا دونه کوي چي دغه وخت په سيمه کي پښتانه دپراخو سيمو څښتنان وه او پربخدي برسيره ديوې پرا خي سيمي ګندهرا نوم اخلي چي پرا خوالی يې تر سينده پوري غزيدلی.هغه دپيښاور نوم هم يادوي اونوموړی ښار د (پوسکاپوروس )په نوم سره يادوي.چي مقصد يې او سنی پيښور دی. ښا غلی کيرو چي يوانګريزمحقق دی او دسيمي دتاريخ سره مينه لري، په دې باب يې يو ډير غټ کتاب دپټان (پټهان) په باب ليکلی دی. هغه دډيرو لرغونو تاريخ پوهانو ، سيا هان او جغرافيه پوهانو څيړني يې دلته را اخيستي او زموږ دکار داسانتيا دپاره يې مواد ايښي دي. ښاغلی کيرو زياتوي چي دافغانستان غرب ته چي کوم څوک اوسيدل هغه ايرانيان دي او په تاريخي لحاظ دپښتنو په څنګ کي دڅيړلو ارزښت لري. او دسيمي پرتاريخ اودپښتنو پر ژوند باندي يې اغيزي دژبي په لحاظ ديادولو وړدي. او هم دهمسايه داری له نظره يودبله سره دجنګونو تاريخ هم لري چي کله به پښتانه پر غالبه سوه او کله به هم دوی دپښتنو خاوري ته را ننوتل. کله به پښتنو پردوی تسلط تر لاسه کاوه او کله به هم ايرانيانو.دايرانيانو غښتلی فوج چي هخامنشان نوميده او دهخامنشی کورنۍ پر سيمه برتري تر لاسه کړې وه اوورسته تر هغه پر سيمه بيا دنوروواک دپښتنو په مقايسه لږو.خو بيا په ايران کي ٤٨٠ق م کي خسر و پهلوان را منځته سو چي په سکائيانو پوري يې اړه درلودله، هغوی غټ پرتوګان اغوستل او اوږدې ښايستې خولی يې استعمالول او داوسپني څخه يې سلاوي لکه خنجر،تيري توري اوداسي نوروسايل يې په جنګ کي استعما لوله .دوی په دې وخت کي دآموددرياب ځيني برخي هم دافغانانو څخه تر لاسه کړي وې،ولي دهمسايه هيواد په څير زموږ يا دافغانستان په غربي برخه کې ژوند درلود او لکه څنګه چي تاريخ ثابته کړيده ځيني وختونه به هغوی دافغانانو او پښتنو وسيمو ته را ودانګل او کله به بيا افغانانو ددوی څخه ځيني سيمي تر لاسه کولې. دوی ته يې تورانيان هم ويل او تورانيان دايرانيانو دنسله څخه وه.اودوی هم هغه ژبه استعمالول کوم چي دپښتو سره يې قاعدې نژدې او دهندواروپاي ژبو له جملې څخه وه.چي دايران په مشرقي برخه پوري اړه لري اود هندي ژبو په پرتله يې اړيکي ديورپي ژبو څخه کمي وې،خو په هر صورت داوسنی فارسي مور يا انا ژبه به وه، چي زموږ دژبي يعني پښتو سره يې په مقيسوي لحاظ داوښتنو اورا اوښتنو په وجه ډيري نژدې اړيکي سته. چي زه به يې لاندي مثالونه دفارسي اوپښتوپه اړونده وښيم. دبيلګي په توګه د(ل) اوښتنه په (د ) سره د(غ) اوښتنه په (ګ) سره اوده (و ) اوښتنه په (ب ) د(غلو) فارمؤل :
لومړی : ل ـ فارسي دال پښتو فارسي
لور دأس
لور دختر
ليدل ديدن
لس ده
ليونی ديوانه
لرم دارم
ليري دور
پلار پدر
لاس دست
غزل خاندن
لمن دامن
لوګی دود
سپلنی سپند
ليري دور
ليور ديور
همدغسي که پر دې باندي نور هم فکر وسي ممکن ډير داسي لغاتونه وموندل سي چي د(ل) په اوښتو سره( د) را سي .
همدغسي لاندي او ښتنه بيا د (و)اوښتنه په (ب ) سره .
ورور برادر 
واوره برف
وراره بردر زاده
اوريځ ابر
ورجي برنج
وزه بز
وړل بردن
وريښم ابريشم
اوداسي نور مثالونه سته چي موږيې راوړو،تر دغه قانون لاندي يې را ولو. دلته بيا هم دغ اوښتنه په (ګ) سره ګورو .
پښتو ( غ ) ـــ فارسي ( ګ )
غويي ګاو
غاړه ګردن
غوټه ګرې
غونډه ګرد امدن (ګردهماي)
غاړګۍ ګردن بند
غول ګوه 
غولول ګول دادن
چرګ مرغ
غاز ګاز
غنم ګندم
اپګان افغان
غوښه ګوشت
غوږ ګوش
اوداسي نور چي دلته يې درا وړلو ځای نه سته اود نوموړې مضمون حجم په ډيريږي.
که څه هم پر سيمه باندي دمختليفو کلتورونو ګډ متقابل تاثيرات ددې سبب کيدای سي چي پر ژبه ، کلتوراودفرهنګ پر مختليفو برخو تاثير وا چوي . خو بيا هم پښتو ژبي او ځينو نورو اريايي ژبو خپل هغه بنسټ ساتلی دی ،چي ددې معنا داده چي هغوی هم په سيمه کي يو ستر قدرت اوسيدلی دی. اوددې توانمندي يې درلودله چي دکړاو په وخت کي هم خپل ځان وساتي او دخلکو اړوند فرهنګي ميراثونه، معنوي ښيګڼي وساتي.که څه هم پښتانه دميلاد څخه مخکي دستونزو سره مخامخ سوي دي ،ده هخامنشانوپه وخت کي ،دسکندرمقدوني په وخت ، ديونانيانو په بريدونو کي .خو بيا هم دايران او هندوستان تر منځ هغه څوک چي دميلاد څخه مخکي اووروسته اوسيدل ،اوسيږي هغه پښتانه ،ژبه يې پښتو ژبه ده چي اوس هم پښتانه خبري په کوي. اودنورو ګاونډيو ژبو سره دتاريخي ژبپوهني له مخي نه شليدونکي اړيکي لري. په سيمه کي پښتانه هم په تاريخي لحاظ دارزښت وړدي او هم يې دسيمي په سياسي ژوند کې بشپړه ونډه څرګنده ده، پښتانه په سيمه کي په درو نومونو سره يا دسوي دي، لکه : پټهان، افغا ن او پښتون ـ دپټهان نوم چي دهندستان په سيمه او سيند کي پر پښتنو ايښول سوی دی ، دپښتنوپا چهان اودپښتنو دتسلط ورسته دشيرشاه سوري دوخت سره را پيدا سوی دی او نوموړی نوم دستر شيرشاه سوري مقاومت دمغلود حکومت پر ضد او د مغلو څخه دپا چهی تخت اخيستل او بيا دلودي پښتنو پا چهانو بدل د مغلو څخه ،چي يو ځل يې بيا پښتانه پر هند با ندي مسلط کړه، ورسته دپټهان نوم عام سو اودا په دې چي په هغه ځای کي به دوی سره را توليدل هغه ته پټنه ويل کيده.اودهمدغه مرکز څخه يې پر بنګال بريد وکړ، بنګال يې ونيوه او هلته بيا دپټهان نوم عام سو. چي مراد يې هغه لښکروه، کوم چي دپښتنو څخه جوړسوی وو. او ورسته تر هغه چي پښتنو خپل واک دلاسه ورکی او پښتانه دهند په اردو کي که به جذب سوي وه،يا به جذبيدل هغه ته يې پټهان ،پلټنی وايه چي جمعه يې پټهانان کيږي . تر اوسه هم دغه نوم په هند کي په ژوندۍ بڼه سته چي پښتنو ته پټهانان واي. اوپښتني عسکرو ته پلټنی يا پلټنيان واي.او په بنګال کي دپټانه ښارهم په دغه نامه سره شهرت لري.دناروې نامتو څيړ و نکی او تاريخ پوه ښا غلی (مارګنټراين) په دې عقيده دی چي دپټان نوم دپکتان پختان څخه نه دی اخيستل سوی .بلکي په پټنه کي دوی سره را ټوليدل چي ديوه ځای نوم . او هغه وپټهان ته منسوب سوی دی .او دشير شاه سوري دوخت څخه نوموړی نوم په هند کي رواج وموند.خو انګريزمحقق ښاغلی کيرو بيا نوموړی نوم دپکت پختون او پښتون سره تړي. خو په هر صورت هر وخت چي نوموړی نوم په هره معنا منتځه را غلی وي ، نوموړی نوم پر پښتنوباندي ايښول سوی دی. او دهندوستان په ټوله قاره کي پښتنو ته پټهان وايي . خودافغان نوم هم پر پښتنو باندي يا ديږي او تاريخ پوهان پښتانه افغانان بولي او نوموړی نوم د ميلاد څخه ډير پخوا پر افغانانو باند ايښول سوی او اوريدل سوی دی.
په دې باب سلطان محمد صابر دخپل کتاب په ١٠٩مخ کي ليکي :دپښتون او افغان په باب څيړونکو دډيري پخوا زمانې څخه نوموړي نومونه ثبت کړي او پښتنو ته دغه نوم منسوب سوی بولي،که هر څومره موږ په دې باب څيړنه وکړو بيا هم ودې نتيجې ته رسيږو چي لرغونو اديبانو او ليکوالانو دپښتو ژبي ويونکي افغانان ګڼي .او په دې حساب يوازي نوموړی نوم پر افغانانو با ندي يا دسوی دی. چي دا معلومه نه ده چي نوموړی نوم څه وخت رواج پيدا کړی دی. خو دومره يا دونه کولای سو چي دسيمي ليکوالانو په خپلو ليکنو کي نوموړی نوم وهغه خلکو ته ورکړی دی کوم چي په ارکوزيااودپښتونخوا په سيمو کې ژوند کاوه دفارسي ژبي وتلی شاعر فردوسي په خپلو شعرونو کي دافغان نوم په څو ځله ياد کړی دی.او نوموړې سيمه لکه مخکي چي مو وويل دارکوزيا سيمه چي دغزني څخه ترکوټې او دهلمند دسيند څخه تر سينده پوري شاوخوا سيمو باندي يادسوی دی.دافغان کلمه دابګان،اوګان، اپګان څخه تر لاسه سوې ده .فردوسي ليکي :

همه ګرديوان دوېويه سپاه
بزرين عرود به زرين کلاه
يهدارچون قارن کاد ګان
به بيش سپاه اندرون آوګان
او علامه اقبال بيا وايي :
خويشتن را ترک وافغانان خوانده
وائي برتو وانچه بودي مانده
داچي پسله د قيق فکر څخه ستراحمدشاه بابا په ١٧٤٧م کال دغه نوم وافغانستان ته انتخاب کی ، په دې کي شک نه سته چي نوموړی هيواد او نوموړې جغرافيه په افغانانو پوري اړه لري. او دنورو هيواد و په شان لکه هندوستا چي دهندواڼوهيواددی ، بلوڅيستان چي دبلوڅوهيواد دی، تاجکستان چي دتاجيکو خلکو او پرګنو هيواد دی ، همدغسي افغانستان بيا دافغانانو هيواد دی، چي (دستان) ورستی ورستاړی يې دځای او ملکيت په معنا سره را غلی دی.مخکي نوموړی هيواد داريانا ويجه په نوم سره نومول کيده.اوکله چي بيا ايرانيانو پرافغانستان با ندي واک پيدا کی نو دې هيواد ته يې زابلستان او کابليستان ووايه، دلوی سکندر دراتګ سره چي يو نانيان دلته را غلل ، هغوی دغه ځای په خپل نامه يعني باکتريا وباله چي نوموړی نوم دباختراوښتی شکل دی.خو کله چي بيا عربو واک وموند نو دافغانستان شمالي برخي چي دآمو درودڅنډي جوړوي هغه يې خراسان وبلل.چي هرات يې نامتو ښار وو. خو محمدحيات خان بيا په حيات افغاني کي ليکي چي : ((دخراسان نوم دايران پاچا انوشيروان له خوا ايښول سوی دی)).خو که هرنوم ايښول سوی هم وي پر نوموړي سيمه هغه دافغانانو اوپښتنو اوسنۍ سيمه ده.بيا هم ښاغلی محمد حيات په خپل کتاب (حيات افغاني) کي ليکي : برسيره پر دې چي په پښتنو کي هم ګډ نسلونه شته يعني دنورو قومونو او نسلونو سره يې ودونه کړي دي خو بيا هم پښتانه هغه خلک دي چي په دې سيمه کي په تاريخي لحاظ ژوند کوي. او ژبه يې پښتو ده او په نژدسره ارين نژاده خلک دي. په نړۍ کي هيڅ توکم يا خلک خالص نه دي پاته سوي، نو عرب هم په وسيع معنا متحدالاصل او سامي النسل دي، چي دډول، ډول قومونو اختلاط او ګډوالی په کښي سته لکه : فنيقيان ، بربري، ترک،عبراني،ايراني،يونانيان اوروميان يا داسي نور.ليکن برسيره پر دې هم يو قام دهغه په نوم يا ديږي.همدغسي ټوله اروپا کي نسل په يوه اندازه اغيزمند سوی دی ؛خو دهغو ی بيا هم خپل پيژندلګلوي سته.نو دتاريخي ثبوتونو له مخي پښتانه زما په خيال يو ارين نسل دی او ګڼل يې په کار دي او بايد ودې واقيعت ته موږ داسنادو له مخي په بشپړه توګه تسلم سو چي پښتانه دجغرا فيا يي موقيعت له مخي دميلاد نه مخکي دعربو ،سيند ، هند (انډيا ) او چين په منځ کې يې په دغه مدنيتو کي ژوند کاوه لکه : دسيند مدنيت ، ګندهرا تمدن ، دبلخ تمدن (بلهيکا)او په مجموع کي دمرکزي آسيا په ځينو برخو کې هويت تثبت دی.خو پردې خبره بيا دځينو تاريخ پوهانو نظر سره بيل دی چي وايي :
لومړی : پښتو ژبه دوايستا (ژند) او سنسکريت لوراودهغه نه پيداسوې ژبه ده.
دوهم : ددوی څخه نه ده پيدا سوې اودهغوی سره يوځای يې ژوند را پيل کړی دی.يعني دهغوی سره ګډي اړيکي لري اودسانسکريټ اواوستا خورده،نوبيا ددروسرو مور کومه ژبه ده؟ تر اوسه په تاريخ کي نه ده ثابته سوې داځکه چي تاريخي دوره هغه دوره ده چي ليک په کښي را منځته سوی وي ، چي دهغه درويه څرګنده سي .چي د نن څخه ٢٥٠٠ کاله په ځان کي نيسي.
دريم: ځيني تاريخ پوهان بيا په دې اند دي چي پښتو ژبه تر سنسکريټ ژبي او اويستا نه هم مخکي پښتنو خبري پرې کولې او يوه ژوندۍ اريا يي ژبه وه.
خو داچي پورته نظريات کوم يو يې واقيعت دی هغه به وي ؛ خودومر ويلای سو چي پښتو يوه لرغونې ژبه ده چي په سيمه کې تاريخ جوت دی.اوپه اويستا يې دورکې دهخامشي دورې اودهغه وخت په اسنادو کې يوناني مؤرخينو کړی دی. نوموړې ليکنه لومړی په هغه کتيبه کي سوې ده چي دبيستون په غره کي موندل سوې ده او دپښتوژبي دري مصرعې هم موندل سوې دي.چي دادپښتو ژبي لومړۍ نمونه ګڼل سوې ده،په ميخي ليک سره ليکل سوې ده ؛ چي نومو ړې مصرعي په دې ډول سره ده .لومړی نوموړې کتيبه ديوه عکس سره سمه نن ورځ ليدلای سو.
دوهم نوموړې کتبه خپله داريوش په خپل هغه کتاب کي چي پرډبرينه تحته يې ليکلی ده،چي دسکندر په ټولو تاړاکوکي هغه خرابه هم نه سوه، دسترداريوش پرقبر باندي ديوه تاريخي ياداشت په توګه په ايران کي خوندي ده.
ښاغلی فاضل استاد پوهاند حبيبي دنوموړي کتيبې چي دبغستان (بهستون) ډبرليک دی متن سپړلی دی اودغه مطلب يې ځيني را نقل کړی دی.
١ ـ نې ا،يکي هم( ومه) يعني : نه اړيکه وم (ومه )
٢ ـ نې دروجنه هم(ومه) يعني : نه دروه جن (ومه)
٣ ـ نې ځو رکړه هم (ومه) يعني : نه ځور کړه نې وم (وم)
ټوله کتيبه ٢٤٠کرښوته رسيږي ، په هره کرښه کې ٤٥توري دي.اوهرتوری يې ددرو څخه تر پنځو پوري علامات لري.خو ټوله بيا د٧٥زره ميخي علاماتو څخه جوړدی ، دنوموړي ليک ډول د مصر څخه زده سوی اوپه ١٨٢٢م کال کي نوموړی ليک په مصرکي شامپولون ولوست.هغه په نوموړی درو جملو کي وايي : اورمزو(آهورامزوا) زما مرسته وکړه ؛ زه نه اړيکې وم ، نه دروه جن وم اونه ځورکړونې وم.نه زه او نه زمااولاد ، زه د صداقت اورښتيا ملګری يم . په دې درې واړه جملو کښي چي اړيکي ، دروجن ځورکړونې را غلي دي هغه اوس هم په لږ تغيرسره په پښتوکي استعماليږي.او په دې برسيره دداريوش دسلطنت په ديرلسمه سوبه کي دهيروډوټس په قول دآرمنيانو سره پکتويس (پښتانه ) هم اوسيدله.دنوموړي ډبرليک ژبه زړه فارسي وه ، چي په دغه وخت کي دايران ژبه هم زړه فارسي وه ، چي ورسته پهلوي اوبيا دا موجوده فارسي ځيني جوړه سوه. دموجوده فارسي ژبي او پښتو تر منځ اړيکي ډيري سره نژدې دي ، چي دواړه ژبي ديوې کورنۍ سره تعلق يا اړيکي لري.اوخپله پارس هم دپښنونخوا سره ګاونډی او په سياسي او ټولنيز لحاظ ديوه ارين دنژاده څخه هغه خلک وه چي دپښتنو دلومړي قوم يا يادشوي قوم ساکانو سره يې يو ځای مهاجرتونه کړي دي. اود مرزنو په ساتنه کې ګډي قربانۍ هم ور کړي دي.دګډ خصوصيت له مخي به بده نه وي چي بيا هم دغه تاريخي يادوني ته ځيرسو.څو بياهم دا جوته سي چي دسيمي نژدې قومونه په تاريخي يادونو کي څنګ سره بيل سوي او څه ګډ ځانګړني لري.
دداريوش کبير په کتيبه کي دپارتيا ـ پارت ـ پرثو _ پارثيا ډولونه هم ليکل سوي دي. ښاغلی سيد بهادرشاه ظفرکاکاخيل (پښتانه دتاريخ په رڼاکي) ليکي : په اريايي ژبوکي د(ث ، سی ) اوازونوتر منځ يوګډ اوز ووچي (ش ـ شه ) آوازسره به يې نژدې والی درلود دنوموړي لفظونو څخه پرثو ـ پرثيا راووتل چي دپشتو او پشتيا سره هم نژدې والی لري.او آرمني ليکوالو په ليکنو کي بيا پارت دپهل په لفظ يادسوی دی.په دري ژبه کي بيا دبلخ ـ بخد نوم بخل ،باخل راغلی دی . چي بيا هم دنوموړو تغيراتو پر بنسټ دپارتيانو دبلخ (باختر) سره اړيکي لري. خو يو ايټالوي ليکوال ( مسټرجوستن ) بيا چي دميلادي دوهمي عيسوي پيړۍ په شاوخوا کې ژوند درلود هغه بيا خپل نظردا سي وايي: دپارتيا ژبه دميډي، سيتي ژبو تر منځ وه اودهغه د مډيا څخه مراد ايران دی چي په قطب کې د پارسوا قبائيل ميشت وه.اونوموړي قبائيل په عمومي مها جرت کي تللي،هلته يې ژوند پيل کړی دی.نو دلته موږ بيا هم ددغه دومحققينولکه جوستن چي دنن څخه يې ١٨٠٠کاله مخکي ژوند درلود اوبيا دنن ورځي محقق (مارګين) پر اسنادو دغه نتيجې ته رسيږو چي پښتانه او پښتو ژبه اودپارتيانو ژبه ديوه ولس ژبه ده. په دې ډول چي دجوستن له نظره دپارتيانو ژبه دميډي ژبي او سيتي قبايلو دژبو تر منځ داتصال کړۍ وه ـ او دمارګن سټرن په قول پښتو ژبه دساکا قبايلويوې ولسي ژبي ته نژدې وه. نو داسي څر ګنده سوه چي دجوستن قبا يل اود مارګين سټرن قبايل يو خلک وه.ددوی دتحليل نه علاوه موږ ته جوته ده چي دساکا او پارتين دواړه قبايل دسيتي قبايلو يو ښاخ وو.او سيتي قبايل په خپل ځان کي يواريايي نسل ارين قوم دی. 
ساکان او پارتيان دتګ اوراتګ په حالت کي کوچي غوندي ژوند درلود. کله به دهيرمند يا هلمند په څنډوکي او کله به هم د(پن) په شنو واديو کې تګ اوراتګ درلود.دوی په دغه ګډژوند سره دومره سره خپل سوه چي په ورسته کې توپير په ګرانه سره کيده.چيناي تاريخ پوه دپن لفظ ذکرکړی دی چي مراد يې کاپيسا ده چي دکابل تر سينده يې څنډي رسيږي، اوساکا قبايل بيا په جنوبي حوزه يعني ارغنداب او هيرمند کې استوګنه ياده سوې ده.دساکا دقبايلو ذکر نامتويوناني مؤرخ هيروډوټس په داسي حال کي کړی دی. لکه څنګه چې دپکتيانوذکر، ګندهرا ذکريې په وارو،وارو کړی دی. او هغه يې دسيتي قبايلو يو ښاخ ګڼلي دی.دهخامنشي په دوره کي هم دا خلک يو څه نا متو وه.او دهخامنشي په کتابو کي ددوی پوره ذکر سته .ساکيانو به غټ ، غټ پرتوګونه اغوستل اومخروطي ټوپۍ به يې پر سرولې دهيواد غشي او ليندۍ يې درلودل. او تبرونه يې هم استعمالول.او ايرا نيانو ودوی ته ساکيان ويل.دوی لومړی په ٦٠٠ق م کي دآمو پر څنډو او سيدل اوبيا تر ايرانه تيت سول. چي په مختليفو فصلونو کي به يې ديوې سيمي څخه وبلي سيمي ته تګ او را تګ درلود.ساکايان دژوندساحه پراخه وه. بيا هم په ارکوزيا کي دسيستان څخه بيا ترغزي پوري هغه مسکوکات چي تر لاسه سوي دي ددې نماينده ګي کوي چي سا کيانو او پارتيانوپه دغه سيمه کي پاچهی درلودلې،دوی په جنګ کي شهرت درلود. او آس سواران وه او پر آسانو به يې زره پوښه ټنګ لباس اغوسته اوتيزي نيزې به يې استعمالولې،غټي بريا وي به يې په لاس ور تلې.دداريوش اوسکندر په مقابل کي په ميړانه جنګيدل او دهغه تصديق هم په خپله هيروډټس ګړی دی. ددوی ژبه ساکي وه او دپښتو ژبي سره يې دنورو ارياي ژبو په څير اړيکي په خورا نژدې ډول سره سته خو خپله پښتو نه وه.خو دپښتو يوه برخه او يا څانګه يې ګڼلای سو، دا ځکه چي تر نورو ژبو دپښتو ژبي اوازونه ډير په کښي څرګند دي.په عمومي نظر که موږ دهغه وخت يو لړ په لاس را غلي اسناد په مقايسوي ډول سره مطالعه کړو نو به داراته جوته سي چي دارياي ژبوترمنځ سنټکس او فيلالوژيکي اړيکي سته ، خونوموړي اړيکي بيا په نورو همسايه قومونو او ژبو کي نه ليدل کيږي.دبيلګې په توګه که موږ سا مي ژبي او مغولي ژبي چي په جغرافياي لحاظ موږ ته ډيري نژدې واقع سوي دي ، دهندواروپاي ژبو سره پرتله کړو دسامي، مغولي ژبو اړيکي ډيري ليري دي داوستاي ، سنسکريت ، پښتو، پاړسي ، اوداسي نورو لرغونواريايي ژبو سره، چي ددې څخه موږ دا نتيجې ته هم رسيدای سو، چي پښتانه په قوم اريا ئيان او په دې کي هيڅ شک هم نه سته چي پښتو ژبه يوه لرغونې اريا يي ژبه ده ، چي تر ميلاد ډيرپخوا، چي تاريخ يې په واضيح ډول څرګند نه دی ويل کيده ، خو دليکلو اسنادو له مخي ، چي په مختليفومسکوکاتواو ډبرليکونو موږ ته څرک تر لاسه سوی دی ، هغه تر دوه نيمزره کاله (٢٥٠٠ق م ) پخوا يې اسناد ثوقه دي.خو ځيني پو هان بيا لا دا هم وايي: چي شل زره کاله مخکي دلته انساني ژوند پروت وو، چي په دې باب ارنولډ ټاينبي تاريخ پوه اوفيلسوف ووهغه يوه څيړنه کړې ده چي ٢٠٠٠٠کاله مخکي دلته دبرنز و څخه کار اخيستل کيده اود ژړو فلزاتو څخه سا مانونه جوړ سوي دي.
ښاغلی قدرت الله حداد په خپل يوکتاب کي (دملي تاريخ فلسفه اوپښتنولي) کي داسي ليکي:موږ په افغانستان کي دوه ډوله مدنيتونه لرو:
الف :هغه مدنيتو نه چي همدلته ددې ځای دخوا څخه منځته را غلي دي .
بې: هغه مدنيتونه چي له نورو خواو څخه موږ ته را غلي دي .
تر ميلاد يو نيم زره کاله پخوا ويدي مدنيت ، چي په ريګ ويدا کتاب کي دپکت (پښتون) اونورو قبيلو ذکر را غلی دی، دافغانستان دځينو رودونو نومونه هم را غلي دي ، چي نوموړی مدنيت په ډاګه سره دمالدارۍ په نوم يا دولای سو.
دوهم : دوهم مدنيت په افغانستان کي دکرهڼي مدنيت دی ، چي په اويستاکې ذکر سته اود اويستايي مدنيت دکرهڼي مدنيت دی ، چي مرکزيې بخد يا بلخ يا دولای سو.اوستا يي مدنيت چي دبا ختر دايايانوترټولوغټ مدنيت دی اوپه سيمه کي دتاريخي ليکنو دپاره دپام وړارزښت لري، موږيې په دې ديوې موضوع په حيث نيسو او بحث پر کوو ، چي اوستاي ژبه دپښتو سره ډيري نژدې اړيکي لري اوپرلرغونوژبو،اوسنيو ژبو با ندې اغيزي جوتي دي، نو ځکه ديوه لنډ بحث په کولو سره موږ بيا هم داميندلای سو، چي پښتو ژبه به يا داوستا سره همزمانه وي، يا خو به دهمدغي ژبي يو متکامل حالت وي. دهمدغه ژبي څخه به را وتلې يوه داسي ژبه وي چي پښتنو په تاريخي لحاظ وده ورسره کړيده.او هغه سيکولوجي چي په ژبه کي پرته ده هغه په دې قوم کي پرته ده.
دوهمه برخه اوستا 
په دې ژبه دميلادڅخه پنځه زره کاله پخوا خبري کيدې. او دميلا ترلومړنيو کلونو پري يوه مروجه اوداستعمال وړ ژبه وه. په نوموړې ژبه کي دپښتو ډير برا خ بسټونه نغښتي دي.اودپښتوهغه ږغونه چي په نورو ژبو کي نه سته هغه موږ په استا يي ژبه کي موندلای سو. په اوستا با ندي دوخت نامتو روحاني مشرزرتښت د (ژند) په نوم ډير لوړدخيرښيګڼي کتاب په بلخ کي وکيښ،او په اوستا با ندي دوه ميلونه شعرونه ليکل سوي دي، نوموړی کتاب ددولسو سوو (١٢٠٠ ) غوايانو پر پوستکي يا څرمن با ندي ليکل سوی دی. نوموړی کتاب دافعانستان په ټوله تاريخ کي ترټولولرغونی ، نامتو اودارزښت وړ کتاب دی . چي دبده مرغه دنوموړي کتاب ډيره برخه اوس زموږ په لاس کي نه سته ، څه وخت چي يوناني لښکرو يرغل وکړاو سکندرمقدوني پرافغانستان باندي واک تر لاسه کړ؛نودنورو فرهنګي تباهۍ په څنګ کې داوستاد کتاب ډيره برخه هم وسوځل.که نوموړی کتاب په پوره امانت ساتل سوی وای،نوافغانانو ته به اوس ډير مسائل روښانه او څرګندوای.سکندر مقدوني افغانستان ته ٣٣٠ق م کي را غلی دی.داچي ولي سکندر دغه تاريخي ګناه او جرم کړی دی،ممکن دهغه پر بيعقلي او خودخواهي دلالت وکړي.اوستا ژبه پرافغانانو باندي ګرانه او احترام ورته لري او تر نن ورځي پوري افغانانو نوموړې ژبه دخپلي تاريخي او مقدسي ژبي په حيث پيژني او حتا پر خپلو اولادونو با ندي هم اوستا نوم ايږدي. اودهغه وخت نور دفهم وړ افتخارات يادوي اوتر اوسه دخلکو مينه هم ورسره ده،زموږ دتاريخ يوه غټه برخه اوستاي مدنيت جوړوي.زما دخپلي څيړني له مخي اوستاي ژبه وپښتو ته تر نورو ژبو ډيره نژدې ژبه ده . نور بيا ... (نوموړې رساله دوام لري). 
راتلونکي برخي :
داوستا يي ژبي اړيکي دپښتوسره
داريائيانو راتګ ومځنۍ آسيا او افغانستان ته 
دافغانانو يا پښتنو ټاټوبي او مدنيتونه تر ميلاد نه وړاندي او وروسته تر ميلاد په سيمه کې .
دسيند او بين االنهرين سره دافغانانويا پښتنو اړيکي .

هغه تيروتلي نظرونه چي پښتانه په سامي قوم پوري تړي . 

پښتنو ویښ شۍ _ یو کیږو که نه ورکیږو

پښتون-افغان:تاريخی سابقه اوريښه


په لرغونو شرقی آثارو کې (پښتون) معمولاً (دافغان) په نامه ياد شوی دی، خو يو شمېر غربی پوهان په دې عقېده دي چې دپښتون دکلمې سابقه تر افغان نه اوږده ده. او څه باندی څلور سوه کاله پخواله ميلاده ديونان ستر مؤرخ هېر دوتس (
۴۸۶-۴۲۶ق م) په خپل تاريخ کې پښتانه دپختويس يا پکتويس په بڼه ذکر کړي دي. دغه راز دوی وايی چې دپښتنو دملک يا پښتونخوا نوم هم همدومره زوړ دی او هېر دوتس په خپل همدې اثر کې دپکتيکا يا پکتويک په شکل ياد کړی دی. ددې پوهانو استناد، اکثره دهيردوتس دتاريخ پدالاندې عباراتو شوی دی: 

( داريوش دوه تنه ددې خبرې دمعلومولو دپاره وګومارل چې اباسيند چېرته په سمندر ور ګډېږی.دغو دوو تنو خپل کار دکسپتيروس له ښاره او دپکتيکاله هېواده شروع کړ) (
۱) 

(نور هنديان هم شته چې دکسپتيروس له ښار او دپکتيکا له هېواد سره ګډ سرحد لري، [او] دنورو هنديانو شمال ته ميشته دي.) (
۲) 

پختويس پوستينونه اغوستي وو او وطني لېندۍ او تورې يې ګرځولې (
۳) هنري بيلو، هنری لوونتال، اولاف کرو، او دلنګوسټک سروې آف انډيا مولف جورج ګريرسن دهېردوتس په پورته عباراتو کې د (پکتيکا) او (پختويس) الفاظ په ترتيب دنننۍ پښتونخوا او پښتون دکلمو معادل ګڼي (۴). 

جورج ګريرسن دپښتون کلمه دآريايانو دزاړه کتاب، ريګوېدا، دپکتاس. له کلمې سره هم مقايسه کوي او ليکی چې دا دوه کلمې په ډېر غالب ګومان سره يوشی دي. (
۵) 

همدا پوهان دهيردوتس(اباروتی) له پښتنو (اپرېدو) سره يو شی ګڼي (
۶) او معروف نارويژن ژبيو مارګنسټرن،هم وايي چې په صوتي لحاظ دا ممکنه ده چې(اپاروتي) او (اپريدی) سره يو شی وي (۷). 

کرو لکه يو شمېر نورو پوهانو غوندې کسپتوروس ياکسپتيروس، چې دهېردوتس په پورته عباراتو کې دپکتيکا له هېواد سره يو ځای ديو ښار په توګه ياد شوی دی، له ښايسته اوږده بحث نه وروسته پېښور بولي او دا ددې خبرې يو بل دليل ګڼی چې دهېردوتس پکتويک يا پکتيکا هرو مرو پښتونخوا ده. (
۸). 

ځينې پوهان، لکه مارګنسټرن بيا دا نظريه ردوي چې دهيردوتس (پکتويس) ننۍ پښتون دی. دی ليکی: (لېسن او له هغه نه را وروسته نورو [پوهانو] پښتون دهيردوتس پکتويس بللی دی او دا فريدو نوم يې د [هير دوتس] له اپاروتي سره معادل ګڼلی دی.....دا وروستۍ خبره کيدی شي چې رښتيا وي، خوپه هيڅ صورت يقيني نه ده. مګر لومړۍ خبره بايد په فونالوجيکی او نورو دلايلو رد شي. (
۹) 

( موږ دمارګنسټرن ددې خبرې او ځينو نورو کمزورو تذکراتو په باره کې دهمدې فصل په پای کې يوه يادونه کې په يو څه تفصيل غږيدلی يو او دپښتنو دتاريخي مطالعې دځينو ټکو دپوره وضاحت په خاطر په دې ارزې چې لوستونکی يې يو وار له نظره تېر کړي). 

کوم مطالب چې تردې ځايه په ډېر لنډډول يادشول، له هغو نه دا څرګنده شوه چې يو شمېر څېړونکی او معروف پوهان هېردوتس دپکتويک او پکتويس الفاظ له پښتونخوا او پښتون سره يو شی بولي او وايی چې دا دوه نومونه تخمين دوه زره کاله پخوا په لرغونو يوناني آثارو کې يادشوي دي. 

اما د (افغان) دلفظ په باره کې ديو شمېر محققينو عقيده داده چې دا کلمه تر ټولو دمخه دايران دنقش رستم په هغې کتيبې کې راغلې ده چې په درې يمه ميلادي پېړۍ کې دساسانيانو ديوه واکدار، لومړي شاه پور،په هدايت په پارتی او يونانی ژبو ليکل شوې ده. 

(شپرنګ لن) په خپل هغه مفصل مضمون کې چې عنوان يې لومړنی ستر شاهپور دزردشت پر کعبه باندې دی، ددغې کتيبې دتشريحاتو په صمن کې يو ځای ليکي چې دی ددې کتيبې د (ابګان) يا (اوګان) کلمې ته دمعاصر (افغان) له نامه نه بهتر معادل لفظ نه شی پيدا کولی. (
۱۰) 

اولاف کرو وايی ددې دوو کلمو دارتباط ملاتړ دا حقيقت هم کوي چې دشاهنشاه شاهپور ډېر ملازمان هرو مرو هغه خلک وو چې دايران ختيځ ته پرتو سيمونه يې استخدام کړی وو. کرو همدغه راز وايی چې دساسانيانو يو امپراتور، درې يم شاهپور، هم د( اپاکان) په نامه چې (ابګان) ته بېخی ورته کلمه ده، يادشوی ؤ. کرو په پای کې وايی په (افغان) باندې د(ابګان) او (اپاګان) بدلېدل يو عادي امر دی او دا ټکی سړی دې ته رابولی چې ددرنو افغانانو اسلاف په همدا ساسانيانو او دهغوی په مسرانو کې ولټوي. (
۱۱) 

مګر ځينې نور محققين لکه ورتن ګريګورين بيا دنقش رستم د ( ابګان) او (افغان) دکلمو ارتباط او يووالی ته دشک په نظر ګوري او وايی چې سړی بايد ددغو کلمو په لفظی ورته والی باندې ونه غوليږي. ځکه دی وايی دپنځمې ميلادی پېړۍ په پرله پسې ډول همې ته ورته نومونو باندې ياد شوي دي. (
۱۲) 

اما بايد وويل شي چې که دنقش رستم کتيبه ګې د (ابګان) کلمه ارمنيانو ته راجع وي نو بايد چې د (الوان) يا (اغوا) په شکل ثبت شوي وي نه دا چې د (ابګان) يا (اوګان) په شکل. ځکه کوم غربی مؤلفين لکه کروسنسکی، بيلو او نور چې دافغانانو او ارمنيانو په قومی ارتباط ډېر پخوا غږيدلي دي هغوی داسې ښيی چې په لومړي سرکې ارمنيان د (البان) په نامه يادېدل. خو وروسته دا کلمه په (اغبان) يا (اغوان) بدله شوه. 

کروسنسکی پدې ارتباط ليکی: (اغوانان اصلاً دشېروان [اويا هغه] ولايت وو چې په قديم کې دسترې البانيا په نامه يادېده......[داغوانانو] نوم خپله ددې ښکارندوی دی چې دوی اصلاً دالبانيا دي. ځکه په البانی ژبه کې زموږ دلام توری د(غ) په توري بدلېږي. او زموږ (ب) د (و) په کانسوننټ بدلېږي او پدې ډول د البان له کلمې نه اغوان جوړ شوی دی.) (
۱۳) 

بيلو هم داخبره کوي او وايی د (اغوان) نوم اصلاً لرغونو روميانو په ارمنيانو ايښی دی. دی وايی څرنګه چې ارمنيان دقفقاز په غزنۍ سيمه کې اوسېدل او په لاتينی کې ( غره) ته (البه) ويل کېږی نو روميانو دارمنيانو وطن د( البانيا) يعنی غرنی ملک په نامه ياد کړ او خپله ارمنيان يې (البان) يا (الوان) يعنی دغرني ملک اوسېدونکی وبلل. بيلو وايی چې همدغه (البان) بيا په (اغوان) بدل شو. (
۱۴) 

نو که دنقش رستم دابګان کلمه دآذربايجان لرغونو اوسېدونکو ته راجع وي بايد چې داالبان، اغبان يا هغوان په بڼه ليکل شوې وي نه داچې داګان يا اوګان په بڼه. 

ځينې وتلی پوهان دجورج مارګنټرن په شمول، بيا پدې عقيده دي چې د (افغان) نوم دلومړی ځل دپاره يوه لرغوني هندي منجم (وراهه ميهيرا) د (اوګانه) په شکل ذکر کړی دی. (
۱۵) 

دا منجم په خپل هغه اثر کې چې دشپږمې ميلادي پېړۍ په اوايلو کې يې تأليف کړی او (بړات-سنهيتا) نومېږي، يوځای ليکی: 

(دا لاندې دلکۍ لرونکي ستوري په قلمرو کې شامل دی: غرني سنګرونه، پهلويان، څويتان،هونان،کولان،افغانان.....او غير عادل او جاه طلبه خلک.) (
۱۶)

(دلته دا خبره ديادونې وړده چې (اچ. کرن) چې (بړات-سنهيتا) يې ان په کال 
۱۸۶۹ کې په انګريزی ترجمه کړې ده، د(اوګانه) لفظ د (افغان) په شکل ليکی دی او دادې معنا لري چې کرن بېخی متيقن ؤ چې دوراهه ميهيرا داوګانه لفظ او دافغان نوم بېخې سره يو شی دي.) 

جورج ګريرسن هم وايی چې دوراهه ميهيرا داوګانه لفظ په زياتره اطمينان دافغان له کلمې سره يو شی ګڼل شوی دي. (
۱۷) ځينې غربی محققين وايی چې یوه چينی زائر هم دخپل هغه سفر په خاطراتو کې د(افغان) يادونه کړې چې داومي ميلادی پېړۍ په اوله نيمايی کې يې کړی دی. 

اګزانډر کننګهم دهند لرغونې جغرافيه کې (داوپوکین يا افغان) تر عنوان لاندې ليکی: (چينی زائر هون څانګ او-پو-کين يوازې يو ځل په يوه لنډ عبارت کې ذکر کړی او دهغه موقعيت يې دفلنه [بنو] او غزنی تر منځ دبنو شمال غرب او د غزنی جنوب غرب ته ښودلی دی.) (
۱۸) 

کننګهم لږ وروسته بيا ليکی: (زه تقريباً متيقن يم چې دهون څانګ داپوکين مطلب هرو مرو افغان دی. داو-پو-کین کټ مټ معادل به اوګان وي. ځکه دچينی ژبې په سېلابونو کې دافغان لفظ تردې نه په زياتر صراحت نه شی ادا کېدلی.....اوکه خبره داسې وی نو داتر کومه حده چې ماته معلومه ده، دافغانانو تر ټولو نه قديم ذکر دی.) (
۱۹) 

د کننګهم له يادونو نه وچته ښکاری چې ده ته دانه ده معلومه چې په (بړات-سنهیتا) کې هم داوګانه کلمه راغلې ده. اما کوم معادل لفظ چې دچينی ژبې د (اپوکين) دپاره ښيی هغه د (بړات-سنهيتا) له اوګانه سره تقريباً بيخي مطابقت لري. 

د کننګهم له خبرونه داهم ښکارې چې هون څانګ داو-پو-کين يا افغانه کلمه دهغې په لغوی مفهوم دافغانانو د ملک په معنا استعمال کړې ده او بايد وويل شی چې داکار ډېر راوروسته هم وی دی. 

ازرقی هروی دپنځمې هجری پېړۍ داولې نيمايی شاعر او دسلجوقيانو دکورنۍ مداح په هغې قصيده کې چې دآلپ ارسلان محمد سلجوقی دزوری، طغانشاه (مرګ: 
۳۶۵ هجری) په ستاينه کې يې ليکلې ده وايی: 

زهری ګرسوی افغان شوی ای بادشمال 

باز ګويی زهری پېش ملک صورت حال (
۲۰) 

دا چې د(افغان) لفظ په لرغونو غير اسلامی آثارو کې څه وخت او په شکل راغلی دی، پدې باره کې قاطع او يقينی حکم ، يو څه احتياط غواړي. خو په اسلامی آثارو کې دانوم ان له قديم نه په بېخی صريح او متواتر ډول همدا دافغان په بڼه ثبت وی دی. 

څرنګه چې ددې ليکنې په څلورم فصل کې راغلي دي، دافغان نوم لږ تر لږه زر کاله پخوا په همدا نننی شکل په حدودالعالم کې ذکر وی او وروسته له هغه نه اسلامی مؤلفينو په پرله پسې ډول ياد کړی دی. اما دپښتون لفظ په اسلامی آثارو کې ډېر وروسته ثبت شوی دی. 

ترکومه حده چې ماته معلومه ده داسلامی دورې پخوانی معلم اثر چې دپښتون کلمه بيا بيا پکې راغلې ده، هغه دا خوند دروېزه مخزن الاسلام دی چې د 
۱۶۰۳ او ۱۶۱۲ ميلادي کلونو تر منځ ليکل شوی دی. اخوند دروېزه يو ځای کله چې دروښان پېر دزوی، جلاالدين په باره کې غږېږي ليکي: 

( دغه لاپه يې په خوله کړه چې پادشاه دپښتنو يم ، پښتنو لره به ښه کړم ، پښتانه راپسې ځئ........پښتنو ټولی پرې وکړ...پښتون درست پده زبون شه....مغا ګډ په پښتانه شو. دجلال له بده پېله ګل پښتون مغل په دار کړ.) (
۲۱) 

مخزن په پښتو ليکل شوی دی او يقين ته نژدې ګومان دادی چې که دپښتنو په باره کې له مخزن نه وړاندې ليکل شوي آثارو په پښتو وي، نو دپښتون کلمه به په هغو کې هم راغلې وي. ځکه خپله پښتانه ځانونه پښتانه بولی. خو خبره داده چې کوم اسلامی آثار چې په نورو ژبو ليکل شوي دي، په هغو کې پښتانه له ډېر قديم نه (افغانان) بلل شوي دي او په پخوانو اسلامی آثارو کې يې ملک هم، لکه څنګه چې ددې ليکنې په اتم فصل کې په تفصيل خبرې پرې شوي دي، د (کشور افغانی) ، (مرزافغان) (حدافغان) او (افغانستان) په نامه ياد شوی دی. 

البته تاريخی شواهد داسې ښيی چې د (افغانستان) غيرپښتانه اوسېدونکی هم له ډېر پخوانه دغه ګډ کور ته منسوب اود (افغانانو) په نامه ياد شوي دي. 

ځينو مؤرخينو لکه محمود کتبی ، برهانالدين ميرخواند، عبدالزاق سمر قندی او نورو، لکه څنګه چې ددې ليکنې په اول فصل کې خبرې پرې شوې دي دڅورلسمې او پنځلسمې ميلادی پېړۍ د(افغانستان) ترکان او مغل هم بيا بيا افغانی مغل او افغانی ترکان بللی او هزارګان يې هم په مکرر ډول د (افغانی هزاره) په نامه ياد کړي دي. 

دسيفی هروی دهرات دتاريخنامې (تاليف 
۷۱۸-۷۲۱ هجری) له ځينو عباراتو اوبيانابو نه داسې ښکاري چې دڅورلسمې ميلادي پېړۍ په اوله نيمايی کې هم دهغه وخت د (افغانستان) غير پښتانه اوسېدونکی (افغانان) بلل شوي دي. مثلاً کله چې سيفی دخپل وخت د (افغانستان) دپېښو په باره کې غږېږی ددغه ملک کردان په صراحت دافغانانو جزبولی. دی يو ځای دهغه وخت د (افغانستان) دواکدار ، ملک (شاهنشاه) ، له خولې ليکی: 

(.......افغانان سخت بې پروا،غله،خونی،فتنه انګيز او مېړني خلک دي، په تېره بيا داکدان چې زما په خدمت کې دي او هر يويې له رستم دستان او سام نريمان سره ډغرې وهي اورا پرزوی يې.......) (
۲۲) 

په عمومی ډول پښتنو تل ځانونه پشتانه بللی دي او دافغانستان نورو اوسېدونکو او بهرنيو خلکو اکثره دافغانانو په نامه ياد کړي دي. يوازې په پخوانی هندکې پښتانه دپټانانو په نامه هم ياد شوي او ځينو نورو خاجیانو هم کله کله دهندوستانيانو په تقليد پښتانه پټانان بللی دي. 

خپله دپښتنو په اکثره فارسی ليکنو او حتی ډزرو پښتو اشعارو کې هم پښتون افغان بلل شوی دی او يو شمېر ليکوالانو او شاعرانو لکه آخوند درويزه او خوحال خان خټک بيا پښتون او افغان دمترادفو الفاظو په توګه استعمال کړي دي. 

دنولسمې پېړۍ له؟؟يلونه رادې خواته اکثره غربی ليکوالو او مستشرقينو د(افغان) کلمه په خاصه او قومی معنا د (پښتون) مترادفه بللې ده خو په علمه او سياسی معنا يې په مکرر او متواتر ډول دافغانستان داتباعو په مفهوم کړې ده او پدې ډول يې دافغانستان ټول اوسېدونکی، لکه څنګه چې ښايی ، افغانان بللي دي. 

دافغانستان په سياسی او فرهنګی حلقو کې هم له ډېر وخت نه رادې خواته دافغان لفظ دافغانستان داوسېدونکی او تبعه په مفهوم استعمال وی دی او پدې وروستيو وختو کې يې دا مفهوم بېخی دعام ذهنيت جزګرځېدلی دی. 

يوه ضروری يادونه : 

مارګنسټرن داسلامی دايرةالمعارف په همدې مضمون کې ځينې ښکاره سهوې هم کړي او ددې خبرې عمده دليل هم دوه شيه ښکاري.يو داچې دده دمضمون داصلی نسخې دليکنې په وخت کې هغه پخواني اسلامي تحريري اسناد چې دپښتنو په تاريخې موجوديت او اجتماعی حالت نسبی رڼا اچولی شی دومره نه وو راسپړل شوي. بل داچې خپله دمارګنسټرن تبحر هم په ژبنيو مطالعاتو کې و او دسيمې دتاريخی مطالعاتو او زړو متونو په ساحه کې يې ډېر کارنه وکړی.ځکه نو داڅه عجبه نه ده چې هغه په همدې ځای کې يوه ښکاره اشتباه هم کوی او ليکی چې غزنوي سلطان محمود (په يوه بله موقع کې په پښتنو ؟؟؟وکړ او سزايې ورکړه او دا خبره بيهقی پهه ډاګه کړې ده) (اسلامی دايرةالمعارف، ټوک 
۱،مخ ۲۱۷) خو حقيقت دادي چې بيهقي په پښتنو باندې دسلطان محمود دحملو په باره کې يوه کلمه هم نه ده ويلې. البته دغزنويانو دعصر يو بل معروف مورخ عبتي، لکه څنګه چې ددې ليکنې په څلورم فصل کې په يوڅه تفصيل خبرې پرې وی دي. په پښتنو دمحمود ديرغل يادونه کړی ده. 

مارګنسترن په همدې ليکنه کې داهم وايی چې دابدالو اصل او نسب مجهول دی، خو دغلځو په باره کې دا امکان شته چې دنامه دتسميې وجهه يې يوعاميانه روايت وي. (اسلامی دايرةالمعارف، ، ټوک
۱، مخ ۲۱۷ ) که څوک دابدالو داصل او نسب په باره کې پداسې افسانه پسې ګرځی، لکه دغلجو دنامه په باره کې چې جوړه شوې ده، نور خبروته هېڅ ځای نه پاتې کېږی. ځکه چې په علمی مطالعاتو کې دغه راز يو بې بنياده روايت نه ديوې تاريخی حادثې د، رد دليل کېدلی شی اونه يې دائيد او نه په بحث ارزی. خو څرنګه چې مارګنسټرن يو لوی عالم ؤ او الاف کرو هم ددرانو په باره کې همدا خبره کوي، نو بايد هرومرو څه پرې وويل شي. 

اولاف کرو هم وايي چې (ددرانو اصل او نسب مجهول دی اوسترشاه عباس تر وخته پورې [دتاريخ] له تيارونه ، نه وو راوتی ) (دي پټانز، مخ-.
۹). 

دلته ، لکه نورو غوندې دکرو استناد هم پدې خبره چې بابر په بابر نامه کې داکثره هغو سيمو دپښتنو قبايلو او قومونو نومونه اخيستی چې يرغلونه يې پرې کړي خو دابدالو نوم يې سره له دې چې کندهار يې نيولی دی، نه دی اخيستی. ( دي پټانز، مخ 
۱۵۵-۱۵۶) 

بايد وويل شی چې په کندهار باندې دبابر دحملې او دکندهار دښار دنيولو په وخت کې دکندهار واکداران دوه تنه مغولی وروڼه شاه شجاع ارون، چې بابر يې شاه بېګ بولي او دهغه کشر ورور محمد مقيم دی. ځکه نو دبابر زياتره يادونې دهمدې وروڼو او دهغوی دمغلو حواريونو او نوکرانو او افسرانو په باره کې دي او دکندهار له پښتنو سره يې نه کوم ټکر کړی اونه په کوم بل لحاظ ددغې سيمې له پښتنو سره محشور شوی دی. ځکه نو بابر په کندهار کې نه يوازې ددرانو يادونه نه کوی ، بلکه بېخی دپښتون نوم نه اخلی. که بابر ددرانو پښتنو يادونه نه کوي داڅه عجيبه خبره نه ده. 

بابر د نورو پښتنی اقوامو او مشرانو نومونه، معمولاً، هغه وخت اخيستی چې ياد خپلو عملياتو او چور او چپاو په وخت کې ورسره مخامخ او يادکوم بل ضرورت پر بنا ورسره محشور شوی دی. 

علاوه پردې که په بابر نامه کې دابدالو نوم نه دی راغلی نو په آئين کبري کې خو چې له بابر نامې نه يو څو لسيزې وروسته ليکل وی او دهند دمغولو دعصر يو تر ټولو نه پخوانی اوډېر مستند اثر دی، په واضح ډول ذکر شوی دی.

کله چې ابوالفضل دکندهار په شرقی مضافاتو غږيږې دوه واری (ابدالي قبيله ) يادوي او هغه ماليه ښيی چې ان دصفويانو ددولت په اول سرکې اويا خپله دمؤلف په قول دقزلباشانو په وخت کې پرې وضع وې وه. (ابوالفضل ، آئين اکبری،ټوک
۲،مخ ۴۰۳) 

علاوه پردې کله که په پښتنی قبايلو باندې دنسب دشجرې په اساس بحث کېږي، هلته نو بيا دا خبره چې ددرانو اصل او نسب مبهم دی، په يوه بل دليل هم بې ځايه ښکاري. دنسب دشجرې په اساس ابداليان دترينو يوه پښه ده او ترين هغه پښتني قبيله ده چې له بابر نه ډېر وړاندې په تحريري اسنادو کې ياده شوې ده. له دغو اسنادو نه يوه هغه کتيبه ده چې نقل يې ماته لوی محقق عبدالحی حبيبی راکړی دی. دا کتيبه په څورلسمه ميلادي پېړۍ کې دهغه يوه ماجت په دېوال ليکل شوې ده چې دغازی خان دډېرې په (بارکهان) کې واقع دی. کتيبه په فارسی ليکل شوې او پښتو ترجمه يې داده: 

( دادملک پوياتور ترين موسيانی خيل مسجد دفيروز شاه په عهد کې په سنه 
۷۷ هجری کې ودان شو) 

ددې ټولو خبرو په رڼا کې سړی ويلی شی چې ددرانو تاريخی هويت دومره په تياره کې نه دی پټ، لکه ماګنسټرن او کرو چې وايی.

مارګنسټرن په اسلامی دايرةالمعارف کې يوه بله مغشوشه خبره هم کوي او وايی دانه ده معلومه چې په پخوا زمانه کې افغانان دسليمان له ره نه دغرب خواته څومره وړاندې خپاره وو، خودی وايی په پخوانو آثارو کې هيڅ داسې څه نه دی ويل شوی چې له غزنی نه دغرب پلوته دې دپښتنو سکونت وښيي. (اسلامی دايرةالمعارف، ټوک
۱، مخ ۴۱۲) دمارګنسټرن دا خبره هم له هغه څه سره اړخ نه لګوي چې په تاريخی اسنادو کې راغلي دي. په څلورم فصل کې به وښودل شی چې ډېرو اسلامی آثارو په هغې ساحې کې چې له هرات نه داباسيند تر غاړو پورې متداد لري، له قديم نه ، پښتانه ميشته بللی او ددغې سيمې مختلفې برخې يې په يوه يا بل نامه دپښتنو دنفوس داکثريت او دسکونت دقدامت له امله همدوی ته منسوبې کړې دي. همدې آثارو ، لکه څنګه چې په اتم فصل کې مفصل بحث پرې شوی دی، دڅورلسمې پېړۍ په اوله نيمايی کې يوه لويه سيمه د (افغانستان) په نامه ياده کړې ده. 

د پښتنو په اړه نوې څرګندونې

د پښتنو په اړه ګڼ شمېر څېړونكو او لرغونپوهانو (په تېره په وروستيو درې پېړيو كې) اوږدې څرګندونې او څېړنې تر سره كړي دي. يو شمېر كورنيو دښمنانو او بهرنيو يرغلګرو كه له يوې خوا يې پښتانه د وسله وال تيري له كبله وژلي او بې كوره كړي دي خو له بلې خوا يې د غچ او كسات اخستلو له بابته دغه ستر او مېړني اولس ته فرهنګي زيانونه هم رسولي دي . ددې ولس لويه فرهنګي شتمنۍ يې يا لوټ كړې او يا خو يې له مينځه وړې ده . له دې سربېره بهرنيو (په سر كې انګليس او ايران د بېلګې په توګه يادوو) خپلو ليكوالو ته دنده سپارلې وه چې ددغه ټبر او توكم په هكله شكونه او غولونكي اندونه د خپلو څرګندونو له مخې ډاګيزه كړي. نو ځكه خو دښمنانو په دښمنۍ او دوستانو په ناپوهۍ داسې بې بنسټه خبرې چې ګنې پښتانه څوك دي او له كومه ځايه راغلي دي؟ چاغې كړي دي . له نيكه مرغه چې وروستيو څېړونكو دا خبره سپينه كړه چې پښتانه په خټه اريايان دي خو دا خبره يې هم ډاګيزه كړې چې يو شمېر د سيمې ليكوال او د لويديځو هېوادو څېړونكي رښتيا چې د انګرېزانو لاسپوځي وو او دغو (ګورګانيانو، صفويانو او قاجاريانو) لاسپوڅو د خپل ناسپېڅلي چوپړ له بابته د دغو سياسي او فرهنګي دښمنانو د خوښۍ لپاره داسې په ناسمو څرګندونو لاس پورې كړى چې سارى يې په تاريخ كې لږ تر سترګو كيږي. هخامنشيانو، ساسانيانو، تركانو، چينيانو، عربانو، چنګېزيانو، د هند ګورګانيانو او د ايران صفويانو او قاجارانو او نورو له افغانانو سره له سياسي دښمنۍ سربېره د فرهنګي دښمنۍ له كبله هم له دښمنۍ ډك چلند كړى دى. ولې يوه خبره بايد هېره نه كړو چې يو شمېړ څېړونكو او لرغونپوهانو د خپلې سپېڅلې دندې په رڼا كې زيار ايستلى چې د پښتنو او افغانانو د څرنګوالي او څومره والي په اړه بې پرې داسې څه وكاږي چې اوسني او راتلونكي نسلونه له تاريكي نه وژغوري او يوه سمه لاره ورته ور په ګوته كړي .ليكوالو او څېړونكو پخپلو علمي هاندو هڅو كې دا خبره سپينه كړې چې پښتانه اريايان دي او پښتو د هندو اروپايي ژبو څخه هغه ژبه ده چې په هندو اريايي څانګه كې راځي، بيا د دغې څانګې اريايي ډلګۍ كې شامليږي او د اريايي ډلګۍ په شمال ختيځ ښاخ پورې اړه لري … اوس چې لرغونپوهانو او ژبپوهانو بې بنسټو او غولوونكو اندونو او شكونو ته د پاى ټكى ايښى دى، اوسني او راتلونكي كول ته اړينه نه بريښي چې تېرې زړې ببولالې بيابيا پخپلو ليكنو كې را غبرګې كړي. وړانديز دا دى چې د ساينس او پرمختلې تكنالوژي په رڼا كې ددې اولس پيدايښت او پايښت د تاريخ او ژبپوهنې له مخې په نوي علمي ميتود نوې څېړنې پيل كړي . دا چې د كيس عبدالرشيد افسانوي شته والى په روايتونو كې لږې يا ډېرې ريښې ځغلولي دي دا د اوږده مهال خبره نه ده خو په دې ډول افسانوي خبرو غور غوره بريښي لكه ستر كهزاد چې په ورته څېړنو تياره ګوټونه رڼا كړي دي. په تېره د غرغښت يا ګرشاسب په څېړنه كې چې له يوې خوا يې دخپلو علمي څېړنو نچوړ وړاندې كړى او له بلې خوايې د ستر شاعر "حكيم اسدي طوسي" شعرونه تفسير كړي او څېړلي دي . نوموړي په دغه كتاب كې د بيټني (بيټ=اتريت)، سړبن (سروند) او په تېره د غرغښت (ګرشاسب = غرشاسب…) په اړه اوږدې خبرې كړي دي او داسې يې په ګوته كړې چې دغه پښتون مېړه د (2400-3000 ) كاله د مخه ژوند كړى دى . "كه چېرې د اوستا له مخې ددغه ستر اّتل د ژوند نېټه وسپړو … نو د غرغښت –ګرشاسب ژوند د 2400 او يا 3000 كالو په شاوخوا كې اټكلېدلى شي … زه ددې اند پلوى يم او تايْدوم يې ." (وګورۍ غرغښت يا ګرشاسب كهزاد لومړى مخ). فرانسوي لرغونپوه "دارمسټټر "ګهرشاسب" د كابل د يوه اّتل په نوم پېژني . دارنګه تاريخپوه كهزاد بيټ نيكه يا بيټن له دې سربېره د "اترت" په نوم هم ياد كړى دى او ډاګيزه كړې يې ده چې دا د اوستا په كتاب كې راغلي نومونه دي كه چېرې "اترت" د "اترط" په بڼه هم وكاږل شي كوم باك نه لري .نوموړي د اترت (بېټني ) په اړه ليكلي دي: "اترت د نورو شهزادګانو په پرتله ډېره واكمنۍ چلولې ده …" (غرغښت، ګرشاسب كهزاد 8 مخ) همدا راز د هېواد نامتو تاريخپوه غبار په دې اړوند كښلي دي: "… ډېر نامتو اتلان زموږ د هېواد په سيستان كې را پورته شوي چې دغه اتلان د جمشيد له پښته دي… جمشيد چې د زابلي كورنګ شاه له لور سره واده وكړ له هغې څخه د "تور" په نوم زوى وزېږېد . له هغه څخه "شيد سپ" له نوموړي څخه (تورګ) او له طورګ څخه "شم" له هغه څخه "اثرت" او له نوموړي څخه "ګرشاسب" (غرشاسپ) او له ګرشاسپ څخه "نريمان" له هغه نه "سام" له سام نه "زال" او له زال نه "رستم" وزېږېد ." (تاريخي جغرافيه 277مخ) د سيستان په تاريخ او "احياى الملوك" كې هم ددې خبرې پخلى شوى چې د" اثرت" زوى "ګرشاسپ" د خپل سفر په ترڅ كې د انار او خرما ونه وليده چې له بابته يې دسيستان بنسټ كېښود . داسې هم ويل كيږي چې ساكان په (136-128 مخزيږدي كې ) دغې سيمې (زرنګ =سكستان=سيستان=سجستان) ته راغلل نو ځكه دغه سيمه په يادو شوو نومونو ونومول شوه. د هېرودت له انده كاږو: "… اروپايي ساكانو ځانونه "سكلت" 
Scoolotes بلل … داريوش هم ساكانو "سكه" بللي دي …"(پښتو او پښتانه …2مخ) . ولې هغه اريايي ساكان چې مخ په مينځنۍ اسيا را مات شوي دي دا د هغو ساكانو پاتې شوني دي چې د اومې مخزيږدي پېړۍ په ړومبيو كې د قفقاز له غرونو را واوښتل نو ځكه خو "د ساكانو ژبه سره توپير لري او لويديز ساكان له ختيزو ساكانو سره د ژباړن په وسيله خبرې اترې كوي " (كله چې ساكان د اوسني افغانستان ځنو سيمو كې ځاى په ځاى شول او بيا كله چې د واك او تاج څښتن شول نوموړي د هېواد شمال ختيزې او شمال لويديزې سيمې ونيولې او بيا يې هر لوري ته مخه كړه چې په پاى كې ان تر هندوستانه پورې پر مخ لاړ .په ښكاره خو افغانانو (پښتنو) د غزنوي محمود او نورو غزنوي شاهانو د لښكر يوه ستره برخه جوړوله . مګر په غور مېشتو هغو خپله ازادي ساتلې وه او ښايي داسې شاهان يې درلودلي چې اّره يې د لرغوني اّريانا يوه ضحاك نومي ټولواك ته رسيده . (الفسټن 9-158 مخ ) ډېرو لرغونپوهانو او څېړونكو ضحاك د سهاك مترادف ګنلى نو ځكه خو "همداسې اساطيري " ضحاك كيداى شي ديو تاريخي واقيعت "سهاك" زبات شي .(زيار 142مخ) لكه څنګه چې د ضحاك په اړه اساطيري انګېرنې ځاى ځاى د افغانستان په لرغوني تاريخ كې ګورو دا رنګه د غرغښت، بيټن ، سړبن (اترط ، ګرشاسب ، سرند) افراسياب، هوشنګ ( Hio Shengah )، يما (يم-جم-جمشيد) او د نورو په اړه هم اوږدې څرګندونې شوي دي گ كه چېرې ضحاك د" ساكو" معرب وي نو ساكانو خو د افغانستان په لرغوني تاريخ كې وړ ځاى تر لاسه كړى دى او د داسې يوې لويې واكمنۍ بنسټ يې كېښود چې پاتې شونو يې په لسګونو كلونو حكومت وكړ گ هغه مهال چې هخامنشيانو د شپږمې مخزيږدي پېړۍ په شاوخوا كې په افغانستان تېرى وكړ په پرلپسې توګه يې (539 ق م – 545 ق م ) يو د بل پسې باختر، ستا ګيديا (د افغانستان مركزي سيمې)، سيستان، بلوچستان او د ګندهارا سيمې لاندې كړې ولې افغانستان شپږ كاله د "كوروش" له پوځ سره جګړه وكړه چې په پاى كې د هغې خونړۍ جګړې له بابته چې په كاپيسا كې پېښه شوه پخپله كوروش په 529 ق م كال كې ووژل شو. دا د ليكلي تاريخ يوه پاڼه وه چې ددې جګړې يادونه كوي خو لكه څنګه چې د لرغوني باختر د بنسټ په مهال ليك او لوست نه وو چې د هغه مهال ټولې فرهنګي شتمنۍ يې د كتاب په بڼه كښلې واى نو ځكه خو نا لوستو دغه پېښې د اولسې كيسو په بڼه (پلكور) سينه په سينه او خوله په خوله له يوه كول نه بل كول ته غبرګې كړي دي … اوس نو څېړونكي دېته اړ دي چې اساطيرو، اولسي كيسو او يا لږ ترلږه لرغونو اوستايې او ويدي اثارو ته پاملرنه وكړي او د يوه عالم خبره چې "تاريخ په افسانه كې دي" په دغه بنسټ خپلې ليكنې بشپړې كړي . د ساري په توګه "هيوشنګه" Hio – Shengah سره ډېر ځله په اوستا كې د "پره دات " پيشدادي نسبتي صفت راغلى دى او بيا "پيشداديان " زموږ په لرغوني تاريخ كې وړ ځاى لري . كه چېرې "هوشنګ" داريايانو لومړى نيكه ګڼل شوى په "ويدي" سرودونو كې بيا د اريايانو لومړۍ مور او پلار "يم" او "يمي" ګڼي . بيا زموږ د هېواد په لرغوني تاريخ كې لكه څنګه چې پيشداديان پېژنو دا رنګه "يم، يما، جم او جمشيد" هم پېژنو . د اوستا په لرغونو "ګاټونو " كې "يما" د "يمه" په بڼه كښل شوى دى . غرشاسپ يا ګرشاسپ هم په اوستايي متونو كې د يوه ستر او زړور اتل په څېر په ګوته شوى دى او زياته شوې ده چې دغه اتل تر كابله را ورسيد (كابل د واكرته په بڼه انځور شوى چې بيا په پهلوي كاپول ژباړل شوى دى) او په يوه ښكلې نجلى مين شو… "د سيستان د تاريخ په حواله د ښار بنسټ ګرشاسپ ايښى دى ." (لرغوني اريايان خيرمحمد ساد 96مخ) له يوې خوا څېړونكي كاږي چې د سيستان بنسټ "غرشاسب" ايښى او له بلې خوا كورني او بهرني څېړونكي په دې اند دي چې د سيستان نوم د ساكانو د ټبر نسبتي نوم (سكه، ساك، سهاك، سيستان، سكيستان، سكيتان، سستان) دى . په تاريخ كې ځنو څېړونكو د ساكانو په اړه دا څرګندونې هم كړي چې دغه ټبر په لومړي سر كې دوه مهمې پلازمېني جوړې كړې . لومړى چې دغه توكم د پامير د غرونو څړځايونو ته ور شېوه شو نو بيا يې د يوې وړې واكمنۍ بنسټ كېښود او د "كنګ دژ" (د اوسني كندز نوم هم له دغه نوم نه اخستل شوى دى) سيمه د دوى د واكمنۍ پلازمېنه ځكه ګڼل شوې هغه مهال چې ساكان د اّمو له سيند نه راپورې وتلي نو ښايي چې دغه ځاى يې نيولى وي . له دې سر بېره داسې روايتونه هم شته چې ښايي په "كنګ دژ" كې به يوه شاهي ماڼۍ له پخوانه ودانه وه چې د افراسياب له تېښې وروسته "كياني" ټبر دغه ځاى لاندې كړى وو . د ساكانو دويم ټاټوبى او د واكمنۍ لويه پلازمېنه يې په سيستان كې تېره شوې چې ان تر هندوستانه پورې رسيدلي دي او لرغونپوهان په دې اند دي لكه څنګه چې د مخه ورته اشاره وشوه د ياد شوي نوم اصلي ريښه د دوي له نوم نه را ولاړه شوې ده . كه چېرې ضحاك "سهاك" وي اويا "ساك زايي" اسحق زايي وي نو ددې كلمې اصلي بڼه "ساك" دى چې په ډېرو لرغونو متونو كې د "ساكا" په بڼه كښل شوې ده او په هخامنشي ډبرليكونو كې دغه كلمه د "saka " په بڼه انځور شوې چې په تورات كې "اشكوز =اشكناز" په يوناني متونو كې "Skuthui " ياده شوې ده . په لندن كې خپور شوى او ژباړل شوى د هيرودت "Herodotus" نامتو اثر (كال 1954 –215 مخ ) چې د ځنو قومونو نومونه په كې راغلي دي له ساكانو سربېره "اپارتي"، باكتريا Bactrains ، پكتيكا Pactyica او نور گ همدا ډول "ايران د هخامنشيانو په مهال" كتاب كې هم ډاكتر مرتضى احتثام (158 مخ) يادې شوې خبرې پخپل ګټور اثر كې را غبرګې كړي دي كه چېرې د بېلابېلو څېړونكو غبرګونونه له پامه تېر كړو وبه ګورو چې ډېرو لرغونپوهانو ساك "سهاك" ګڼلي، اپريتي يې "اوسني اپريدي" ښودلي، بختيان يې "پختون = پښتون= پكتون" په ګوته كړي دي .تازيان اندر حصاري قافله درقافله "بختيان " اندر صحاري كاروان در كاروان "فرخي" كوهها در هم شكسته ابرها بر هم زدند تازيان اندر عنان و بختيان اندر مهار "مسعود سعد سلمان" بختيان چو نوعروسان پاى كوبان درسماع اختران شب پلاس وچرخ كوهان ديده اند پختګان "بر"چون بختيان افتان و خيزان مست شوق ني نشاني ازمى وساقي ومى دان ديده اند "خاقاني" اويادا: بختيان نفس من كه جرس دار شوند ازدهان جرس افغان خراسان يا بم "خاقاني" دارنګه "سراولف كېرو" هم په ساساني پېر كې د"درانيو" او "يوسفزو" يادونه كوي له دې سربېره يو شمېر څېړونكي او لرغونپوهان باميزايي باميزيان بولي چې د اوسني باميانو په شاوخوا كې مېشت او ودان وو گ اكاډميسن جاويد پخپل كتاب اوستا كې كاږلي چې په "اراكوزيا "Arachosia " كې هغه سيمې راځي چې اوس د غزني، سليمان غرونو شاوخوا سيمې تر اندوس پورې په غېږ كېنيسي او د دغه نوم اصلي ريښه "الكوزى" دى (اوستا –جاويد 26 مخ) د الكوزي =اراكوزي د كلمې په اړه په اوستا كې هم يادونه شوې او دا كلمه دHarahwati په بڼه كښل شوې، دا رنګه په يوناني ليكدود كې بيا دا كلمه Arachosia په شكل انځور شوې ده گ له يادو شوو څرګندونو نه ډاګيزه كيږي چې پښتانه اويا هر قوم او ټبر يو ناڅاپه د نړۍ پر مخ نه دى پيدا شوى. هرومرو يې يو لوى تاريخي واټن تر شا كړى دى. په تاريخ كې داسې ډېرې بېلګې لرو چې د سړيو نومونه د ځايونو نومونه بيا بيا له يوه نسل نه بل ته را پاتې او تکرار شوي دي . 


د پښتنو د لمر ځلښت په تاريخ کې


د پښتنوالي روح، لكه لمر داسي دى، چي هر وخت په برېگښ او ځلښت كي و او دى. د پښتنوالي اخلاق او د پښتنو روحي او عقلي مزاج او د دوى معنوي جذبات او غرايز، د دوى سپېڅلي مشاعر داسي دي، چي هيڅ وخت يې ځان نه دى پټ كړى او پښتون ته يې تاريخي لوړتوب او شهرت هم بخښلى دى، په زړو اّريانانو كي تقريباً درې تر څلورو زرو كالو د مخه هم پښتنو شهرت درلود. د هند په زاړه كتاب ريګويد كي د دوى نوم په "پكنه" سره راغلى دى. او په هغو لسو كامونو كي شمېرل سوى دى، چي دوى د اّريانانو زوړ تاريخي جنګ كړى و. 
نينوس او سميلراميس د اّشور شاهانو د خپل عظمت په وخت كي هم پر باختر خپلي حملې كولې، اما د دې ځاى خلكو سخت جنګونه ورسره وكړه د اّشور د ميخي خطو زاړه اّثار چي پيدا سوي دي، دا ښيي چي 1100 كاله تر مېلاد د مخه يو اّشوري بريالى تګالات فالازار 
Tagalath Phalazar په دوڅلوېښتو قبيلو كي اراكوتو(ارچوتوس)، هراهوتي او نيسع او نيسا هم ذكر كوي، مګر دغو قبايلو دا فاتح بيوته مات كى او ځان يې اّزاد كى 
اركوتو(ارچوتوس) خو د يونانيانو اّراكوسيا 
Arachosia يعني قندهار دى، چي په پهلوي رخوت وه او عربو رخج او رخد كړ 
هراهوتي 
harahuate چي په اوستا كي هم راغلى او په ريګويد كي سوس وتي ذكر سوى دى، ارغنداو دى 
اما نيسع يا نيسا غالباً اوسنى نېش دى، چي د قندهار شمالي مغربي خوا ته كاين دى او د زاړه مدنيت اّثار هم پكښي ښكاريږي، او مسعودي اسلامي موْرخ(332هـ) د بست او داور او رخج سره يو ځاى د(نېس) په ډول راوړى دى له دې څخه ښكاره سوه، چي پښتانه پخوا هم يو توريالى قوم و او د پرديو مريي توب يې نه مانه.
هيروډوټس د يونان زوړ موْرخ چي تر ميلاد د مخه (425-480) كاله اوسېدى، پښتانه د "پاكتويس" 
Paktves په نامه او د پښتنو اوپرېدي قبيله يې"اپاروتي" راوړې ده.
د موْرخينو پلار هيروډوټس وايي: 
"هغه خلك چي د هند شمال ته د"پاكتي ايكي" په مملكت كي پراته دي، د هستوګي ډول يې د باكتريانو(بلخيانو) دى، دوى خورا توريالي او جنګيالي دي، چي د خشياراشا(486-465 ق م) هخامنشي فاتح سره وه او پوستينان يې اغوستي وه، لويي_لويي د غشو لېندۍ او خپلي وطني چړې(پېش قبض) يې درلودې" 
هلبرانټ 
Hellebrandtr ليكي:
"په ريګويد كي راغلي دي، چي په اّراكوسيا(قندهار) كي يوه قبيله ده، چي (واسوديوا يې باچا او د ده زوى سوداس) و، دې قبيلې د سندهـ تر روده پوري برى وموند او جنګي كارنامې يې د افسانو او نقلو په ډول مشهوري وې تر ميلاد د مخه(329-327 ق م) چي مقدوني سكندر د افغانستان پر خوا هندوستان ته تېرېدى، پښتنو د دې بريالي سره خورا سخته مقابله وكړه، د قندهار خلكو د ده سره جګړې وكړې، د نورو پښتنو په غرو كي هم سخت زحمتونه پر ورغله، د صوات په لته كي د يونان دا فاتح چي ټوله اّشيا يې نيولې وه، ټپي هم سو .
د سكندر سره د پښتنو مقابله خورا شهرت لري، د پښتونخوا يو غر په يونانيانو كي خورا مشهور دى، چي د يونان زوړ افسانوي پهلوان"هركول" هم دا غر نه و نيولى، مګر سكندر پر دې غره يرغل وكئ او پښتنو ډېر يونانيان پكښي مړه كړه.
سكندر په پاى كي مجبور سو او له بېري پر شا سو، وروسته چي پښتنو دا ځاى تخليه كئ، نو سكندر ځني تېر سو، يعني سكندر په خپل قوت پښتانه نكړه مات.
اّريان او كنټ كورث د دې غره قوم 
Arne (اّرن) مګر يو بل موْرخ ډيوډوره يې Arnas ليكي چي دا غر په تاريخ كي "عجيب غر" بلل سوى، چي د پښتنو د مېړاني په سبب چا نسواى مسخر كولاى او سكندر په خورا زحمت او داسي تلفاتو تر "پښتونخوا" تېر سو، چي ډېر سپاهيان يې مړه او نور خورا په ستونزو سوي وو.
د ډيورډور موْرخ په قول، نو ځكه سكندر د پښتنو له بېري بېرته هند ته پر دې خوا نه راغى، ناچاره سو چي د بحيرهْ عرب پر خوا ځان ايران ته ورسوي، او ډېر عسكر يې د لوږي او تندي څخه د بلوچستان په ريګو كي مړه او په 324 ق، م كي يې ځان فهرج ته ورساوه، تقريباً درې كاله يې د پښتنو له لاسه ناورينونه وليدل.
البرمالي موْرخ ليكي:
چي د پښتونخوا په خاورو كي د يونان سپاهيانو داسي بدي ورځي وليدې چي دوى به دا خيال كاوه، چي د خپلو زړو پهلوانانو عمليات نوي كوي، دلته په دوى كي هم چمونه وسوه، لكه دوه ويشت پېړۍ وروسته چي په دغه ځاى كي پر انګرېزانو راغله 
له دغو تاريخي بياناتو څخه ښه څرګنديږي، چي پښتانه له پخوانو پېړيو څخه دغسي مستقل او اّزاد او په مليت مغرور او توريالي او ګړندي وو او د دوى د پښتنوالي روح په هغه وختو كي هم ځلېدى او شهرت يې درلود، چي ټولو موْرخينو د دوى ښېګړي ذكر كړي او د اّريانانو په زړو كتابو كي يې نوم هم ذكر سوى دى.

د ګريكو بوديك مدنيت
صنايع د هر مدنيت او هر ثقافت نمايندګي په ښه ډول كوي، حتى ډېر ځله پوهان په صنايعو څخه د مللو افكار او روحيات هم معلوموي پر صنعت باندي، محيطي عوامل او سياسي او تاريخي حوادث هم اغېزه كوي.
يو صنعت چي له يوه محيطه بل ته نقل سي په دې نوي محيط كي نوى رنګ مومي او د دې محيط پر تقاضا ځان سم كي، لكه د مخه چي مو وويل د سكندر د فتوحاتو پر وخت په پښتونخوا كي ډېر يونانيان پاته سوه او چي سكندر ولاړ نو دوى په باختر كي يو سلطنت جوړ كى، دوى خپل يوناني ثقافت او مدنيت ورسره راوړى و، وروسته 600 كاله تر ميلاد دمخه د هندوستان د بودا دين هم دې خوا ته راغى، دا دوه مدنيته سره ګډ سوه، د پښتنو روحي تجليات وو، چي دلته يې يو تاريخي مدنيت چي نه د هند و، نه د يونان ايجاد كئ، دا مدنيت او صنعت چي د پښتونخوا د خلقو قريحې او د دوى محيطي او اجتماعي او روحي عواملو منځ ته راوړى و، د اسلام تر راتلو پوري دلې و، په باميان، باختر قندوز او د كابل شمالي خواوي، هډه، پېښور، ټكسيلا او د اټك ها خواته يې ډېر ښه_ښه اّثار اوس هم موندل كيږي. د دې صنعت نفوذ اوسنيو موْرخينو لكه: هاكن فرانسوى، فوشه، جون مارشل انګليس، ګوډار او نورو په ښه ډول پلټلى دى او دا را ښكاره كوي، چي د پښتنو تاريخي عظمت د صنعت او فكر او فلسفې او سياست له خوا هم خورا ټينګ و. او اغېزې يې په هند كي تر كشميره پوري تللي وې، لكه د كشمير د ډورك او ټكسيلا د اولي اونك ستونونه چي دا اغېزې ښه ښكاره كوي 

د عربو او اسلام برى
موږ د مخه د پښتنو د روحياتو په بحث كي وويل، چي دوى زاړه مبادي ښه ساتي او چي نوي مبادي يې ومنل بيا يې نو ژر پرېږدي.
د اسلام مقدس دين چي پښتنو ته راغى، نو دوى لومړى د مسلمانانو سره ډېري سختي مقابلي وكړې، مګر وروسته چي دوى دا مقدس دين قبول كئ، نو يې داسي فداكارۍ ورته وكړې، چي يو لوى مملكت، لكه هند د دوى په توره د اسلام په دين مشرف سو. 
احمد بن يحى بغدادي اسلامي موْرخ چي په بلاذري مشهور دى په(255 هـ) كي ليكي:
"د هجرت په 30 كال ربيع بن زياد بن انس حارثي د سيستان له خوا په هرمند او داور راغى او وروسته يې بست او زابل(قندهار) فتحه كړ، مګر د سيستان د رزنج خلكو خپل اسلامي امير ايستلى و، نو حضرت علي(رض) بېرته د جمل تر جنګ وروسته ونيوى، د حضرت معاويه(رض) په عصر كي بيا مسلمانانو هغه ځايونه ونيول، چي خلك يې له اسلامه بېرته اوښتي وه، كابل هم په دغو كي و، وروسته بيا د كابل پاچا رتبيل مسلمانان و ايستل، مګر بېرته مسلمانانو كابل، بست، رخج، داور ونيول، د عبدالملك بن مروان(65-86 هـ) په عصر كي بيا د رتبيل سره جنګونه وسوه او دا خواوي له 30 څخه بيا تر 100 هـ كاله مسلمانانو څو واره فتح كړې" 
په دې ډول پښتنو لومړى د مسلمانانو فاتحينو سره كلكي مقابلې وكړې، مګر وروسته چي د اسلام په پاك دين سو، نو بيا يې دې دين ته ښې فداكارۍ وكړې، هغه وخت چي د سند اسلامي فاتح محمد بن قاسم د 90 هجري كال په حدودو كي ملتان او سند فتح كول، د دې اسلامي بريالي سره پښتانه هم وه او پر هغه خوا يې اسلام خپور كئ .
په (375 هـ) كي د پښتنو لوديانو څخه يوه بريالي شېخ حميد په ملتان كي د سلطنت اساس كېښود، دې پښتون او د ده كورنۍ تر ډېره په پښتنواله خپله پاچهي وچلوله او د هندوستان د راجګانو څخه يې ځان وساتى.
وروسته چي امير ناصر سبكتګين په 367 هـ كي د غزني پاچا سو، پښتانه د دې پاچا ملګري سوه او دې پاچا هم د زابل(قندهار) له پښتنو سره خپلوي وكړه، ځيني موْرخين وايي، چي د ده په لښكر كي چي د هندوستان د حملو دفاع يې كوله، دوه زره يا لس زره ، پښتانه وه د ملتان له لوديانو سره هم د سبكتګين د خپلوۍ له امله دوستانه روابط درلوده.
تر دې وروسته د سبكتګين زوى زابلي محمود چي مور يې د كندهار پښتنه وه، د غزني شاهنشاهي لوړه كړه، پښتنو د خپل خوريي سره ډېر كومكونه وكړه ، د هندوستان فتوحات او د بخارا، ايران برى ټوله د پښتنو په تورياليتوب وه، يميني د غزنوي عصر موْرخ وايي: چي پښتانه د اجل په څېر يا د وږي زمري په ډول پر غليم ورتله، پر كوتلو خاته، لكه برېښنا پر زنګلو ننواته، لكه هوسۍ پر غرو لوړېده، لكه سېل په غرو كي شېوه كېده" 
يو پښتون د هندوستان په فتوحاتو كي د پښتنو مېړانه په دې بيتو كي په فخر او حماست بيانوي:
تــــر كـــو نامردو داسي ودنګل له نام و ننګه
زه يو پښتون وم چي ولاړ وم د سلطان تر څنګه
توره په لاس په ســـــــره اور د عرصات وختم
له بت شكن ســـره بـــــه دژ د سومنات وختم 
پښتانه موْرخين د پښتنو جنګي مشرانو او ملكانو نومونه، چي د سلطان محمود په لښكر كي وه، بيانوي، يو جنرال يې خالو خان و، په دې لنډۍ كي هم له ګومله د دې جنرال د لښكرو راتګ ښوول سوى دى:
چي د خالو لښكري راســــــــي!
زه به ګومل ته د خپل يار ديدن له ځمه 
دغه د پښتنو كومك و، چي د محمود زوى مسعود د ايران په فتوحاتو كي موْفق او وروسته يې وغوښته چي ولاړ سي، بغداد هم فتح كي او د اسلامي خلافت مركز غزني ته رانقل كي او غزنوي شاهان د ايشيا او اسلام په پاچهۍ ومنل سي 
تر غزنوي پاچهانو وروسته د غور پښتانه بريالي سوه، دوى هم د پښتنوالي د روح په بركت ټوله هند فتح كئ، د غوري سلطان شهاب الدين مېړاني د قطب الدين ايبك برياليتوب او بيا په هند كي د پښتنو پاچهانو كارنامې تاريخ نسي هېرولاى، د سوريانو پښتنو شاهي، خو په هند كي د عدالت او عظمت او مدنيت دوره وه، د شېرشاه سوري عمرانات او د ثقافت او تمدن خدمتونه د تاريخ په زرو ليكي تر اوسه هم د هند په مختلفو رياستونو كي د دغو پښتنو كورنۍ حكمراني لري.
د كورګانيانو په پاچهۍ كي چي لومړى پښتانه د بابر په ملاتړ ودرېدل او هند يې ورسره فتح كئ، وروسته د ډهلي ګورګانيانو وغوښته چي د دوى خپل فطري حق يعني اّزادي ځني سلب كئ، مګر پښتنو خو مريي توب نه مانه، نو په دې دوره كي پښتانه ټوله پر خپله ننګه ولاړ وه، چي تر پايه يې خپله اّزادي له لاسه ورنه كړه.
د پښتنو ملي پهلوان او نامتو سردار او اديب خوشحال خان خټك د دې ملي جنګو سردار و او د پښتنو ملي اديبانو د خټكو كورنۍ او د مومندو تورياليو د پښتنوالي د استقلال غوښتنو روح ښه ښكاره كئ او د ګورګانيانو پر خلاف يې په خپل ملت كي داسي تبليغات وكړه، چي په پاى كي د پښتنو له مريي توبه ناكامه سوه.
پخپله په افغانستان كي هم پښتانه د برم او جلال خاندان وه، د هوتكو او مرحوم حاجي ميرويس خان مېړانه او د ده د كورنۍ محمود او اشرف فتوحات خو ښكاره دي.
بيا د نادر افشار په مقابل كي د پښتنو ټينګار د پښتنوالي يوه ننداره وه، د هرات د ابداليانو جنګونه د دې فاتح سره مشهور دي، يو كال د قندهار ښار محاصره وه، په دې په پافشاري كي د پښتون شاه حسين او سيدال خان ناصر سپه سالار مېړانه زموږ نه هيريږي. 
د هند له خوا چي نادر افشار بېرته راځي، دې فاتح د خپلو غنايمو د ساتني لپاره د خيبر پښتنو ته د لاري ججه وركړه، نو ځني راتېر سو ، ځكه چي ده ته د پښتنو د توري بريښ ښه ښكاره و.
تر نادر افشار وروسته چي اعليحضرت لوى احمدشاه بابا د پښتنو باچا سو، نو دې ښاغلي پښتون د پښتنو د پښتنوالي لياقت او كشوركشايي ښه وچلوله، احمدشاه بابا د خپل ښاغلي پښتون ملت په ملګرۍ او توره اووه اته واره پر هند يرغلونه وكړه، د هند مسلمانان يې د كفارو له تسلطه وژغورل د مرهټو جنګ د هندوستان له لويو جنګو څخه دى، چي پنځوس شپېته زره پښتانه تقريباً لسو لكو تنو سره وجنګېدل، ټوله يې مات كړه، تر دوو لكو تنو پوري يې مړه كړه او مرهټيانو ملا يې ور ماته كړه اې مارسډن انګليسى موْرخ وايي:
"احمدشاه په اّسانۍ سره د ډهلي پاچا سو او لكه محمود غزنوي او محمد غوري څو واره يې پښتانه په هندوستان راوبهول . . . "
كرانټ ډفه انګليسى موْرخ ليكي:
"د پاني پت جګړه د هندوستان د مهابهارت تر جګړې وروسته لو جګړه ده، په درو ورځو كي پښتنو لويه فتحه وګټله" 
يو پښتون شاعر برهان خان چي په دې فتوحاتو كي د احمدشاه بابا سره و، د دې جنګ سببونه د پښتانه شهنشاه له خولې داسي بيانوي:
احـــمدشاه بادشــــاه په جارو وويله
د غـــــزا په نيــــت ووزمه له كابله
يا به قتل كړم كفار په هندوستان كي
يا به پرې كړمـه كله پرې باندي خپله
په دې ډول احمدشاه بابا د پښتنوالي په ننګه هندوستان ته څو وارې ولاړ، او د خپلو اسلافو محمد او محمود ياد يې تازه كئ، د پښتنو لويه لمن له دې ښه ښكاريږي، چي احمدشاه بابا كه څه هم هند فتح كئ، بخارا يې ونيوله، پر خراسان يې تسلط وموند، مگګر په دغو سرو هيوادو كي يې د هغه ځاى بادشاهان بېرته په شاهۍ كښېنوله او د پښتنوالي لوړ همت او عاليجنابي يې ثابته كړه، تر احمدشاهي دورې وروسته هم د پښتنوالي روح مړ نه و، ډېر ځله يې شاوخوا بريښ كاوه، وزير اكبرخان غازي د كابل او جلال اّباد جهادونه او د سردار محمدايوب خان غازي د ميوند غزا او بيا د غازي محمدنادر شاه شهيد د ټل او جنوبي خوا جهادونه نه هيروي.

تر دې ځايه مو د پښتنوالي د ورځ ځيني رڼاوي او برېښناوي په تاريخي ادارو كي ښكاري كړې، دا خو يوه لنډه تاريخي كتنه وه، كه مو مفصل ليكلاى، نو د پښتنو د توري او اخلاقي اقتدار پرته، د دوى مدني او عمراني او ادري خدمتونه هم ډېر دي، چي ليكل يې بېل_بېل كتابونه غواړي، په پښتنو كي علما او د فن او پوهي خاوندان او بريالي شهنشاهان او نامتو دلاوران او پهلوانان تېر سوي دي، لنډه خو يې دا چي د پښتنوالي روح يو ژوندى او نه مړ كېدونكى روح دى، چي نن ورځ پر پښتنو او د دې زمانې پر ځلمو لازمه ده، چي خپل مفاخر او د پلرو او نيكو د پښتنوالي ښېګړي را ژوندۍ كي او د خپل مليت په روڼ تاريخ ووياړي، ما دا څو كرښي د پښتنوالي په علمي پلټنه او سپړنه كي اوس وكښلاى سوې او خپلو پښتنو ته مي وړاندي كړې، ګوندي د تېرو پښتنو اروا خوښ او د اوسنيو ځلمو لپاره د پښتنوالي درس وګرځي. 




پښتانه پخوا چېرې اوسېدل؟ 

پخواني ليکل شوي اسلامي آثار او اسناد له لسمې تر شپاړسمې ميلادي پېړۍ پورې، دهغې سيمې په بېلو بېلو برخو کې دپښتنو دهستوګنې يادونه کوي چې له آمونه تر اپکه، له هراته تر کشميره ، له کرمانه تر ملتانه او له چترال نه دعربو دبحيرې تر حدودو پورې امتداد لري. (
۱) خو لومړي موږ په هغو سيمو کې دپښتنو په باره کې يادونې رااخلو چې دغزني،زابل،کابل، پکتيا او ننګرهار له ناوو او شاوخوا سيمو نه تر اباسينده پورې امتداد لري. 

پښتانه په پکتيا او شاوخوا سيمو کې : 

حدود العالم مناالمشرق الي المغفرت چې په کال 
۳۷۲ هجري کې په فارسي ليکل شوي او دمؤلف نوم يې نه دي معلوم، داسلامي دورې لومړني معلوم آقر دي چې پدې ځمکو کې دافغانانو دسکونت يادونه کوي. دالرغوني اثر دګردېز له شر چې نه وروسته، سمدستي پکتيا دسيمې يو کلي داسې معرفي کوي : 

(سوال (
۲) په غره کې يو آباد کلي دي او افغانان پکې هست دي. له دې ځايه تر حسينانه پورې لار ددوو غرونو تر منځ پرته ده...دا لار له مخاطرې او بيم نه ډکه ده.) (۳) 

يو بل ډېر پخواني اثر چې په همدې حدودو، غالباً، دپکتيا او پکتيکا په سيمو کې ، پښتنه ميشته ګڼي هغه د عبدالجبار عتبي مرګ (
۴۲۷ هجري ) تاريخ يميني دي دي. عتبي چې دسبکتګين او سلطان محمود دوکدارۍ وقايع يې تر کال ۴۱۲ هجري پورې ثبت کړي دي، يو ځاي داسې ليکي : 

(څنګه چې داوړي ګرمي تېره شوه، سلطان دهغو افغاني طايفو دټکولو لپاره ور وووت چې په لوړو درو او خپلو غرنيو ټاټوبو کې اوسيدل او کله چې سلطان [محمود] دقنوج زاته وتي ؤ، دهغه دملک په لمنو کې يې نارا مي پيدا کړې وه. ده [سلطان] وغوښتل چې په هغو [افغانانو] يرغل وکړي. مېنه يې ور ورانه کړي او له شرنه يې ځان خلاص کړي. له غزني نه پدې نامه وووت چې ګوندې کومه بله خواځي. خو يو ناڅاپه، په نوي[افغانانو] ورولوېده توره يې پرې را واېسته او يو عالم يې ورنه کړل.) (
۴) 

دا مطلب وروسته نورو مؤوخينو هم ثبت کړي دي. رشيدالدين فضل الله چې جامع التواريخ يې په کال 
۷۰۴ هجري کې ليکلي دي او حمدالله قزويني، چې تاريخ ګزيده يې په کال ۷۳۰ هجري کې تأليف کړي دي، په پښتنو باندې دغزنوي سلطان محمود دا حمله تقريباً دعتبي په عباراتو بيان کړې ده. (۵) 

ابن اثير (
۵۵۵ -۶۳۰ هجري) په خپل معروف تاريخ (کامل) کې دکال ۴۰۹ هجري دپېښو دبيان په ترڅ کې دهغو پښتنو يادونه کوي چې له غزني نه بهر دهندوستان دلارې په شاوخواکې پراته دي او وايي چې غزنوي سلطان محمود يرغل پرې وکړ او ډېر يې ورنه ووژل. دي ليکي : 

په همدې کال يمين الدوله هندته دغزا دپاره روان شو.خپل پو؟؟؟؟؟ مجهز او تيار کړ.... له غزني نه وووت او لومړي يې په لاره ؟؟؟؟؟؟؟وکړ چې دافغانانو چاره وکړيږ افغانان کافران او وران کار؟؟؟؟؟؟ دخپلو مېنو او غزني تر منځ دښتې او لارې يې وهلې. يمين الدوله ؟؟؟؟؟ وخوځيد آبادۍ يې ورورانې کړې او مالونه يې ورنه ولجه کړل. [افغانانو] ډېر زيات مړه او اسير شول او مسلمانان يې ډېر مالونه په ولجه ورنه يووړل) (
۶). 

بلخي عنصري (مرګ : 
۴۳۱) هم چې دسلطان محمود ددربار ملک اشعراءؤ ، په پښتنو باندې ددغه سلطان ديوه بل يرغل دبيان په ترڅ کې دپښتنو يادونه کوي او وايي : 
شه ګيتي زغزنين تاختن برد (
۷). 
بر افغانان وبر ګبران کهبر (
۸). دفارسي ژبي ځينې نور شاعران هم دغزنويانو په عصر کې دپتنو او دهغو دهيواد يادونه کوي او وايې چې غزنوي افسرانو يرغلونه پرې وکړل. مثلاً دغزنويانو دعصر ستر قصيده ليکونکي، مسعود سعد سلمان (۴۴۸-۵۱۵)دغزنويانو دعصر ديوه ستر بوځي سالار (علي خاص) په ستاينه کې وايي : 

سکسته ګشت به تيغ تو لشکر کفار 

خراب شد به سپاه تو کشور افغان (
۹). 

په يوه بله قصيده کې وايي : 

ګهي شتابان اندر آګه ميان غار توبي (
۱۰). د مسعود سعد دژوند بېخي زياته برخه ددوو غزنوي سلطانانو له عصر سره مصادفه ده. يو يې ابراهيم بن مسعود دي چې له کال ۴۵۰ نه تر کال ۴۹۲ هجري پورې يې سلطنت کړي اوبل دهغه زوي سلطان مسعود دي چې له کال ۴۹۲ نه تر کال ۵۰۹ هجري پورې يې واکداري کړې ده. (۱۱) نو دمسعود سعد ممدوح (علي خاص ) هم بايد دهمدې عصر يو پوځي سالار وي. 

کله چې ابن اثير دکال 
۵۰۸ هجري پېښې ليکي او هغه جګړي بيانوي چې دسلطان محمود کړوسيانو، ارسلانشاه بن ابراهيم او بهرام شاه بن ابراهيم دسياسي قدرت په سرله يوه بل سره کړي دي، يو ځل بيا دپښتنو او دهغو دغرونو او ښارونو يادونه کوي. 

ابن اثير ليکي کله چې اسلانشاه بيا دغزني دتخت دنيولو په نيت غزني ته ولاړ، هلته يوه مياشت پاتې شو او دخپل ورور بهرامشاه په لټه کې ؤ. خو کله چې خبر شو چې دسلطان سنجر پوځ دبهرامشاه ملاټر ته ور روان دي، نو ارسلانشاه (تېښته له جنګ نه غوره وبلله. ځکه هغه پوهېد چې عسکر يې له سلطان سنجر نه ډير زيات ډاريږي. داوغانانو (
۱۲) غرونو ته ولاړ او بهرامشاه او دسنجر عسکرو تعقيب کړ او په کومو ښارونو کې چې هغه [ارسلانشاه] اوېده ټول يې وران کړل او دهر ښار خلکو ته يې پيغام و استاو او تهديد يې کړل. (۱۳) 

ابن اثير وروسته په همدې سيمه کې ديوه خاص ښار، کرمان [کړمان] (
۱۴) نوم اخلي او اوسېدونکي يې افغانان بولي. دي دکال۵۴۷ هجري دپېښور دبيان په ترڅ کې دسلطان سنجر او غوريانو تر عنوان لاندې ليکي: 

(علاءالدين حسين...........دغزني............په ښار حمله وکړه. پدې وخت کې بهرامشاه بن ابراهيم بن محمود بن سبکتګين په غزني کې واداري کوله.ده [بهرامشاه] ونه شو کړي چې له علاءالدين سره ډغرې ووهي اوله غزني نه دکرمان ښار ته چې دغزني او هند تر منځ واقع دي وتښتېد. ددغه ار اوسېدونکي يو قوم دي چې افغانان نوميږي. دا ښار هغه دکرمان په نامه معروف ولايت نه دي.) (
۱۵) 

وروسته محمد قاسم په تاريخ فرشته کې ددغو پېښو په ارتباط ليکي : (بهرامشاه ټينګارونه شو کړي. له غزني نه کرمان ته ولاړ. داکرمان هغه مشهور کرمان نه دي، بلکه دغزين ، هند او افغان تر منځ يو ښار دي. (
۱۶) 

محمدقاسم ليکي : 

( بهرامشاه........دباميانو کلاته ننووت او په پاي کې دسلطان سنجر په زور او مرسته بيا غزني ته راغي، ارسلانشاه افغانانو ته ور وتښتېدو . دسلطان سنجر لښکر ورپسې ورغي ويې نيو. تهرامشاه ته يې په لاس ورکړ او هغه وواژه) (
۱۷) 

فرشته ديوې بلې پېښې دبيان په ضمن کې هم داسې ښيي چې په کړمان او شاوخواسيمو کې پښتانه هست دي، دي غزني ته دسلطان شهاب الدين دجنازي دوړلو دپېښې دبيان په ترڅ کې ليکي چې (خواجه مؤيد املک دغور اميرانو ته ورغي او په کراره او دلايلو يې دا ورته څرګنده کړه چې بايد دسيوران (
۱۸) او کرمان له لارې غزني ته ولاړ ي. [په لاره کې] دافغاني قبايلو او تراهيه کفارو له لاسه ډېر زيات وتزنېد. کله چې کرمان ته ورسېد تاج الدين يلدز دسلطان دتابوت مخې ته ور وووت.) (۱۹) 

دتونس معروف سيح ابن بطوطه هم په خپله سفرنامه کې دپکتيا په سيمه کې دپښتنو يادونه کوي. دي کله چې په 
۱۳۳۳ ميلادي کال کې هلته دکرماش (۲۰) په دره له پښتنو سره مخامخ کېږي. ابن بطوطه خپله دا پېښه داسې بيان کړې ده : 

(څه کابل نه کرماش ته ولاړو. دا ددوو غرونو تر منځ يوه کلا ده او هلته افغانان لارې وهي. له دې سيمې نه په جنګ او ګرېز تېر شوو. افغانان دغره په لمن کې وو او زموږ دغشو دګزارونو له امله رانه ولاړل. موږ نخمين څلور زره اسونه لرل. څرنګه چې زه له اوښانو سره تلم نو ځکه له کاروان نه لرې پاتې وم. يو شمير کاروانيان چې يو تعداد افغانان هم پکې وو له ما سره يو ځاي تلل) (
۲۱)

يو بل معتبر پخواني اثر چې پدې سيمو کې دپښتنو دسکونت يادونه کوي هغه ظفر نامه ده چې مولانا شرف الدين يزدي دګوډ تيمور دجګړو او فتوحاتو په باره کې په کال 
۸۲۹ هجري کې ليکلې ده. په ظفرنامه کې دتيمور او دهغه دجرنيلانو دهغو يرغلونو په باره کې هم يو لړ مطالب ثبت شوي دي چې په کال ۸۰۰ او ۸۰۱ هجري کې يې، دپکتيا، بنو او کوهاټ دسيمو په پښتنو کړي دي. 

څرنګه چې دا مطالب دپښتني ټولنې دتاريخي مطالعي په برخه کې د پوره اعتناوړ دي نو له دې امله يې موږ ټول په يو څه اختصار خو په داسي شکل دلته را اخيستي دي چې دمفهوم په لحاظ څه کمي پکې رانه شي. (
۲۲ ) 

يزدي وايي چې پدې سيمو دتيمور اقدامات او عمليات وروسته له هغې ليدنې کتنې نه پيل شول چې په کابل کې دپکتيا دپښتنو يوه قومي مشر ور سره وکړه. مولانا ليکي کله چې تيمور هندوستان ته دتګ په لاره کې کابل ته ورسېد، هلته د افغانانو يو مشر، ملک محمد، دخپلو رعاياوو په ملګرتيا ورغي او عرض يې ورته وکړ چي د کرکس (
۲۳) د قبيلې مشر موسي او غاني ، دده ورور، لشکر شاه او غاني چې دامير تيمور له بنده ګانو څخه ؤ وژلي دي دايرياب (۲۴) کلا يي ورانه کړې ده او ددوي اسباب او املاک يې په زور ورنه اخيستي دي. 

دغه راز ملک محمد تيمور ته وويل چې موسي اوغاني غلاوې کوي او لارې وهي او هيڅوک هم له دغو سيمو نه سلامت نه شي ورنه تېريدلي.ملک محمد تيمور ته وويل : (زه دمرګ له ويرې راتښتېدلي او ستا حضورته راغلي يم ) کله چې تيمور د ملک محمد خبرې واوريدې سخت په غوسه شو او ورته ويې ويل : (ته ځان چېرته پټ کړه. زه غواړم چې موسي اوغاني راوغواړم. که راغي غچ به دې ترې واخلم او که رانه غي نو تاته به لښکر در کړم چې دخپل ورور انتقام ترې واخلې.) 

تيمور موسي اوغاني ته پدې مفهوم يو فرمان ور ولېږه چې (تا دايرياب کلا ورانه کړې ده. داکلا دهند دلارې په سرواقع او ډېره مهمه ده. ته ځان په منډه راورسوه چې هغه ولايت تاته درکړم او کلابېرته جوړه کړې.) 

څنګه چې موسي اوغاني ته فرمان ور ورسېد، په منډه يې ځان تيمور ته ور ورساو. تيمور موسي اوغاني ډېر وغټاو او زر دوزي جامي، دزرو ملا وستني او توره او يو زين کړي اس يې له ډېرو نورو سوغاتونو سره ورکړ او ورته ويې ويل : ( ولاړ شه او د ارياب کلا بېرته جوړه کړه. کوشش وکړه چې ډېر ژر يې خلاصه کړې.) 

تيمور درې زره مېړونه دخپل يوه جرنيل په مشرۍ له موسي اوغاني سره ملګري کړل چې دکلا په جوړولو کې همکاري ورسره وکړي. موسي اوغاني ايرباب ته ولاړ او دکلا دجوړولو کار يې پيل کړ. مولانا شرف الدين وايي چې (هره ورځ به له دوو سوونه تر درې سوو پورې مېړونه دډول او سرني نغمونه په ډېر جديت دکلا په جوړولو لګياوو). 

تيمور د 
۸۰۰ همري کال د ذي الحجې په ميات کې له کابل نه پکتيا ته ولاړ. څنګه چې ايرياب ته ورسېد خپلو لښکرو او ماهرانو ته يې هم امر وکړ چې دکلا دجوړولو په کار کې برخه واخلي او ډېر ژر يې داسي يوه کلا جوړه کړه چې يوه جامع جومات او ډېر دهستوګنې ځايونه او نور واړه جوماتونه او نور ځايونه هم بکې وو. 

تيمور خپلو تواچيانو ته ويلي وو چې دموسي اوغاني دهغو اتباعو له جملې نه چې دکلا به جوړولو لګياوو يو هم برې نږدي چې خپلو ځايونو ته ولاړشي. دموسي اوغاني مېړونه بدې خبره شوي وو. تيمور يوه ورځ بهر وتلي ؤ او له کلا نه راګرځېده. دموسي اوغاني اوه تنه اتباع چې په کلا کې يې کار کاو. ديوې بال خانې دوره شاته ولاړ وو. کله چې تيمور ددغه وره مخې ته ورسېد، دکلا له کړکۍ نهيو غشي برې ورګوزارشو. غشي دتيمور خواته ولګېد او اس يې وترېد. تيمور خپلو پوځيانو ته امروکړ چې موسي اوغاني او دهغه ټول اتباع چې دکلا په جوړولو کې يې برخه اخيستې وه. ونيسي. هغو اووتنو چې په تيمور يې دغشې ګوزار کړي و جګړه پيل کړه او څو تنه يې زخمي کړل. دتيمور مېړونه دا اوه تنه ووژل او موسي اوغاني اودهغه دوه سوه اتباع يې ونيول او ملک محمد اوغاني ته يې په لاس ورکړل، ملک محمد اوغاني ټول ووژل اوله ککرونه يې منارونه جوړ کړل. بيا تيمور خپلو مېړونو ته امر وکړ چې دموسي اوغاني په خلکو يرغل وکړي. دوي دموسي اوغاني دولس ټول نارينه ووژل اوښځې ، ماشومان او مالونه او نور څه يې دايرياب په خلکو ووېشل. تيمور ملک محمد دهغه دورور لشکر شاه اوغاني پرځاي ددغه ولايت والي وټاکه او دارباب کلا يې هم هغه ته ور وسپارله. 

تيمور له ارباب نه شلوزان (
۲۵) ته ولاړ او هلته يې شهزاده خليل سلطان ته امر وکړ چې له يو مير امر اوو سره بانو (۲۶) ته ولاړ شي اودي خپله له څلور زره سبرو سره نغر (۲۷) ته ولاړ. هلته ورته وويل شول چې دپرنيان (۲۸) په نامه يوې قبېلې دده له اطاعت نه سر غړولي او جنګي مېړونه يې نه دي ورکړي. تيمور ته داهم وويل شول کوم وخت چې دشاهزاده پېر محمد لښکر له هندوستان نه له ولجو او مريانو سره کابل ته روان وو، دپرنيان دقبېلې مېړونه پرې ور ولوېدل او لښکر يې تالاکړ. تيمور چې دا خبرې واوريدې سخت په غوسه شو او په همدې ورځ ددې اوغانانو ټکولو ته ور روران شو.درې ورځې وروسته ور ورسېد او جنګي عمليات يې پيل کړل. دپنيان دقوم ډېر زيات خلک يې ووژل ماشومان يې اسير کړل اموال او اسباب يې تالا کړل او کورونه يې ور وسوځول. تيمور څه موده نور هم هلته پاتې شو او غوښتل يې چې دپرنيان دقوم جرړې له بېخه وباسي او بېخي يې تباه کړي. خو دپرنيان دقوم يو مشر چې او بل نومزده تيمور ته په ننواتې ورغي.تيمور نوره تباهي ونه کړه. اوبل يې ډېر و نازاو او خپله د ۸۰۱ هجري کال دمحرم په مياشت کې نغر ته ولاړ. خودي لانغر ته نه ؤ رسېدلي چې امير سليمانشاه دکلانيانو (۲۹)اوغانانو په قبيله چې دمولانا شرف الدين په قول ( يوه غښتلې ، لويه او با ابهته قبيله وه ) حمله وکړه. دسليماشاه پوځ کلانيان سره له دې چې مولانا وايي (تنور او زړور خلک وو) مات کړل. ډېر يې له تېغه تېر کړل نور يې ترې ونيول واړه يې ورنه اسير او کورونه يې ور تالا کړل. تيمور له نغر نه بانو او له بانو نه هندوستان ته ولاړ. 

مولانا شرف الدين ليکي چې تيمور له هندوستان نه دبېرته راتګ په وخت کې هم په بانو جې دتيمور دفرمان په اساس (داوغانانو دمفاسدو ددفع کولو دپاره په بنو کې پراته وو) يوه ګله اسونه اوزرغويې چې دبنو دشاخوا خلکو نه يې په زور بېولي وو، تيور ته وروستل. تيمور اسونه خپلو سردارانو ته وروبښل، خو غويي يې بېرته خاوندانو ته ورکړل. 

مولانا وايي چې تيمور له بانو نه نغر ته ولاړ . (محمود برات خواجه او هندوشاه يې کابل ته ولېږل چې دهغه ځاي لشکر دافغانانو دشر ددفع کولو دپاره ور ولي.) تيمور خپله دهغې کلا دپراخولو دپاره په نغر کې پاتې شو چې سليمانشاه (دافغانانو دشر ددفع کولو دپاره جوړه کړې وه ) ددې کار له خلاصېدلو نه وروسته دکرمانش ددرې له لارې ، کبل نه وخوځېد . دلته مولانا ديوه ستانه پشتانه يادونه هم کوي او ليکي چې (شيخ احمد خواجه افغاني دعالم پناه [تيمور] به حضور مشرف شو.) تيمور له کرمانش نه لوګر او له لوګر نه کابل ته ځي. 

يو بل اثر چې وايي پدې سيمو کې پښتانه هست وو،هغه تاريخ حافظ رحمت خاني دي چې اصلاً خواجو مليزي دتاريخ افاغنه په نامه د 
۱۰۳۳ هجري به حدودو کې ليکلي او بيا پير معظم شاه په کال ۱۱۸۱ هجري کې دحافظ رحمت خان په هدايت په خپلو عباراتو ليکي او دتواريخ حافظ رحمتخاني نوم يې پرې ايښي دي. تواريخ دبابر دتره، الغ بيګ ميرزا ، به وخت کې کرمه دخېشکو پشتنو ټاټوبي بولي او ليکي : (فاطمه دابراهيم دګداي (زوي) الياس زي يوسفزي وتښتوله . له کابله يې کرمې ته راوستله چې مقام دخېشکو دي.) (۳۰) بابر هم دپکتيا په بېلو بېلو برخو باندې دخپلو يرغلونو او لوټ او تالان دبيان په ترڅ کې دهغې سمې دپښتنو په باره کې بابر له نورو يادونو سره يو ځاي په اووم فصل کې راوړې دي. 

بابر هم دپکتيا په بېلو بېلو برخو باندې دخپلو يرغلونو او لوټ او تالان دبيان په ترڅ کې دهغې سيمې دپښتنو په باره کې ښايسته زياتې يادونې کړې دي. خو موږ هغه دپشتنو په باره کې دبابر له نورو يادونو سره يو ځاي په اووم کې راوړې دي. 

پښتانه په غزني کې :- 

په تحريري اسنادو کې دغزني په سيمه کې هم له بېخي پخوانه دپښتنو يادونې راغلې دي. عبدالحي بن ضحاک ګردېزي چې تاريخ ګردېزي يې د 
۴۴۲ او ۴۴۳ هجري په حدود کې ليکلي دي،دغزني په غرونو کې پشتانه ميشته ګڼي او يو ځاي دمسعود بن محمود دغزنوي دعصر دپېښو دبيان په ضمن کې داسې ليکي : 

(او څرنګه چې امير هپيانو (
۳۱) ته ورسېد ، هلته دېره شو......او امير اېزديار يې دغزني غروته، چې عاصيان افغانان پکې اوسېدل ، ولېږه او [ورته] ويې ويل : هغه ولايت وساته . [پامکوه] چې څه نارامي پکې پېښه نه شي.) (۳۲)

تواريخ حافظ رحمت خاني هم په غزني کې له پنځلسمې ميلادي پېړۍ نه پخوا پشتانه ميشته ګڼي او ليکي چې ( يوسفزۍ په ګاړه په نشکي او غوريه خيل خصوصاً خليل په ترنک ، په مقر او په قره باغ پراته وو.) (
۳۳) 

د همدې زمانې دپېښو په ارتباط بيا ليکي چې د (شيخ دادافغان خليل متي زي نيکه....... له يو تعداد مريدانو سره چې شمېر يې تخمين درې سوو او پنځو سوو ته رسېده... له ترنک او قلات او قندهار نه دلاشوؤې سيمې ته راغلل .) (
۳۴) تواريخ يوبل ځاي وايي چې (پدې وخت کې دؤد زي او ځينې مومند چې له مقر او قره باغ نه راغليوو ، لاهم دکابل په نواحي کې ميشته وو او ځينې موند لاهم په مقر او قره باغ کې وو.) (۳۵) 

حافظ رحمت خان په خلاصه الانساب کې چې په کال 
۱۱۸۴ هجري کې ليکل شوي دي، ليکي چې ( افغانان په هندوستان باندې دسلطان محمود غزنوي ديرغلونو تروخته دقندهار او غزني په سيمو کې ميشته وو) (۳۶) په سيرت جلاالدين منکبرني کې چې داومې هجري پزړۍ په اوله نيمايي کې ليکل شوي دي ، دخوارزمشاهيانو او چنګيزيانو دمقابلي او جګړو دبيان په ضمن کې په غزني کې دافغانانو يو لوي مشر د (صاحب افغانيان ) په نامه ياد شوي او داسي راغلي دي : کله چې جلال الدين دخوارزمشاه مشر زوي په کال ۶۱۸ هجري کې غزني ته ورسېد هلته )......صاحب افغانيان مظفر ملک او حسن قسراق چې دېرش زره سپاره ورسره وو، له هغه سره يو ځاي شوي .) (۳۷) 

مولانا عبدالررزاق سمرقندي په مطلع السعدين کې چې له کال 
۸۷۲ نه تر کال ۸۷۶ هجري پورې ليکل شوي دي، ليکي : ( دغزني دولايت او ښار لويان...دعالم پناه درګاه ته راغلل او دبرمل دخېل خانې او خرشواني افغانان مشرف شول.) (۳۸) 

د غزنويانو دعصر لوي مؤرخ ابوالفضل بيهقي (
۳۸۵-۴۷۹) په مکرز ډول په غزني کې دافغان شال په نامه يو ځاي يادوي. يو ځاي ليکي چې (.....له خپلوانو، لويانو او مشرانو سره يو ځاي افغان شال ته ور ننووت او دامير عادل سبکتګين پر مزار پلي شو.) (۳۹)بيا ليکي چې (اميربيا محمودي ماڼۍ افغان شال ته راغي.) (۴۰) بيا ليکي چې (...ديارونه او درهمونه او هر څه يې په افغان شال کې درسوله په ميدان وبازارونو کې وښندل.......) (۴۱) بيا ليکي چې :(....دارالملک ته راورسيد او په افغان شال کې په محمودي ماڼۍ کې دمبارکۍ دپاره پلي شو.) (۴۲) يو ځل بيا هم ليکي چې (....دافغان شال خواته ولاړ شي...) (۴۳) 

دبيهقي له دې تذکراتو نه ښکاري چې دغزنويانو دداراخلافې په زړه کې يو ځاي افغانانو نه منسوب دي او دسلطان محمود پلار هم په همدې ځاي کې ښخ دي. 

د غزنويانو له دارالخلافې او دربار سره دپشتنو دارتباط به باره کې په ځينو نورو معتبرو آثارو کې هم يو څه مطالب راغلي دي. 

مبارکشاه فخر مدبر په آداب الحرب کې چې له کال 
۶۲۶ نه تر ۶۳۳ هجري پورې يې ليکلي دي ، وايي چې اديرا نومي افغان چې دپېښور په شاوخوا کې يوې سيمې کوټوال ؤ غزني ته دسلطان محمود دربار ته ورغي. اسلام يي ومانه او ورسره ملګري شو. (۴۴)

خواجه نعمتالله هروي دسلطان محمود او سلطان مسعود په دربارونو کې دپښتنو په باره کې يو روايت ثبت کړي چې په ډېرو نورو آثارو کې هم راغلي دي . دي ليکي : 

( دافغانانو نه تنه مشران دسلطان محمود خدمت ته ورغلل. ددې نهو تنو نومونو په تاريخونو کې داسي راغلي دي : ملک خانوي او ملک عامون او ملک داؤد او ملک يحيي او ملک احمد او ملک محمود او ملک محمد او ملک عارف او ملک غازي....سلطان [دامشران] ډېر وغټول.... له ځان سره يې وخوځول دسومنات او هندوستان غزاته روان شو.... هروخت به چې سلطان ته مشکل ور پېښ شو نو دا ملکان به يې دهغو له خپلو سپايانو او ډلې سره پرې وګومارل او دغه مشکل به حق تعالي حل کړ.... په لږوخت کې [داملکان] ددونت ارکان....او دسلظنت په کارخانه کې ددخل خاوندان او داعتماد وړ شول. کله چې سلطان محمود دکال 
۴۲۱ دربيع الاول په اوم دپنجشنبې په ورځ مړ شو، دهغه زامنو سلطان محمد او سلطان مسعود همداسې سلوک ورسره کاوه) (۴۵) 

نواب محبت خان په رياض المحبت (تأليف : 
۱۸۰۶ ) کې وايي چې دسلېان محمود او پښتنو تر منځ کورني روابطه هم موجود وو. دي ليکي :( کله چې دغه واکدار [سبکتګين] مړ شو، زوي يې ، اسمعيل ، چې مور يې اصلاً مينځه وه ، دپلار ځاي ونيو. مګر محمود چې مور يې دزابل ديوه مشر لوره وه، له دې خبرې سره مخالف ؤ چې [اسمعيل] دې دپلار ځاي ونيسي او جګړه يې ورسره پيل کړه. افغانان چې [دزابل] له دې مشر سره تړلي وو نو دهغه له لسمي يا په بل عبارت دهغه دلور له زوي يعنې محمود سره ملګري شول. محمود اسمعيل ته ماته ورکړه او په يوه کلا کې يې بندي کړ. محمود ددې مرستې په بدل کې خپله لور دافغانانو دې قبېلې مشر شاهو ته ورکړه . له دې لورنه يې درې زامن پيدا ول او هغه سالار ، مسعود او غازي و.) (۴۶) 

لکه څنګه چې لږو وړاندې وويل شول ځينې غزنوي سلطانانو په بده ورځ کې افغانانو ته پناه ور وړې ده او لکه څنګه چې په وروسته فصلونو کې په تفصيل خبرې پرې شوي دي يو شمير آثار دغزنوي واکدارانو به پوځ کې په زرګونو افغانانو شامل ګڼي او دسلطان محمود ځينې سترې فتحې هم دهمدوي دسربرکت ګڼي. 

بايد وويل شي چې په بابر نامه کې هم دغزني او شاوخوا سيمو دپښتنو په باره کې ډېر څه راغلي او موږ دپښتنو په ارتباط دبابر نامې له نورو مطالبو سره يو ځاي په اوم فصل کې راوړي دي. يوازينۍ خبره چې غواړو دلته يو څه پرې ووايو هغه داده چې دمقر او وازې خوا په سيمو کې دبابر ډېرې خبرې دغلځو پښتنو په باره کې دي. او ځينو شرقي او غربي څېړونکو او مؤلفينو بيا همدا غلځيان له هغو ترکانو سره ګډ کړي چې په زړو متونو کې دخلج يا خلخ په نامه ياد شوي دي. راځي وګورو چې دوي دا ادعا څومره په ځاي ده ؟ 

خلجيان او غلځيان :- 

يو شمير مؤلفين او څېړونکي زړو اسلامي آثارو ته داشارې پر بنا وايي چې يو وخت خلجيان چې اصلاً ترکان وو زابلستان ته ولېږدېدل. هلته ميشته شول او خپله ژبه او عادات يې هېر کړل. دزابلستان دخلکو ژبه او عادات يې کسب کړل او پښتانه غلجيان يا غلځيان ترې جوړ شول. 

تر کوم حده چې ماته معلومه ده ، تر ټولو نه پخواني اثر چې دزابلستان په ځايي خلکو کې دترکي خلجيانو دمنحلېدو خبره پکې ياده شوې ، هغه دمحمد بن نجيب بکران جهان نامه ده چې په کال 
۶۰۵ هجري کې ليکل شوې او په کال ۱۳۷۵ کې ددوکتور امين رياحي په همت په تهران کې هپره شوي ده. 

جهان نامه وايي چې (دترکانو يو قوم خلج دخلج له شاو خوانه زابلستان ته ور واوښت او په يوه بېديا کې چې دغزني خواته پرته ده ميشت شو. وروسته يې دهوا دګرمۍ له امله څېره بدله او تور بخونه او ژبه يې بله شوه .) (
۴۷) 

څرنګه چې دخلجيانو دمهاجرت او دزابلستان په ځايي اوسېدونکو کې دهغوي دمنحليدو يادونه په جهان نامه کې شوې ده. او څرنګه چې جهان نامه په ( 
۶۰۵ هجري ) کې ليکل شوې ده ، نو د خلجيانو دمهاجرت او په زابلستان کې دهغوي دمنحلېدو پېښه ، طبعاً ، له ۶۵۰ هجري نه پخوا شوې ده. 

دجهان نامې له متن نه داهم په صراحت ښکاري چې ددغو مهاجرو څېره او ژبه دجهان نامې دليکنې له وخت نه پخوا بدله او تور بخونه شوې او ژبه يې هم له دې وړاندې بله شوې ده. 

که څوک دجهان نامې خبره مني هه به ضرور داهم مني چې ترک خلجيان دشپږمې هجري پېړۍ له اراخرو نه ډېر پخوا زابلستان ته ورلېږدېدلي دي. ځکه په هغې زمانې کې دخلجيانو په شان ديوه غښتلي قوم دومره بدليدل او دزابلستان په يوه ځايي قوم کې يې بېخي منحليدل بايد دکلونو اولسيزونه ، بلکه دپېړيو کار وي او پدې حساب سړي په پوره اطمينان ويلي شي چې ترک خلجيان به لږ تر لږه په دوهمه يا درې يمه هجري پېړۍ کې زابلستان ته لېږدېدلي او بيا دهغې سيمې په ځايي خلکو کې منحل شوي وي. 

کوم څېړونکې او مؤلفين چې وايي ترکي خلجيان دزابلستان په ځايي خلکو کې منحل شوي او په نهايت کې په پښتنو غلځيانو بدل شوي دي.هغوي په حقيقت کې دا خبره تصديقيقوي چې لږ تر لږه ددوهمې او درې يمې هجري پېړۍ په حدود کې دزابلستان ځايي اوسېدونکي پښتانه وو.ځکه جهان نامه وايي چې ترکو خلجيانو خپله طبه بايلوده او دزابلستان دځايي اوسېدونکو طبه يې زده کړه. که ترکو خلجيانو دزابلستان دځايي خلکو ژبه زده کړې وي، که دغلځيانو ژبه تر اوسه پښتو وي او غلځيان او خلجيان هم سره يو شي وي، نو دخلجيانو دمهاجرت په وخت کې به دزابلستان دځايي اوسېدونکو ژبه هرو مرو پښتو وه. که نه وي نو نه بايد خلجيانو پښتو زده کړې وي او نه بايد دغلځيانو ژبه پښتو وي. 

خو ځينې کسان بيا له يوې خوا وايي چې ترک خلجيان زابلستان ته لېږدېدلي او دهغې سيمې دځايي خلکو ژبه او عادات يې کسب کړي او پښتانه غلځيان ترې جوړ شوي دي، او له بلې خوا بيا وايي چې (پښتنو په څورلسمه او پنځلسمه (ميلادي) پېړۍ کې دغزني سطح مرتفع اشغال کړه.) (
۴۸) او دا دوه خبرې اړخ نه سره لګوي . ځکه که خبله پښتانه غزني او زابلستان ته په اتمه او نهمه هجري پېړۍ کې ور لېږدېدلي وي، نو ترک خلجيان بيا څنګه ، په همدې ځاي کې ، له دې نه ډېر پخوا يهنې د دري يمې او څلورمې هجري پېړۍ په حدودو کې پکې منحل شوي دي؟ او که ترک خلجيان دزابلستان په ځايي خلکو کې د درې يمې او څلورمې هجري پېړۍ په حدودو کې منحل شوي او پښتانه غلځيان ترې جوړ شوي دي، نو بيا دا خبره څنګه کېدي شي چې پښتانه له دې نه ډېر وروسته يعنې داتمې او نهمې هجري پېړۍ په حدودو کې غزني او زابلستان ته ورلېدلي دي؟ 

له دې دوو خبرو نه يوه هرو مرو غلطه ده. خودا چې کومه يې غلطه ده؟ ددې سپينول هغه چاته ور په غاړه دي چې وايي ترک خلجيان دزابلستان په ځايي خلکو کې منحل شوي او پښتانه غلځيان ترې جوړ شوي دي. 

پښتانه دکابل په سيمو کې : 

پخوانو آثارو په کابل هم دپښتنو يادونې کړي . دابن بطوطه سفرنامه تر ټولونه پخواني معلوم اثر دي چې وايي په کابل کې افغانان اوسېږي. کله چې ابن بطوطه په 
۱۳۳۳ ميلادي سنه کې له کابل نه تېريږي وايي چې ددغه ځاي اوسېدونکي افغانان دي. دي ليکې چې (کابل پخوا يو لوي ښارؤ [خو اوس] يو کلي ترې پاتې دي. او دعجميانو يوه طايفه چې افغانان نومېږي پکې اوسېږي. افغانان په غرونو کې ډېرې لکلې مېنې لري اوډېر غښتلي خلک دي.) (۴۹) ابن بطوطه خبرې ته دوام ور کوي او ليکي چې (هلته دسليمان دغره په نامه يو ستر غر دي. دافغانانو پاچا هم هلته اوسيږي. ) (۵۰) 

ابن بطوطه په خپله سفرنامه کې په کابل ديوه وتلي ستانه افغان نوم هم اخلي او وايي چې (په کابل کې دشيخ امعيل افغاني په نامه يوه خانقا هم شته (او يخ اسمعيل افغاني) دشيخ عباس نومي سترولي شاګرد ؤ . (
۵۱) 

اما کوم اثر چې دکابل په ښار او شاوخوا سيمو کې په پنځلسمه ميلادي پېړۍ کې ، دپښتنو دحالاتو په باره کې ښايسته مفصل بحث لري هغه تواريخ حافظ رحمت خاني دي. په تواريخ کې دهغه مهاجرت په ترڅ کې چې وايي يوسفزو دپښتنو دپنځلسمې ميلادي پېړۍ په حدودو کې وکندهار له سيمو کې دډېر حشمت او شوکت خاوندان شول او دکابل ټول حدود او مضافات يې تر خپل تصرف لاندې راوستل .) (
۵۲) 

بيا ليکي چې دکابل پاچا الع بيګ ميرزا و. خو اصلي قدرت او واک اختيار ديوسفزو دمشر ملک سليمانشاه په لاس کې و. (
۵۳) 

بيا ليکي چې په کابل کې (يوسفزي هر ګوره غالب وو. دميرزا الغ بيګ پروايې نه لرله . دخپل اختيار څښتن وو هر چې ملک سليمانشاه او يوسفزو کول هغه به کېدل.......اسمعيل دمزکت زوي هسې يو بدمست او ظالم شرابي و چې اصيل خلق به يې په زور ظلم نرخ نرم کړ او څيزونه به يې اخيسبل او نياو يې چانه شه کاو ) (
۵۴) 

تواريخ داسې ښيي چې دپنځلسمې پېړۍ په دوهمه نيمايي کې پښتانه په کابل او دکابل په شاوخوا سيمو کې ميشته او مسلط خلک دي. ده چې پدې سيمو کې به څومره پښتانه اوسېدل ، پدې باره کې سړي په يقيني ډول څه نه شي ويلي ، خو تواريخ داخبره په صراحت کوي چې دکابل دهغه رخت واکدار ، الغ بيګ ، يوازې ديوسفزو دقوم اوه سوه مشران په يوه ورځ ووژل .) (
۵۵) 

په کابل او شاوخوا سيمو کې دپښتنو دهستو ګنې او حالاتو په باره کې په بابرنامه کې هم ډېر څه راغلي او موږ وروسته په اووم فصل کې راوړي دي. 

پښتانه دننګرهار او پېښور په سيمو کې: 

په پخوانو تحريري آثارو کې دهغو سيمو دپښتنو په باره کې هم ډيرې يادونې شوې چې له ننګرهار نه دابادسيند تر غاړو پورې امتداد لري. حدودالعالم من المشرق الي المغرب بيا هم داسلامي دورې لومړني اثر دي چې ان په څلورمه هجري پېړۍ کې دننګرهار په سيمه کې دپښتنو يادونه کوي. کله چې ددې اثر مؤلف دننګرهار او لغمان په سيمو غږيږي، ليکي چې (بنيهار يو ځاي دي چې پاچا مسلماني کوي او له دېر شو نه زياتې مسلماني، افغانې او هندوې ښځې لري. نور خلک يې بت پرست دي او درې ستر بتان لري.) (
۵۶) 

داسې ښکاري چې د حدود العالم د پيدا شوې نسخې ناسخ د پورته عبارت داولې کلمې ټکي ، سهواً بېځايه ايښي او ننهار يې بنيهار کړي دي . دليل دا چې يو خو د حدود العالم د متن له قرينې نه داسې ښکاري چې مؤلف يې د ننګرهار د سيمې په باره کې غږيږي او بل دا چې خپله د حدود العالم درودونو په بحث کې هم دا کلمه واضحاً ننهار ليکل شوې ده. 

(او بل هغه رود دي چې د لغمان او ددنبور په حدودو کې له غره نه راوزي او د ننهار له حد نه تېريږي. ) (
۵۷) د حدودالعالم محشي، مينور سکي هم دا کلمه ننهار يا ننني ننګرهار بولي او وايي چې معنا يې نهه نهرونه ده. (۵۸) 

عبدالجبار عتبي د هغو جګړو د بيان به ضمن کې چې سبکتګئين د کابل له شرقي حدودو نه دپيښور تر شاوخوا سيمو پورې د هندوشاهانو له مشر سره کړي دي، پدې سيمو کې د پښتنو يادونه کوي. دي ليکي چې د سبکتګين جګړنود هندوانو په لښکر (يو په يو حمله وکړه . ډېر زيات يې ورنه تباه کړل او پاتې يې ورنه وتښتيدل. وروسته تر دې نه هندوانو لکۍ په سر واړولې او له دغو ولاياتو نه يې طمع وشکوله..........د افغانانو او خلجيانو ولس چې ددغو سيمو کوچيان وو، د ناصرالدين په مېړونو کې شامل شول) (
۵۹) 

ابن اثير هم په کامل کې د کال 
۳۶۶ هجري د پېښو د بيان په لړ کې ليکي چې د سبکتګين پو ځ هندوان مات کړل. وروسته له دې پېښې نه (هندوان خوار شول . زياتي يې بيرغ نه لاره او دايې ومنله چې د هيواد داسې سيمو ته ولاړ شي چې څوک نه ي ور رسېدلي. څرنګه چې وروسته له دې پېښې نه سبکتګين د قوت او شوکت خاوند شو افغانيانو او خلج يې اطاعت ومانه.) (۶۰) 

وروسته رشيدالدين فصل الله په جامع التواريخ کې (تأليف : 
۷۰۴ هجري ) دا مطلب تقريباً دالعتبي په عباراتو ثبت کړي دي. دي ليکي چې امير ناصرالدين (يو په يو حمله وکړه........هغه سيمې په اسلامي ملکونو ور زياتې شوې........د افغانانو او خلجيانو ډلې دهغه ځاي کوچيان وو......دهغه په مېړونو کې داخلې شوې.) (۶۱) 

محمد قاسم هم دا پېښه په تاريخ فرشته کې ثبت کړې او ليکي چې ( وروسته له دې فتحې نه .........سبکتګين د خپلو اميرانو يو تن په پېښور کې پرېښود او دافغان او خلج قومونه يې چې ددغو سيمو کوچيان وو په خپلو مېړونو کې داخل کړل او غزني ته ولاړ.) (
۶۲) 

مير خواند هم دا مطلب هم دا مطلب په روضةالصفا کې ثبت کړي دي. (
۶۳) ابوريحان بېروني (وفات ۴۴۰ هجري ) هم د هند په تاريخ کې وايي چې پدي سيمو کې افغانان ميشته دي . دي ليکي : 

( په هغو غرونو کې چې د غرب په لور د هند سرحد جوړوي د هندوانو او يا هغو خلکو قبايل هست دي چې له هغوي [هندوانو] سره نژدې خپلوي لري. دا سرکش او زېږه قومونه دهندوانو د طايفو تر ټولو نه لرې سرحداتو پورې پراته دي.) (
۶۴) 

بېروني لږ وروسته په همدې اثر کې په صراحت وايي چې دا زيږه خلک افغانان دي. دي ليکي چې د هند د غربي سرحد په غرونو کې د افغانانو متعدد قبايل ميشته او د سندهدوادي تر ګاونډه پورې خپاره دي.) (
۶۵) 

بېروني په خپلو نورو آثارو کې هم دا غرونه د افغانانو د غرونو په نامه يادوي. 

په صيدنه کې لېکني چې (داسطو خوزس.......دا ډول د هند د ځمکې د ، پرشاور [ پېښور] او د افغانانو د غرونو تر منځ ددهک (
۶۶) خواته شين کيږي. (< ۶۷) 

په همدې اثر کې بيا ليکي چې : په جبال الافغانيه (
۶۸) کې يو ډول وحشي زيتون پيدا کيږي چې وړې دانې لري ) (۶۹) 

بېروني په يوه بل اثر ،اجواهر ، کې ليکي چې سره زر د افغانانو دتغر په سيمه کې پيدا کيږي. (
۷۰) 

شيخ ربوه (وفات 
۷۲۷ هجري) هم دافغانانو د غرونو يادونه کوي او داسي ښکاري چې مطلب يې همدا غرونه دي. دي ليکي چې (درې يم اقليم.....له ګجرات.....او دافغانانو له غرونو (۷۱) او ملتان نه تر سنده پورې امتداد لري.) (۷۲) 

ابوالفرج روني د غزنوي سلطان علا‌ءالدوله مسعود بن ابوالمظفر ابراهيم د عصر شاعر دي. دغه سلطان چې له کال 
۴۹۲ نه تر کال۵۰۸ هجري پورې يې سلطنت کړي دي، په هند کې يې ډېر فتوحات کړي دي . (۷۳) روني دغه فتوحات ستايلي دي او ديوې قصيدې له يوه بيت نه يې داسې ښکاري چې د غزنويانو په عصر کې د اباسيند د غاړې د لرغوني ښار ، موهند ياويهند، اوسېدونکي هم پښتانه دي. روني وايي : 

لشکر منصور او هنوز به موهند 

برتن افغان تنيده است فغان را (
۷۴) 

لرغوني معتبر آثار موهن ياويهند يابيهند داباسيند په غاړه کې يو ښار او د ګندهار راپايتخت ګڼي . بېروني چې د پخواني هند د ځايونو او حالاتو د ښودلو او بيان په برخه کې دډېر وچ صلاحيت خاوند دي، ويهند د ګندهارا ي،ه قصبه او پايتخت بولي. دي په صفت المعموره کې ليکي چې ( ويهند دسند په وادي کې د القندهار (ګندهارا) يوه قصبه ده .) (
۷۵) 

همدي ؟؟؟؟بيا کله چې د هند په تاريخ کې ، دسيندونو او لويو لارو او بېلو بېلو سيمو په باره کې غږيږي ، وايي سړي چې (شمال غرب په لور ور وخوځيږي ، وروسته له اته فرسخه د بياته دسيند غرت ته د جيلم سيند ته ، وروسته له شل فرسخه د سند دسيند غرب ته د قندهار پايتخت ويهند ته او (بيا) پرشاور (پيښور) ته رسيږي.) (
۷۶) 

په همدې اثر کې بيا ليکي چې (غوروند....يو لوي سيند دي او داقندهار له پايتخت يعنې ويهند نه کوز دبتور قصر ته نږدې دسند په سيند کې توييږي.) (
۷۷) 

يو بل ځاي په همدې اثر کي دويهند موقعيت په درجو او دقيقو ښيي اوليکي چې (پرشاور په څلور دېرش درجو او څلور څلويښت دقيقو، ويهند په څلور دېرش درجو او ل دقيقو عرض البلد کې ) واقع دي. (
۷۸) 

د مهاج السراج جوزجاني په طبقات کې هم دويهند کلمه بيا بيا راغلې. اودوهند ، ويهند بهند ، ومهند او ويهند په بڼه ليکل شوې ده. ي، ځاي په طبقات کې راغلي چې (په کومه شپه چې محمود (غزنوي) وزېږيد دوهند يابيهند......بتخانه چې دبرشابور (پېښور) په حدودو کې دسند دسيند په غاړه واقع وه ړنګه شوه.) (
۷۹). 

د البېروني او جوزجاني بيانات پدې کې هيڅ شک نه پريږدي چې ويهند يا موهند د اباسيند په غاړه کې يو ښار او دګندهارا پايتخت دي او روني وايي د غزنويانو لښکر په موهند کې په افغانانو ناتار جوږ کړ. ددې خبرې معنا داده چې داباسيند دغاړي پدې مهم ښار کې هم پښتانه اوسيدل. داځاي اوس دهنډ په نامه يادېږي. 

فرشته هم وايي سلطان محمود د کال 
۳۹۱ او ۳۹۲ هجري تر منځ په ويهند حمله وکړه او دهغه ځاي پښتانه يې وځپل. دي ليکي چې (سلطان محمود په کال ۳۹۱ کې بيا.......دبيهنده کلا ته ولاړ او هغه يې ونيوله......جيپال او نور اسيران يې......آزاد کړل. [خو] دافغانانو مشران يې ووژل او ځينې يې له ځان سره دنوکرانو په حيث بوتلل.) (۸۰) 

کوم مطلب چې مبارکشاه فخر مدبر په آداب الحرب کې (تأليف : 
۶۲۶ ۶۳۳ هجري) داديرا نومی پښتانه په باره کې ليکلی دی، له هغه نه داسې ښکاري چې پښتانه د غزنويانو په عصر کې په پېښوراوشاوخوا سيمو کی هم ميشته او د هندوانو له دربار سره محور دي. مبارکشاه ليکی : 

( مؤلف ديوه کار دپاره له پرشور (پېښور) نه بټی ګرام او شاپور ته روان ؤ. دپېښور يو پوه سپين ږيری ورسره ملګری شو....[سپين ږيری ورته وويل] دسلطان يمينالدوله محود [غزنوی]....په وخت کې اديرا نومی افغان دنر درې شحنه او کوټوال ؤ. اديراله جيپال پاچا نه له دې امله ووېريده چې يوه ورځ له جيپال سره ناست ؤ، [پاچا] مخ ور واړاو [او ورته] ويې ويل چې اديرا تاسو دغويی غوښه خورئ؟ اديرا ځواب ورکړ چې زه يې نه خورم خو.....) (
۸۱) 

فرشته هم دابوالحسن علی بن مسعود بن محمود دجلوس د کال دپېښو دبيان په ترڅ کې پښتانه له پېښور نه تر ملتان او سنده پورې خپاره ښيی او ليکی (علی بن ربيع دميرک وکيل په ملګرتيا....له يو شمير مريانو او اميرانو سره پېښور ته وتښتيد او هغه سيمه يې تر ملتان او سنده پورې ترلاسه کړه او افغانان يې چې خرابی او ورانی يې کاوه، په توره ايل کړل.) (
۸۲) 

تواريخ حافظ رحمت خانی هم دپنځلسمې ميلادی پېړۍ په وروستيو وختو کې له کابل نه داباسيند تر شرقی غاړه پورې پښتانه خپاره او هست ګڼي. ځينې له هغو يادونو نه چې تواريخ د کابل دپښتنو په باره کې کړې دي، موږ په همدې بحث کې پخوا را واخيستی، خو دپېښور په ارتباط ليکی چې (هغه وخت کې په پېښاور ، دو آبه، باجوړ، ننګرهار، کاله پاڼی تر هزارې تر سينده پورې دا واړه ملکونه ددلزاکو وو، هر چېرې دوی پرې ساکن وو ) (
۸۳) 

بيا ليکی چې (ملک هيبوبن جته دلزاک عمر خيل.......زرو کورو کم وبيش عمر خېلو سره په باجوړ کې په جندول کې اوسيده) (
۸۴) 

بيا ليکی چې (دلزاک ډېر لوی تومن دی پدې ملکونه هر چيرته دوی پراته دی. چنانچه په پېښاور ، په ننګرهار په تيراه په کال پاڼی ترپيښوره چې په کناره داباسين او په چج هزاره او په کرلغ هزاره چې له اباسيند نه پورې غاړه پراته دی، اوسېږی .) (
۸۵) 

تواريخ بدې او نورو سيمو کې ددلزاکو دسکونت نورې يادونې هم کړې دي. 

په بابرنامه کې هم په هغو سيمو کې چې له ننګرهار او شاوخواسيمو نه داباسيند تر غاړه پورې امتداد لري دپښتنو او دهغو دژوندانه دحالاتو په باره کې ډېر څه ويل شوي دي او لوستونکی يې ددې ليکنی په اووم فصل کې لوستلی شی. 

پښتانه په پخوانی<<افغانستان>> کې : 

په ځينو پخوانو آثارو کې په هغې لويه سيمه کې هم په همدې وخت کې دپښتنو د سکونت او حالاتو يادونې وې چې هم سيفی هروي په تاريخنامه کې (تأليف 
۷۱۸-۷۲۱ هجري) او هم ځينې نورو پخوانيو مؤلفينو د (افغانستان) په نامه ياده کړې ده او موږ ددې ليکنې په اتم فصل کې پرې غږېدلی يو. 

لومړنی معلوم تحريری سند چې ددې پراخې سيمې په ځينو برخو کې، دپښتنو د سکونت يادونی پکې شوي هغه د فردوسی د شهنامې ملحقات دي چې د ليکلو وخت يې د شپږمې هجري پېړۍ په حدودو کې ټاکل شوی او د ناظم نوم يې نه دی معلوم. ناظم د افغانانو او د هغو د مشر ، کک کهزاد ، په باره کې په ښايسته تفصيل غږيدلی دی خو دلته يې يوازې يو څو د مطلب ټکی را اخلو . 

ناظم وايی چې ده ته يو بزګر د پخوانو خلکو له خولي داسې کيسه وکړه چې له غزنی نه ددرېو ورځو په فاصله يو لوړ غر و. په غره کې يوه ستره کلا وه چې دی وايی نوم يې مرباد و. وايی چې پدې کلا کې يو ډېر غښتلی توريالی او جنګیالی سپين ږيری افغان اوسېده چې نوم يې کک کهزاد او دزرګونو سپرو او پياده جنګی ميړونو مشرو. د زابل او سيستان له سيمو نه به يې مال او باج ټولاو . درستم پلار او نيکه ته يې چې د سيستان مشران او پهلوانان وو، څو څو واره ور ښودلی او باج او خراج يې پرې منلی ږ. زال به کک ته هر کال د غوايی په پوټکی ، لس مشکه زر ورکول . خو په پای کې دزال زوی ، رستم له کک سره ډغر کې ووهلې او مات يې کړ پدې وخت کې زال هم له سيستان نه ور ورسيد او لښکر يې له نورو پښتنو سره وجنګيد ډېر زيات افغانان ووژل شول او ناظم داهم وايی چې دکک د شاهنشاهی ماڼۍ ته ورننووت او تالا يې کړه. ناظم داهم وايی چې دکک دشاهنشاهي ماڼی په هر ګوټ کې يوه خزانه پرته وه او زال ته ډېرې زياتې په درو ښکلل شوې خولۍ ، په ياقوتو ښکلل شوې قباوې ، په لالونو ښکلل شوي تاجونه ، په ګوهرو ښکلل شوي ملاوستني ،سپوږمۍ غوندې ځلانده مينځې ، چينی غلامان او بېخی زيات دينارونه او خز او سمور په ګوتو ور غلل پدې پسې زال د مرباد کلا ورانه کړه.کک او دهغه وراره بهزاد دواړه يې ووژل . (
۸۶) 

خپله دشهنامې د ملحقاتو ددې کيسې د سريو څوبيتونه دادي : 

چنين ګفت دهقان دانش پژوه 

مراين داستان را زپيشين ګره 

که نزديک زابل به سه روزه زاه 

يکی کوه بدسر کشيده به ماه 

يکی قلعه بالای آن کوه بود 

که آن حصن ازمردم انبوه بود 

به دژ دريکی بدکنش جای داشت 

که در رزم با اژدها پای داشت 

نژادش زافغان سپاهش هزار 

همه ناوک اندازو ژوبين ګذار (
۸۷) 

اما کوم مؤرخ چې پدې سيمو کې دافغانانو يادونې هغه سيفی هروی دی. سيفی په خپل معتبر اثر ، دهرات تاريخنامه کې چې له کال
۷۱۸ نه تر ۷۲۱ هجري پورې يې د سلطان غياثالدين کرت په هدايت او مشوره ليکلې ده ، دافغانانو او هغې سيمې په باره کې چې په تاريخنامه او ځينې نورو پخوانو آثارو کې ، لکه تاريخ فېروز شاهی (۱۳۵۷م) ، روضات الجنات (۸۹۷-۸۹۹ هجري) او مطلع السعدين (۸۲۷-۸۷۵هجري) د (افغانستان) په نامه ياده شوې ده ، يولړ دپوره اعتنا و مطالب راوړي دي. 

سيفی دا مطالب اکثره دهغو يرغلونو دبيان په ضمن کې ياد کړي چې دهرات دکرت د کورنۍ مؤسس ، مشر ملک شمسالدين ، د (افغانستان) په بېلو بېلو برخو کې کړی دي. سيفی د تاريخنامې ديارلس فصله ، غونډ ، د (افغانستان) پېښو ته وقف کړي دي او ددې تر څنګه يې د افغانانو په باره کې ځينې نورې متفرقې يادونې هم کړې دي. 

څرنګه چې دسيفی تاريخنامه لومړنی معلوم اثر دی چې د (افغانستان) نوم پکې ياد شوی او د (افغانانو) د سياسی ، نو له دې امله موږ ددغه درانده اثر دا ديارلس فصلونه ، ټول په مرتب مګر مختصر ډول را اخيستی او پداضمن کې مو يو نيم بل اثر مثلاً دزمچی اسفزاری روضاؤةالجنات ته هم کله ناکله اشاره کړې ده. 

سيفی وايی چې چنګېز خان په افغانستان او سيمه باندې د خپلو يرغلونو او فتوحاتو په وخت کې ملک رکن الدين د غور او دغور دمضافاتو دملک په حيث ومانه. وروسته به چې ملک رکن الدين په غزنی کې د چنګيزی حاکمانو ليدنې کتنې ته ورته نو ملک شمس الدين کرت به يې هم له ځان سره بېوه . په همدې جريان کې ملک شمس الدين کرت چنګېزي مشرانو ته ښه ور وړاندې شو او د ملک رکن الدين له مرګ نه وروسته يې په کال (
۶۴۳) هجري کې دغور د ملک په حيث ومانه او دملکی پګړۍ هم خپله جنګېزی مشر ، طاهر بهادر ، وروتړله کله چې ملک شمس الدين کرت په کال (۶۴۵) کې د غور د ملک بهادر ، ورو تړله ، کله چې ملک مسالدين کرت په کال ۶۴۵ کې د چنګيزيانو د لوی مشر ، منکو خان، دربار ته ورغی هغه د هرات توابع او ځينې نورې سيمې چې د سيفی دوخت افغانستان هم پکې شمل و، ورته په نامه کړې . ملک شمس الدين د چنګېزی منکو خان له يوه نژدې مشاور ، جاهو ، سدهرات ته ولاړ او دکرت د کورنۍ دواکداری سلسله يې پيل کړه ، څو کاله وروسته يط د (افغانستان) د نيولو بندوبست وکړ . په کال۶۵۰ هجري کې يې يو هيئت چې په سر کې يې جاهو واقع ولېږه او وظيفه يې دواه چې د چنګيزي مشرانو او ملک شمس الدين فرمانونه د (افغانستان) واکدار ملک شاهنشاه ته ور ورسوي. هيست فرمانونه ملک شاهنشاه ته واورول. شاهنشاه د هيست مشر ته وويل چې (ملک شمس الحق والدين د کفارو په حکم دې ملک ه راغلی دی او موږ تر اوسه پورې چنګېز خانیانو ته ماليه نه ده ورکړی.) خو ملک شمس الدين ته به چې يو مسلمان ملک دی ، يو څه ماليه ومنو . له دې ځواب نه وروسته يې دېر تنه غلامان جاهو ته ورويښل او ملک شمس الدين ته يې هم ګران سوغاتونه وروليږل. 

هيئت بېر ته ملک شمس الدين ته ته ورغی. ملک شمس الدين چې دا مهال په تکناباد کې و دملک شاهنشاه ددځواب له اورېدلو نه وروسته د خپلو ډېرو زياتو لښکرو سره په شاهنشاه دباندې د حملی په اراده ، مستونګ ته روان شو. شاهنشاه چې خبر شو له پنځه زره جنګی مېړونو سره د خاسک چوڼۍ ته چې له مستونګ نه بهر پرته وه ، ولاړ . 

ملک شمس الدين د 
۶۵۲ هجري کال د محرم د مياشتی په اوايلو کې د متونګ ښار کلابند کړ. خو څنګه چې پوه شو چې شاهنشاه د خاسک کلا ته تللی دی ، نو هلته پسې ورغی او کلايې محاصره کړه. کلا درې مياشتې محاصره وه او د ملک شمس الدين او شاهنشاه قواوو اوه ځله جګړه سره وکړه. خو شمس الدين کلاونه شوه نيولی . په پای کې د ملک شمس الدين قواوو د خاسک په کلا له هرې خوا حمله وکړه. دکلاور يې وسوځاو ، کلاته ور ننوتل او د ملک شاهنشاه ډېر زيات جنګی مېړونه يې ووژل . ملک شاهنشاه او دهغه زوی برامشاه يې هم له نوي تنه خپلوانو او نوابانو سره ګرفتار او مړه کړل. سرونه يې ترې پرې کړل او شاو خوا سيمو ته يې د نورو د عبرت دپاره واستول. 

ملک شمس الدين د 
۶۵۳ هجري کال د هور په مياشت کې له مستونګ نه د (افغانستان) د يوې بلې کلا ، تېري، دنيولو په نيت روان شو. دتېري د کلا کوټوال يو ډېر لوى د نامه او قدرت خاوند، المار افغان و.ده هغو فرمانونو ته چې جاهو (افغانستان) ته وړي وو، ډېر کلک ځواب ورکړى و او ويلى ىې وو چې (که زما ټول خپلوان او عزيزان د ملک شمس الدين خدمت او ماليه ومنى زه المار به يې تر مرګه ونه منم. نه دهېڅ سلطان په وخت کې زما پلرونو او نىکونو د مغولو خدمت منلى او نه يې د کفارو ماليې ته تن ور کړى دى. څو واره طاهر بهادر او سالى نو ين زاغلل خو سره له خپلو سترو لښکرو پېمانه او مړه مړه څټونه بېرته ولاړل. موږ (۸۸) 

کله چې د ملک شمس الدين لښکر د تېري کلا ته ور ورسېد، له هرې خوايې حمله پيل کړه. جګړه شپېته ورځى روانه وه. په پاى کې ملک شمس الدين کلا ونىوله. المار ګرفتار او په ملا کې يې دوه ټوټې کړ. دالمار دپنځو سو تنو صاحب منصبانو سترګى يې په سره سيخ ورنه وايستې. له پنځو سو تنو نه يې پښې او لاسونه پرې کړل. دپنځو سو تنو يې غوږونه او پوزې ور پرې کړې او پدې ډول يې د (افغانستان) ديوه بل لوى مشر ، المار مېنه بېخى سپېره کړه. 

شعيب افغان ، د (افغانستان) يو بل لوى مشر و چې ملک شمس الدين غوښتل ويې ځپي ، سيفى وايى چې شعيب يو نوميالى او زړور افغان او دسرنا (
۸۹) د قوم و. يو زرو پنځه سوه جنګى مېړونه ورته ولاړوو. کله چې ملک شمس الدين په کال ۶۵۱ هجري کې د (افغانستان) په يرغل ور ووت، شعيب کشمير ته واوښت. خو کله چې خبر شو چې ملک مس الدين د خاسک او تېرې کلاوې ونيوې نو بېرته (افغاستان) ته ولاړ. 

د ملک شمس الدين يوه لوى مامور، محمد نهى، چې پنځه سوه مېړونه ور سره وو په ګرمسير کې ماليه ټولوله. شعيب ځان ګرمسير ته ورساو او د محمد نهى په مېړونو نيمه شپه ورولوېده. ډېر يې ورنه ووژل او يو شمېر اسونه يې ورنه بوتلل. 

کله چې ملک شمس الدين کرت پدې پېښه خبر شو نو د شعيب د ټکولو دپاره (افغاسنتان) ته رون شو، شعيب سمدستى د کهيرا کلاته پناه يووړه، سيفى وايې دا کلا دومره پخه او له دومره شتونه ډکه وه چې (نه په څلور کونجه دنيا کې بله داسى کلا موجوده وه اونه يې پرته د قارون ملعون له ګنج نه بل چېرته د خزانو او ذخيرو سارى و.) (
۹۰) 

تاج الدين د کال 
۶۵۴ هجري دربيع لاول به مياشت کې ځان له دوو زرو سپرو او سالارانو سره د دوکۍ کلا ته ور وساوه. د جنګ نغاره يې وغږوله او خپلې لښکرې يې له کلانه را تاو کړې. سندان هم له اوه سوه مېړونو سره ور وووت او جګړه پيل شوه. جګړه او خونريزي اتلس ورځې روانه وه. په نولسمه ورځ ملک شمس الدين خپله هم له خپل عظيم لښکر سره ور ورسېد. د شمس الدين دلښکر او دسندان د مېړونو تر منځ پنځه ورځى د کلا دوره کۍ کلا وروسوځاوه او دکلا يو برج يې ونيو. سندان خپله هم له دوو سوو مېړونو سره له کلا نه ور وووت او جګړه يې پيل کړه. د شمس الدين يو شمېر عسکري مشران او لويان يې ووژل. هو په پاى کى خپله هم له خپلو مېړونو سره ووژل شو او ددوکى کلا هم ملک شمس الدين ونيوله. 

سيفي ليکي چې ددوکى دسيمې يو مير مالداران او غټان ملک شمس الدين ته ورغلل او ورته ويې ويل چې ددوکى له کلانه او يا فرسخه جنوب ته دافغانى غلو يوه ډله ده اودا تخمين دېرش کاله کيږى چې لارې وهى. دوى له ملک شمس الدين نه خواست وکړ چې دغه افغانان چې د کنکان او نهران په نامه يادېږى، وځپى. ملک شمس الدين دوه زره سپاره د ځينو وتلو سالارانو په مشرۍ د کنکان او نهران ټکولو ته ور وليږل. 

وروسته له ورځو ورځو جګړو نه له دواړو خواوو پنځه سوه تنه ووژل شول. په پاى کې د ملک شمس الدين د سالارانو ټول پوځ يو وار په کنکان او نهران ورغى. سل تنه يې په جګړه کې ورنه ووژل او نور ټول يې له ټول مال او آل سره ملک شمس الدين ته ور وستل. شمس الدين داوياتنو نه لاسونه وايستل او نور يې د (افغانستان) ىوه مر ، ملک جاول ، ته چې له شمس الدين سره يو ځاى شوى و، وروبښل. 

د کنکان او نهران له ځپل کېدلو نه وروسته ،د (افغانستان) دوو لويو مشرانو ، ملک تاج الدين او ملک جاول په ګډه ملک شمس الدين ، د (افغانستان) ديوې بلې کلا ورانولو ته ور وباله . دا کلا د ساجى په نامه يادېده او سيفى ويې چې پدې کلا کې (زروتنو داسې توريالو او زړورو افغانى مېړونو ژوند کاو چې ديزدګرد له وخت نه بيا تر اوسه پورې يې هيڅ پاچا ، ملک او حاکم ته داطاعت سرنه و ټيټ کړى او بې پروايى، توره ، او زړورتيا يې له تصور او عقل نه وتلى وو) . (
۹۱) 

ملک شمس الدين دا ومنله چې د ساجى په کلايرغل وکړى .خو ده ددې مهم د ترسره کولو دپاره يې له چنګيزي سالار قنقور داى نوىن نه هم دوه زره جنګى مېړونه وغوښتل. څنګه چې دا مېړونه ور ورسېدل د ساجى په کلا ورغى . جګړه يې پيل کړه. او ورځې ډېر کلک جنګ روان و او له دواړو خواوو نه دومره خلک ووژل ول چې سيفى وايى وىنو سيلاوونه روان شول. په پاى کې ملک شمس الدين ځان د کلا وره ته ور ورساوه خو څنګه چې ورله او سپنې نه جوړو نو ژر يې مات نه شو کړى. دوه ورځې هلته پراته وو او په جګړه کې زر تنه نور هم له دواړو خواوو ن ووژل شول. په درې يمه ورځ د کلا خلک دوه ګونده شول او له يوبل سره يې جګړه پيل کړه. غالب ګوند د کلا ور ددښمن د قواوو پرمخ پرانيست. ملک شمس الدىن دکلا خلک څوک ووژل او څوک يې اسير کړل. کلا يې ورانه کړه او ډېر زيات غنايم يې ورسره يووړل. 

په کال 
۶۵۷ هجري کې ملک شمس الدين بيا مخ په (افغانستان) وخوځېد او داځل يې هدف د (افغانستان) ديوې بلې ډېري سرې اوپخې کلا ، بکر ، نيول و . شمس الدين په ډېره بيړه ځان د کلا سىمې ته ور وساوه اوله کلانه اته فرسخه لرې له خپل پوځ سره دېره شو. له هغه ځاى نه يې خپل پنځه تنه سالاران او وتلى کسان کلاته ور ولېږل او دکلا له مشرانو نه يې وغوښتل چې په خپله خوښ دملک مخې ته ور ووزى. خودکلاوالى دملک شمس الدين استازو ته ډېر سخت ځواب ورکړ او ورته ويې ويل چې که شمس الدين له ځان سره ښه کوي نو بايد چې دده کلاته چپ ونه ګوري. 

کله چې شمس الدين ته دبکر دوالى ځواب ور ورسېد، سمدستى يې خپلې لکرې وخوځولې اودبکر د کلاشاوخواته يې واچولې. جګړه پيل شوه اوله دواړو خواوو نه ډېر زيات مېړونه ووژل ول چې په هغوى کې د شمس الدين څو تنه لوى پوځى منصبداران هم شامل وو. جګړه دولس ورځې روانه وه. په ديارلسمه ورځ د کلا ىو شمېر مخور شمس الدين ته ورغلل او ورنه ويې غوښتل چې ددوى خراج ومنى او دکلا محاصره ختمه کړي. شمس الدين دهغو خبره ومنله او جګړه يې بنده کړه. 

د کلاوالى لس زره ديناره ، لس خرواره غله، يو مېر عربى اسونه ، پنځوس تنه غلامان او ډېر نور سوغاتونه شمس الدين ته ورکړل ملک مس الدين هم دبکر د کلا مخورو ته سوغاتونه ورکړل او وروسته له څلورو ورځو نه بېرته ولاړ. زمچى اسفزاري وايى چې شمس الدين له دې ځايه زمينداور ته ولاړ او هلته يې د ملک شاهناه زوم، ميراناه ، چې په مستونګ او دخاسک په چوڼۍ باندې د شمس الدين ديرغل به وخت کې تښتېدلى و، ونيو او ويې واژه . خو سيفى بيا د ميرانشاه به باره کې واىى چې هغه له خاسک نه مخامخ سىستان ته ولاړ او هلته بيا د شمس الدين ىوه نوميالى سالار ، محمد نهى ، وواژه. 

سيفى ليکى چې يوه ورځ ميرانشاه او دهغه ټولو خپلوانو او عزيزانو په ىوه باغ کې مېله جوړه کړې وه او دسرو شرابو درنګىنو پيالو به شرنګ يې دزړه زنګ لرې کاوه . چې محمد نهى له پنځو سوو مېړونو سره يرغل پرې وکړ . خونړۍ جګړه ونته . خپله ميرانشاه په جګړه کې ووژل شو او زوى يې ، سالار، دمن ګرفتار کړ او وروسته يې هغه هم وواژه. 

د ميرانشاه مشر ورور، ملک تاج الدين، چې له ملک شمس الدين سره په تکناباد کې هغه وخت ىو ځاى وى و چې شمس الدين اول ځل په (افغانستان) باندې ديرغل په نيت هلته تللى و، له شمس الدين نه جلا شو . په مستونګ کې يې د شمس الدين حاکم ، غوري سپهسالار ، وواژه او په مستونګ کې يې خپله پاچا يې اعلان کړه. سيفى واىى کله چې ملک تاج الدين قدرت ته ورسېد ډېر ژر يې دافغانى ميړونو ىو لوى پوځ جوړ کړ چې دټولو شمېر يې لس زرو ت رسېده. سيفى دلته دهغې جګړې يادونه هم کوى چې ، ظاهراً ،دترينو قوم دملک شمس الدين له يوه سالار سره کړې ده او ملک شمس الدين هم ورګډ شوى دى. 

کله چې دملک شمس الدين ىو لوى سالار دىوه خاص ماموريت په ترڅ کې د مستونګ به حدودو کې دبينى کاو په نامه يوه ځاى ته ور نژدېشو، نو دهرتز ترى [ترين] (
۹۲) له قوم سره يې پداسې وخت کې جګړه پيل کړه چې هرمز په خپله خيمه کې له مطربې سره د شرابو پيالې په سر اړولې. خو کله چې د جنګى ميړونو او اسونو ځوږ او دنغارې اوشپېلۍ غږ کړ، د هرمز له غږ سره سم (پوره دوه زره افغانى مېړونه چې دشنو زمرو په څېر حملې او وژلو ته ټک ناست وو، ور ووتل. هرمز لکه دپولادو غر خپل زين کړى اس ته ور پوته شو. هندوستانۍ توره يې راوغورځېد . (۹۳) خو زور يې ونه رسېد او په شاولاړ. پدې وخت کې د مستونګ نوى واکدار، ملک تاج الدين چې بينى کاوته د مغولى واکدار ، نکودر، مخې ته ورغلى و اودهرمز په حال خبر شوى ؤ . دهرمز مرستې ته ور ووت ټوله ورځ جګړه روانه وه هو ددشپي له راتګ سره بنده شوه او هر څوک په خپله مخه ولاړل. 

په کال 
۶۶۶ هجري کې ملک شمس الدين په تيرايانو يرغل وکړ. سيفى واي چې تيرايان (په لوړو غرونو او ډزرو ګرانو ځايونو کې ميشته وو او نه يې هيڅکله هيڅ پاچا ته باج او خراج ورکړى و اونه يې هيڅ وخت دچا اطاعت منلى و.) (۹۴) ملک شمس الدين پوره دوه نيمې مياشتى ورسره وجنګيدو او په پاى کې تيرايانو خپلې کلاوې دهغه کوټوالانو ته ور تسليم کړې . شمس الدين دتيرايانو څاوري په خپلو عسکرو وويشل او خپله له ډېرو زياتو غنايمو او اسيرانو سره هرات ته ولاړ. 

ملک شمس الدين په کال 
۶۷۶ هجري کې به تبريز کې مړ شو او پرځاى يې زوى ، کر ملک شمس الدين په تخت کښېناست. دغزنى و هرات دولايتونو ټول واليان ورغلل او دهغه اطاعت يې ومانه، مګر د کندهار حاکم داکار ونه کړ او ځکه نو کشر ملک شمس الدين کلکې جګړې ورسره وکړې. 

داوو دهغو مطالب اساسى ټکى چې دسيفى د تاريخنامې په ديارلسو فصلونو کې د (افغانستان)سد حالاتو په اربتاط راغلى او موږ د لوستونکو کار دآسانتيا دپاره دلته په ښايسته مختصر ډول، خو داسې ثبت کړل چې د مفهوم به لحاظ څه کمى پکې رانه ى. پدې مطالبو کې دهغه وخت دپښتنى ټولنې دسياسى او اجتماعى ژوند په باره کې يو شمير ارزښتناکه ټکي راغلي او موږ په شپږم فصل کې ځانته بحث پرې کړى دى. دلته يوازې دومره واىو چې په تري ، بينى کاو، شال، مستونګ ، دوکۍ، کهيرا، ساجى او بکر او د (افغانستان) په نورو برخو کې له پښتنى مشرانو او دکنکان او نهران افغانانو له لويانو سره د ملک شمس الدين اودهغه دپوځى مسرانو او همکارانو د جګړو او نورو مربوط حوادثو تشريحات چې اساسى ټکى يې لږ وړاندې راواخيستل شوى، په اومه هجري پېړۍ کې به يوه پراخه ساحه کې دپښتنو دهستو ګنې ښکارندوى دي او داهم ښيى چې په شپږمه او اومه هجري پېړۍ کې يوه ښايسته لويه سيمه د (افغانستان) په نامه ياده شوې ده. 

په تاريخنامه کې ىو شمېر متفرقې يادونې هم دسيفى دوخت په (افغانستان) او ږر څېرمه سيمو کې دپښتنو په ارتباط راغلي دي. 
کله چې مشر ملک شمس الدين کرت په کال 
۶۴۸ هجري کې له هرات نه د مستونګ دلاندې کولو په نيت خوځيرى، په لاره کې له سيستان، فراه ، اسفزار او غور نه دنورو تر څنګه ډېر پښتانه جنګى مېړونه هم ټولوي او کله چې تکناباد ته رسېږي، هلته يې په لښکر کې ديښتنى جنګى مېړونو شمېر دومره زيات دى چې ملک شمس الدين بېخى خاص قوماندان ورته ټاکى او هغه د (افغانستان) يو لوى مشر ملک تاج الدين دى چې همدلته په تکناباد کې له ملک مس الدين سره ملګرى شو. (۹۵) 

کله چې چنګېزي شهزاده يسور له تکناباد نه دسيستان د يرغل په نيت خوځيږى، هغه هم له دې سيمې نه ډېر زيات جنګى مېړونه راټولوى او د تاريخنامې له متن نه داسې ښکاري چې په هغو کې پښتانه هم شامل دي، ځکه کله چې يسور له دغه يرغل نه بېرته راګرځى او څو ورځي ړ خوښۍ جشنونه جووړوي، پښتنو مشرانو او لويانو ته بېخى خاصه توجع کوي و ډېر يې غټوي. 

د کندهار دتېري په سيمه کې چې تر اوسه هم په همدې نامه يادېږى، ددغه ځاى ديوه لوى مشر ، المار افغان او دملک شمس الدين کرت د ضواوو تر منځ جګړې او نور تذکرات. چه تفصيل يې لږ وړاندې راغى ، ددې ښکارندوى دي، چې کندهار له ډېر پخوانه دپښتنو ټاټوبى دى. 

دسيفى پر تاريخنامې علاوه، يو شمېر نور آثار هم ، ددې خبرې مؤيد دي چې د کندهار په ولايت او حدودو کې له ډېر پخوانه پښتانه آباد دي. 
په روضات الجنات کې (تأليف : 
۸۹۹-۸۹۷ هجري ) کندهار دپښنو ټاټوبى بلل شوى و پکې راغلى چې ددغه ولايت اوسېدونکي افغانان هست دي. (۹۶) بيا ليکى چې (دکندهار دولايت اوسېدونکى افغانان دي او له دې ځايه مريان هرات ته بيول کېږي) (۹۷) 
عبدالرزاق سمر قندى هم په مطلع السعدين کې (تآليف : 
۸۷۵-۸۷۲ هجري) دکندهار په سيمه کې پښتانه خپاره ګڼى او ليکى: 
(خبر راغى چې د قندهار ملک سيفل زوى ا ملک محمد......يو بل سره جګړې کوي...او يو شمير افغانان غلو په ګرمسېر او د قندهار په شاوخواکې ان د سند دسيند تر غاړې پورې خلک په فغان زاوستي دي.) (
۹۸) سمر قندى يو بل ځاى دآل مظفر دواکدارۍ دوخت د پېښو په لړ کې ليکى چې شاه شجاع وروسته د کرمان له مهماتو نه د ګرمسېر افغانانو ه متوجه شو او (څرنګه چې د ګرمسير ولايت ډېر آباد و، پادشاه حکم وکړ چې بايد افغانان منظمه ماليه ور کړي، که نه وي نو هر کال به زر مېړونه يرغل پرې (۹۹) 

په راتلونکي فصل کې به وګورو چې په تذکرةالابرار والاشرار، رياض المحبت او خلاصة الانساب کې هم کندهار له ډېر پخوانه د پښتنو ټاټوبى ګڼل شوى دى.

تواريخ حافظ رحمت خانى هم دا خبره تائيدوي او ليکى چې (ملک تاج الدين ستر مېړه او دبرم خاوند و. کله چې خشى قومونه يعنى يوسفزى ګګياڼى او ترکاڼى د قندهار په سيمو کې د ګاړې ، د نشکى، ډوک او ډاګ په سيمو کې اوسېدل ټول د هغه تر فرمان لاندې او باتع وو.) (
۱۰۰) په تواريخ کې نور داسې مطالب هم راغلي چې کندهار له پخوانه د پښتنو ټاټوبى بولي. 

ځينو مؤرخينو دافغانستان په شمالى سيمو په تېره بيا دبلخ په شاوخوا کې ، د ځينو پيښو دپيان په ضمن کې هم دپښتنو يادونه کړې ده. 

عبدالجبار عتبى (مرګ : 
۴۲۷ هجري) وايى چې سلطان محمود دا يلک خان له قواوو سره د مقابلې دپاره د نورو تر څنګه افغانى جنګى مېړونه هم راټول کړل . دى ليکى: 
( ايلک خان له پنځوس زره مېړونو سره له جيحون (آمو) نه تېر شو.... او دراتګ خبر يې په طخيرستان (تخارستان) کې سلطان (محمود) ته ور ورسېد. (هغه) سمدستى ولېږدېد او بلخ ته ولاړ چې ددوى طمع له هغو نواحيو نه وشکوي او د څوري او وښو لار پرې وتړل شى ، او دجګړې بندوبست يې وکړ او دترک او خلج او هند او افغانى د قومونو او د غزله طايفې نه يې ډېر لښکر راټول کړ او دبلخ په څلور فرسنګي کې د مرخيال په پله.....پياده و) (
۱۰۱) 

دا پېښه ابن اثير هم په کامل کې ثبت کړې (
۱۰۲) او وروسته رشيد الدىن به جامع التواريخ کې داسي ليکلې ده. 

سلطان محمود له تخارسان نه (سمدستى روان شو او بلخ ته ولاړ... او د ترک او خلج او هندو او افغانى قومونه او دا غوز مېړونه يې ډير زيات را ټول کړل.) او جنګ ته ور وووت. (
۱۰۳) 

جو ينى هم کله چې په کال 
۶۵۸ کې دمروې په يوه پېښه غږيږي، هلته د هغو افغانانو يادونه کوي چې مغولى جرنيلانو ، ظاهراً ، له شاوخوا سيمو نه راټول کړي دي. جوينى لىکي: 

(....د تالقانو له حدودو نه قراچه نوين دهغه ځرى شو او له يو زر سپرو او پياده وو سره ناڅا په مروې ته راغى او بيا يې په زخمونو مالګه و دوړوله او هر څوک چې په لاس ورغى ويې واژه.....او په هغه پسي قونثو نوين له سل زره خلکو سره را ورسېد او عذابونه او شکنجې يې پيل کړې او غزنوي خلجيانو او افغانيانو چې مخې ته يې اچولى وو، داسې نا دودې پيل کړې چې سارى يې چا نه وليدلى (
۱۰۴) ځينو ته به يې اور اچاو او ځينې به يې په نورو شکنجو وژل...) (۱۰۵) 

کومې يادونې چې تر دې ځايه وشوې ، اکثره د سند دسيند د غربى پلو د پښتنو په باره کې وې. خو په پخوانو لىکل شوو اسنادو کې له ډېر قديم نه دهغو پښتنو ىادنې هم وې دى چې د پښتونخوا په امتداد له اباسيند نه پورې غاړه پراته دي. 


پښتانه په سند کې : 

محمد قاسم فرشته وايى چې يخ حميد لودي ان د غزنويانو د سلطنت له تأسيس نه پخوا لا په ملتان کې والى و او ددغو سيمو افغانان يې په پوځى چوڼيو کې ددې دپاره ځاى پر ځاى کړل چې په لمغان او ملتان باندې د تېريو او يرغلونو مخه ونيسى. فرشته وايې له همدې امله ( د سبکتګىن پاليسى داوه چې ، هر څنګه کيږي ، د شيخ حميد په سيمو باندې له يرغلونو ځان وژغوري .) (
۱۰۶) 

يو بل معتبر او پخوانى اثر چې د اباسيند په غربى سيمو په تېره بيا په ملتان او دهغه ځاى په شاوخوا سيمو کې د څورلسمې ميلادى پېړۍ په او له نيمايى کې د پتنو يادونې کووي او په حالاتو يې يو څه رڼا اچوي ، هغه د ابن بطوطه سفرنامه ده. بطوطه وايى: 

(شاه افغان د سند د ملتان په ولايت کې ياغى شو او دهغه ښار امير يې چې بهزاد نومېده وواژه. څرنګه چې هغه [محمد اه تغلق] له اه افغان سره د جګړې دپاره عسکرو د تياري امر وکړ او څنګه چې (شاه افغان) ته معلومه وه چې مقاومت نه شى کولى نو خپلو اقوامو ته چې په لوړو غرونو کې اوسېږي ، ورغى. سلطان دې خبرې ډېر زيات په غوسه کړ او امر يې وکړ چې دهغه په قلمرو کې دې ټول افغانان ونيول ى. دا امر د قاضى جلال د مخالفت سبب و. قاضى جلال له افغانانو سره د کنبايې (کمبې) او بلوزرې ښار ته نژدې ميشت و. سلطان چې افغانانو د قلع و قمع فرمان صادر کړ، ملک مقبل ته يې هم ىو ليک واتاو. په ليک کې ملک مقبل ه چې د جزرات (ګجرات) او نهر واله په سيمو کې وزيرو ، هدايت ورکړل شو چې قاضى جلال او دهغه اطرافيان په يوه بهانه ونيسى..قاضى جلال د پاچاهى دعوه وکړه او د سلطان عسکرو ته يې ماته ور کړه. ددولت آباد افغانانو هم بغاوت وکړ. سلطان خپل نايب ، نظام الدين ته امر وکړ چې د ملک مل زوى او ددولت آباد نور افغانان ونيسى...خو خبره بل راز شوه...افغانانو په نظام الدين او دهغه په مېړونو حمله وکړه ، ډير يې ورنه ووژل او خپله نظام الدين يې ونيو. بيا ښار ته ننوتل خزانې يې ونيولې او دملک مل زوى يې د خپل واکدار په حيث وټاکه...کله چې د کنبايې او دولت آباد دپېښو خبر سلطان ته ور ورسېد،.....خپل زوم اعظم ملک بايزيد يې له څلور زره جنګى مېړونو سره جنګ ته ولېږه. [خو] دقاضى جلال لښکر ماته وکړه...سلطان [محمد شاه تغلق] خپله له لښکر سره ور ورسېد. قاضى جلال ټينګارونه و کړى اوله ىو شمېر مېړونو سره وتښتيد....[او] په دولت آباد کى دملک مل زوى ناصر الدين سره يو ځاى شو. سلېان پخپله له لشکر سره پسې ورغى...[ياغيانو] ماته وکړه. دملک مل زوى او قاضى جلال...ددويقير کلاته بناه ىووړه. (
۱۰۷) 

ابن بطوطه وروسته دولت آباد ته ځى. هلته دښار دبېلو بېلو برخو د معرفي په لړکې ددوىقير په کلا هم غږيږى او بيا د ملک مل د زوى او قاضى جلال ىادونه کوي او ديوه حکايت په ضمن کې خپله دملک مل او يوه بل پښتانه ، چې ددوىقير په کلا کې ورسره بندى و، نومونه اخلى او ليکى چې (ملک خطاب افغانى ماته حکايت وکړ چې ىو وختى ددغې کلا [ىعنى دويقير] په کوهى کې چې دمږو دکوهى به نامه ىادىږى بندي وم. ده ويل هره په به مږى راتلې چې ومې خوري او ما به مجادله ورسره کوله. [ په پاى کې سلطان] له کوهى نه راو ايستم او ددې خبرې دليل داو چې ملک مل [افغان] زما خواته يوهکوهى کې بندى و ودهغه ګوتې او سترګې مږو وخوړې او مړ شو. (
۱۰۸) 

ضياءالدين برنى هم په تاريخ فيروز شاهى کې (تأليف : 
۱۳۵۷م) د سلطان محمد تغلق د پېښو دبيان په ضمن کې د ملتان ، دولت آباد او ګجرات دپښتنو يادونې کړې دي. دا يادونې د تاريخ فېروز اهى په ۱۸۲-۱۸۳ او ځينو نورو مخونو کې راغلى دي. 

داوو هغه اسناد او مدارک چې خپله په پښتونخوا او دپښتونخوا په امتداد پرتو سيمو کې دپښتنو د حضور او سکونت يادونې پکې شوې او موږ دلته ، کلاً يا قسماً، راواخيستې . باور دى چې به ليکل شوو اسنادو کې به پدې اوږده موده کې دپښتنو به باره کې نورې ىادونې هم شوې وي. خو موږ ته به متونو کې ديو څه کر واړو به ضمن کې فقط همدا مخې ته راغلې وې او ګرانو لوستونکو ته مووړاندې کړې : (څه چې تيار هغه ديار ). 

خو بايد وويل شى چې به پښتونخوا کې دپښتنو دسکونت تر څنګه يوه بله خبره هم داسې يوه بحث ته ضروروت لري چې په زړو متونو بنا شوې وي او هغه له يوې سىمې نه بلې ته دپښتنو دپخوانو مهاجرتونو مسأله ده او زموږ ددې ليکنې دابل فصل په همدې باره کې دى. 


د څلورم فصل ياد داشتونه: 

۱ ) البته پښتانه له ډېر پخوانه هندوستان ته هم لېږدېدلي او هلته يې لوى او واړه حکومتونه جوړ کړى دي او په ايران کې يې هم ىو څه موده واکداري کړې ده. خو څرنګه چې موږ دلته هغه يادونې را اخلو چې خپله دپشتنو په ملک اوله هغه سره څنګ په څنګ او نښتو سىمو کې دپشتنو په باره کې شوې دي، نوله دې امله هندوستان يا ايران ته وړاندې نه ور تېرېږو. 

۲ ) د سول له نامه او موقعيت نه داسې اټکل کېدلى شى چې دا به دا اوسني شم دسيمې يوه آبادي وي. شمل دپشکتيا يوه اوږده دره ده چې د څټې کنډو او ملکى تر منځ پرته ده او اوسېدونکي يې ځدراڼ دي. کوم سىند چې پدي دره تير وى هغه هم دشمل په نامه ياديږي. 

۳ ) حدودالعالم من المشرق الى المغرب ، مخ ۳۷۲. 

۵ ) رشيد الدين، فضل الله ، جامع التواريخ ، ټوک۲، جز۴، مخ۹ .۲ د حمد الله تاريخ ګزيده ، مخ ۳۹۴ ، ابن اثير، کامل ، ټوک ۱۶، مخ ۳۰۸. 

۶ ) ابن اثير ، کامل، ټوک ۱۶ ، مخ ۲۹. 

۷ ) بلخى ، عنصرى ، دېوان ، مخ ۳۰۸. 

۸ ) طوسى، اسدى چې دابيت يې د کهبر د کلمې په باره کې د شاهد به توګه را اخيستى دى، وايى چې کهبر په هندوستان کې ديوه ولايت نوم دى. لغت فرس ، مخ ۱۶۱، برهان قاطع هم کهبر د هند يو ولايت بولى . برهان قاطع ،ټوک ۲، مخ ۱۷۴۵. 

۹ ) سلمان ، مسعود سعد ، دېوان ، مخ ۴۱۸. 

۱۰ ) همدا اثر، مخ ۱۷۵. 

۱۱ ) همدا اثر، ديباچه، مخ ۲. 

۱۲ ) دا کلمه په کامل کې اوغنان لىکل وې ده. خو يقيناً دا کوم ناسخ املايي سهوه ده. 

۱۳ ) ابن اثير، کامل، ټوک ۱۸ مخ ۱۷۹. 

۱۴ ) د کړمان دره چې له شمال ختيځ نه دجنوب لويديځ په لور اوږده پرته ده، تخمين نهه کروه اوږدوالى لري.په شمال کې په سپين غره لګېږي. کوم سيند چې له دې درې نه راوزى له هغه سيند سره يو ځاى کېږى چې له زيران درې نه راوزي او بيا داوزى خېل (دادځاځيو يوه پښه ده) له کليو نه درې کروه لرې د کرمې په سيندور ګډيږي. (راورټى ، د افغانستان او بلوچستان ديوې برخې په باره کې ياد داشتونه ، مخ ۸۲). 

۱۵ ) ابن اثير، کامل ، ټوک ۲۰، مخ ۲۱۶. 

۱۶ ) فرشته، محمد قاسم ، تاريخ فرشته ، مخ ۸۷. 

۱۷ ) همدا اثر، مخ ۸۶. 

۱۸ ) دا په ډېر غالب ګومان هغه دره ده چې دزيران په نامه ياده شوې ده. دا دره له سپين غره نه مخ په جنوب لويديځ امتداد لري او اوږدوالى يې پنځه کروه دى. يو کوچنى سيند چې له سپين غره نه راکوزېږي پکې تېر شوى او په پاى کې د کړمان له سيند سره يوځاى شوى دى. ددې درې اوسېدونکى توري دي. خو يو څه ا؟؟ن کار هم پکې شته .( راورټى، همدا وړاندې ياد شوى اثر، مخ۲۸). 

۱۹ ) فرشته ، تاريخ فرشته، مخ ۱۰۵ 

۲۰ ) دا ځاى په بابرنامه کې هم بيا بيا ياد شوى او دکرماش په بڼه لىکل شوى دى. 

۲۱ ) ابن بطوطه ، سفرنامه ، ټوک۱، مخ ۴۴۶-۴۴۷ . 

۲۲ ) کوم مطالب چې ما دلته را اخيستى هغه د ظفرنامې په دوهم ټوک کې له مخ ۳۴ نه تر مخ ۴۱ پورې او دهمدې ټوک له مخ۱۳۴ نه تر ۱۳۷ پورې راغلي دي. 

۲۳ ) ماته پدې نامه د پښتنو دهيځ قوم او قبيلې څرک ونه لګيده. 

۲۴ ) په ظفرنامه کې دانوم ارياب ليکى شوى او مطلب يې يقيناً همدا نننۍ د ځاځيو اريوب دره ده چې راورټي يې هم ايرياب ليکى او داسې يې معرفى کوى: 

دارياب دره پېواړ غرب ته شمالاً او جنوباً پرته اوشل کروه اوږده ده. اواره ځمکه يې کمه ده خو ډېره مثمره دره ده. اوسېدونکى يې ځاځى دى. ( راورټى ، همدا وړاندې ياد شوى اثر ، مخ 
۸۱). 

۲۵ ) شلو زان يا شنوزان د پېواړ شرق ته يوه لويه دره ده چې شمالاً او جنوباً پرته او ، اوه کروه اوږده ده. دا دره په شمال کې له سپين غره سره يو ځاى کېږي. يو کوچنى سيند هم ورنه راوزي او دپېواړ له سيند سره يو ځاى کېږي. اوسيدونکى يې توري دي، هو يو څه او انکار او هغه جټان هم پکې اوسيږي چې اصلى قبېله يې په پنجاب کې پرته ده .( راورټى ، همدا وړاندې ياد شوى اثر ، مخ ۸۱) 

۲۶ ) دا ځاى چې په ظفرنامه کې بانو لىکل شوى همدا ننى بنو دى. 

۲۷ ) د بيرونى په يوه رساله، الجواهر ، کې چې په تخمين ۱۰۴۰ ميلادي کې ليکل شوې ده، د ( تغر ) په نامه ىو ځاى ياد شوى او موقعيت يې د پښتنو به سيمه کې ښودل وى دى. بېرونى ليکى چې يو ډول سره زر دافغانانو په تغر کې پيدا کېږى . (بيرونى ، الجواهر ، مخ ۲۳۳) . 

کېدى شى چې د بيرونى (تغر) همدغه د ظفرنامې او بابر نامې د نغر سيمه وي. ښايى دالجواهر کوم ناسخ د نغر د کلمې اولې برخې ته ، سهواً ، ديوه ټکى پر ځاى دوه ټکى ايښى وي او له نغر نه يې تغر جوړ کړى وي. که خبره داسې وي ، نو نغر به پوره زوړ نوم وي. 

۲۸ ) دا کلمه به ظفرنامه کې پنيان لىکل شوې اصل يې يقيناً پؤيان دى. پړيان د حمکنو ىوه پښه ده او ار اوسه هم دهمدې سيمې په شاوخوا کې پراته دي. څرنګه چې به فارسى کې (ړ) نشته نو مؤلف د (ړ) پز ځاى (ر) او (ن) ليکلى دى. په پېښور کې تر اوسه هم کله (ڼ) د (نړ) په شکل ليکل کيږى. 

۲۹ ) دا کلمه په بېخى غالب ګومان کر لاڼي ده. خو په ظفرنامه کې کلانى او په بابر نامه کې کرانى ليکل وې ده او ددې خبرې دليل دادى چې (ڼ) نه دظفرنامى په ژبه کې ته او نه د بابر نامى په ژبه کې او ځکه نو په (ر) او (ل) چې (ڼ) ته ډير نږدې غږونه دي ښودل شوي دي. 

۳۰ ) معظم شاه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۸. 

۳۱ ) د تاريخ ګردېزى محشى ، عبدالحى حبيبى، دا ځاى د چار کارو اوسنى هوپيان بولى . تاريخ ګردېزي، مخ ۴۳۸. 

۳۲ ) ګردېزي ، عبدالحى بن ۍحاک ، تاريخ ګردېزى ، مخ ۴۳۸. 

۳۳ ) معظم شاه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۵. 

۳۴ ) همدا اثر ، مخ ۳۵. 

۳۵ ) همدا اثر، مخ ۴۲. 

۳۶ ) ډورن ، برنارد، دافغانانو تاريخ ، يادداشتونه ، مخ ۷۶. 

۳۷ ) نسوى ، شهاب الدين محمد ، سيرت جلال الدين منکبرنى ، مخ ۹۱. 

۳۸ ) سمر قندى ، عبدالرزاق، مطيع السعدين ، مخ ۲۳. 

۳۹ ) بيهقى ، خواجه ابوالفضل ، تاريخ بيهقى ، مخ ۲۵۶. 

۴۰ ) همدا اثر ، مخ ۲۶۰. 

۴۱ ) همدا ، اثر، مخ ۲۷۱ 

۴۲ ) همدا اثر، مخ ۴۲۵. 

۴۳ ) همدا اثر ، مخ۴۹۹ . 

۴۴ ) فخر مدبر ، مبارکشاه ، آداب الحرب ، مخ ۳۱۵-۳۱۶. 

۴۵ ) هروى ، نعمت الله ، مخزن افغانى ، ټوک ۱، مخونه ۱۱۶-۱۱۹ 

۴۶ ) ډورن ، د افغانانو تاريخ ،ياداشتونه ، مخ ۷۹ . 

۴۷ ) بکران، محمد ، جهان نامه ، مخ ۷۳. 

۴۸ ) ګانکوفسکى ، د پاکستان خلک ، مخ ۱۳۰. 

۴۹ ) ابن بطوطه ، سفرنامه، ټوک ۱ ، مخ ۴۴۶. 

۵۰ ) همدا اثر ، همدا ټوک ، همدا مخ. 

۵۱ ) همدا اثر ، همدا ټوک ، همدا مخ. ۵۲ ) معظم اه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۵. 

۵۳ ) همدا اثر ، مخ ۷. 

۵۴ ) همدا اثر ، مخ ۸-۹. 

۵۵ ) همدا اثر ، مخ ۳۶. 

۵۶ ) حدود العالم ، مخ ۳۷۹. 

۵۷ ) همدا همدا مخ. 

۵۸ ) همدا اثر، مخ ۳۶۵ . 

۵۹ ) عتبى ، تاريخ يمينى ، مخ ۳۳. 

۶۰ ) ابن اثير ، کامل ، ټوک ۱۵ ، مخ ۱۰۲. 

۶۱ ) رشيد الدين ، فضل الله ، جامع التواريخ ، مخ ۱۶. 

۶۲ ) فرشته ، محمد قاسم ، تاريخ فرشته مخ ۴۳. ۶۳ ) مير خواند، روضة الصفا ، ټوک ۴ ، مخ ۹۲. 

۶۴ ) بيرونى ، د هند تاريخ ، ټوک۱ ، مخ ۱۹۹. 

۶۵ ) همدا اثر ، همدا ټوک ، مخ ۲۰۸. 

۶۵ ) په پخوانو آثارو کې د (دهک) کلمه دىوه ځاى دنامه به حيث بيا بيا راغلې ده او داسې ښکاري جې پدې آثارو کې بېل بېل ځاىونه ددهک به نامه ىاد شوى دي. خو کوم ځاى چې د غزنويانو د عصر ځينې مؤلفين او شاعران لکه عبدالحى ګردېزى او مسعود سعد سلمان ددهک په نامه ىادوى دهغه موقعيت غزنى ته نژدې ښکاري. اوس د غزنى او زرملې تر منځ ىو ځاى ددهک په نامه يادېږى خو سړى په کامل يقين نه شى ويلى چې دا به هغه د ګردېزي او مسعود سعد دهک وى. 

خو کوم ځاى ته چې بېرونى دهک واىى هغه دالصيدنې د ناشر او محشى ، زکى وليدى توغان ، په عقيده دافغانستان نننۍ ډکه ده چې دننګرهار دولايت په نهايى شرقى برخه کې د خيبر دلويې لارې په سر پرته ده. 

۶۷ ) بيرونى ، صيدنه، انګريزى ترجمه ، مخ ۲۴. 

۶۸ ) د صيدنې انګريزى مترجم دا کلمه (افغانستان) ليکلې ده خو په اکثرو عربى نسخو کې (جبال الافغانيه) راغلې ده او صحيح شکل يې هم همدا وروستى ښکاري. 

۶۹ ) بيرونى ، صيدنه انګريزى ترجمه ،مخ ۱۷۳. 

۷۰ ) بيرونى ، الجواهر ، مخ ۹۲. 

۷۱ ) پدې نسخه کې دا کلمه جبال الافاعنيه لىکل شوې ده خو د البيرونى او نورو له ليکنو او دنخبةالدهر د بحث له قرينې او په عين عبارت کې له نورو يادو وو نومونو نه څرګندىږى چې اصل يې جبال الافغانيه ده. 

۷۲ ) د مشقى ، نخبةالدهر ، مخ ۲۰. 

۷۳ ) رونى ، ديوان ، مقدمه ، مخ څلور. 

۷۴ ) همدا اثر ، مخ۱. 

۷۵ ) بېرونى ، صفت المعموره، مخ ۳۰. 

۷۶ ) بېرونى ، دهند تاريخ ،ټوک ۱ ، مخ ۲۰۶. 

۷۷ ) همدا اثر ، ټوک ۱ ، مخ ۲۵۹. 

۷۸ ) همدا اثر ، ټوک ۱ ، مخ ۳۱۷. 

۷۹ ) منهاج الدين ، طبقات ناصرى ، دراورټى انګريزى تر جمه ، ټوک ۱ مخ ۷۶. 

۸۰ ) فرشته ، تاريخ فرشته ، مخ ۴۱۰. 

۸۱ ) فخر مدبر ، مبارکشاه ، آداب الحرب ، مخ ۳۱۵-۳۱۶. 

۸۲ ) فرشته ، تاريخ فرشته ، مخ ۸۰. 

۸۳ ) معظم شاه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۳۰. 

۸۴ ) همدا اثر ، مخ ۳۳. 

۸۵ ) همدا اثر ، مخ ۵۶. 

۸۶ ) دا داستان د شاهنامې له مخ ۵۳۸ نه تر مخ ۵۴۴ پورې راغلى دى. 

۸۷ ) فردوسى ، شاهنامه ، مخ ۵۳۸. 

۸۸ ) هروى ، سيفى ،تاريخنامه ، مخ ۲۵۰ . 

۸۹ ) دا نوم به په غالب ګومان سوري وي.. 

۹۰ ) هروى ، سيفى ، تاريخنامه ، مخ ۲۱۰. 

۹۱ ) همدا اثر ، مخ ۲۲۴. 

۹۲ ) دا کلمه چې په تاريخنامه کې (ترى) لىکل شوې ده،په اصل کې ، په بېخى غالب ګومان (ترين ) ده ځکه کومه سيمه چې پدې ځاى کې سيفى پرې غږيږي ، هغه له ډير بخوانه د ترىنو ټاټوبى دى. لکه څنګه چې موږ ددې لىکنى ددرې ىم فصل به پاى کې په (ضرورى يادونه) کې او همدغه راز په شپږم فصل کې خبرى پرې کړي دي، د ترينو د قوم نوم د پښتنو دبل هر قوم له نامه نه پخوا به اسلامى آثارو کې راغلى دى . 

۹۳ ) هروى ، سيفى ، مخ ۲۷۱. 

۹۴ ) همدا اثر ، مخ ۳۰۲. 

۹۵ ) همدا اثر ، مخ ۲۰۰. 

۹۶ ) چاسفزارى زمچى ، روضات الجنات ، ټوک ۱ ، مخ ۳۴۱. 

۹۷ ) همدا اثر ، مخ ۱۱۲. 

۹۸ ) سمر قندى ، عبدالرزاق ، مطلع السعد ين ، دوهم ټوک لومړى جزء ، مخ ۳۵۶. 

۹۹ ) همدا اثر ، دکابل دانجمن فلمى نسخه ، مخ ۲۴۱. 

۱۰۰ ) معظم شاه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۲۶. 

۱۰۱ ) عتبى ، تاريخ يمينى ، د جرفادقانى ترجمه ، مخ ۲۸۵. 

۱۰۲ ) ابن اثير ، کامل ، ټوک ۱۵ مخ ۳۰۱. 

۱۰۳ ) رشيد الدين ، فضل الله ، جامع التواريخ مخ ۱۵۱-۱۵۲. 

۱۰۴ ) پدې عباراتو زما سرښه خلاص نه و او ښايى چې پښتو ترجمه يې بيخى صحيح نه وى. 

۱۰۵ ) جو ينى ، علاءالدين ، تاريخ جهانکشاى ،مخ ۱۳۲. 

۱۰۶ ) فرشته ، تاريخفرشته ، د برګز انګريزى ترجمه ، ټوک،۱ ،مخ ۶. 

۱۰۷ ) ابن ، بطوطته ، ټوک۱، مخونه ۵۷۵-۵۷۸. 

۱۰۸ ) همدا اثر همدا ټوک ، مخ ۶۳۳ . 

 

This free website was made using Yola.

No HTML skills required. Build your website in minutes.

Go to www.yola.com and sign up today!

Make a free website with Yola